سلطان شاه (صفاري)

لیکونکی: سلطان شاه (صفاري)

دمدینې میثاق چي اسلامي دولت لومړی اساسي قانون ؤ، د ډيرو معتبرو سیاسي، حقوقي او قانوني اصولو لرونکی دی چي له یوې خوا د ډیرو قبیلو او قومونو اختلافات یې حل کړي او هغوی یې واحد امت ګڼلي له بلي خوا یې داسلامي دولت اساسي تشکیل، نظامي اصول، دابتاعو حقوق او وجایب وړاندي کړیدي چي په دې فصل کي به ددې میثاق د موادو یا اصولو په استناد سیاسي، حقوقي، او قانوني تحلیل او شننه تر یوحده وړاندي سي، موضوع په درو برخو ویشو، په لومړي مبحث کي دمدینې میثاق سیاسي تحلیل او شننه، په دویم مبحث کي دمدینې میثاق حقوقي او قانوني تحلیل اوشننه او په دریم مبحث کي هم دمدینې په میثاق کي دنظامي مسائیلو برخه څیړو:

لومړی مبحث: دمدینې میثاق سیاسي تحلیل او شننه

۱ــ لومړی مدون اساسي قانون:

متاسفانه لویدیځو پوهانو دمدیني میثاق په اړه دخپل طبعي تعصب او کرکي له مخي ډیره کمه څیړنه کړیده هغه یې دبني اکرم صلی الله علیه وسلم دسیاسي ژوند یو میثاق ګڼلی خو دا یې هیره کړې ده چي دمدینې میثاق لومړی مدون او مکتوب اساسي قانون دی چي سان مارینو د اساسي قانون څخه چي د نړی لومړی اساسي قانون ګڼل کیږي او په ۱۶۰۰م کال کي جوړ سوی، اته پیړی وړاندي سابقه لري، بناء ویلای سو چي دمدینې میثاق دنړی لومړی اساسي قانون دی.

۲ــ د مدینې میثاق له مخي د لومړي اسلامي حکومت تشکیل:

یثرب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مخکي یو داسي ښار و چي داختلافاتو او اغتشاش څخه ډک و، دمدینې اعرابو او یهودو په خپلو او بیاهر قوم په خپلو وړو ښاخونو کي سره سخت اختلافات پالل، له لویه سره په جزیرة العرب کي یو مرکزي حکومت موجود نه ؤ، په مدینه کي هم سیاسي او اداري مرکزي تشکیل موجود نه ؤ، دمدینې او مکې ښارونه دقبیلو او قومونو مشرانو لخوا دملک الطوایفي په شکل اداره کیدی، چي هغوی په خپلو کي تل په کشمکش اخته وه، دمدینې عرب نژاده قومونه ۱۲ ته رسیدل یهود هم په ۱۰ قومونو ویشل سوي وه چي په خپلو کي سره په اختلاف اخته وه، دا تصور خو هیڅکله نه کیدی چي هغوي دواړه او ټول قومونه او ډلي دي تر یوه مشرتابه او تشکیل لاندي راسي، پیغمبرصلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته دهجرت سره سم ټول قومونه او قبایل دامت ترعنوان لاندي تریوه سیاسي نظام لاندي راوستل ددې اساسي قانون دویم اصل هم دا سیاسي او ټولنیز وحدت ته ځانګړې سوې و،که څه هم دلته دامت لفظ کارول سویدی خو دلته امت دملت مانا افاده کوي ځکه اسلامي امت بیایوله بل سره اعتقادي پیوند لري دلته یواځی سیاسي پیوند هدف دی، دې اصل د وخت قبیلوي نظام په واحد سیاسي نظام واړوه:

دویم اصل:

انهم امة واحدة من دون الناس

دوی دنورو خلکو په وړاندي یو واحد امت دي.

۳ــ دغیرمسلمانانو امنیت ساتنه او مرسته

په مدینې میثاق کي په وضاحت سره روښانه سویده چي څوک د اسلامي دولت په قلمرو کي اوسیږي دمسلمانانو عمومي قوانین مني امنیت به یې تامین وي او ورسره به مرسته کیږي، لکه ددې میثاق په شپاړسم اصل کي چي صراحت لري:

شپاړسم اصل:

و انه من تبعنا من یهود فان له النصر والاسوه غیر مظلومین ولامتناصرعلیهم

هغه یهودیان چي زموږ (مسلمانانو) اطاعت کوي، له شکه پرته (دنورو اتباعوپه څير) دمرستي او برابری لرونکي دي، ترڅو پرهغوی باندي ظلم او ستم ونه سي(یعنی ځاني، مالي امنیت یې وساتل سي.)

۴ــ د بیلابیلو خواو ترمینځ د اړیکو ټینګښت او عدم تعارض

دا میثاق منحث المجموع درې برخي لري چي هغه عبارت دي له:

۱ــ دمسلمانانو، اوس او خزرج ترمینځ اړیکي او دمدینې د مهاجرو او انصارو ترمینځ متقابل مسؤلیت

۲ــ دیهودو او مسلمانانو ترمینځ دعدم تعارض میثاق

۳ــ دمسلمانانو نړیوال وحدت ساتل.

عدم تعارض د اوسني تعهداتو حقوقو یو مهم بحث دی چي په مدینې میثاق کي ځای پرځای ؤ، دبیلګي په توګه: نهه دیرشم اصل

و ان یثرب حرام جوفها لاهل هذه الصحیفه

دیثرب (مدینې) په داخل کي ددې میثاق پر لوریو حرام دي (د ونو غوڅول، دحیوانانو ښکار، یوله بل سره جګړه او شخړي……..)

ددې مادې په دویم بند کي دري مهم موضوعات راغلی دي یو دونو دغوڅولو ممانعت دی چي نن ورځ هغه نړیوال اسناد چي دچاپیریال ساتني په اړه دي ټول دا حکم کوي چي سرسبزی باید له مینځه یونه وړل سي ترڅو دهوا دالوده ګی مخه ونیول سي.

په دې ماده کي یوبل مهم شی چي ورڅخه یادونه سویده دحیوانانو دښکار ممانعت دی چي اوسنی نړی دحیوانانو دنسل د ورکیدو سره مخ دی اوس هیوادونه هڅه کوي چي پرښکار باندي بیلابیل محدودیتونه غوره کړي، او بالاخره وروستی مسله د هیواد داتباعو ترمینځ دجګړې منعه ده.

۵ــ له بهرني سیاست څخه مخکي د کورني سیاست تنظیم

نن ورځ دسیاسي علومو په برخه کي داخبره ډیره عامه ده ترڅو چي یودولت په داخل کي ډاډمن امنیت ونه لري، داخلي اختلافات ختم نکړي، قوي کورنی سیاست طرحه او تنظیم نه کړي، بهرني سیاست ترهغو پوري په ښه ډول تطبیق کول امکان نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدې اهمیت په کتو لومړي دمدیني په دولت کي دننه اختلافات ختم کړل، داخلی امنیت یې برقراره کړ، داخلي سیاست یې تنظیم کړ، وروسته دبهرنیو دښمنانو دمقابلې لپاره تیارسو.

۶ــ د اسلامي دولت قلمرو ټاکل او په نښه کول:

لکه څنګه چي د دولت یوه له متشکله عناصرو څخه قلمرو دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مدینې په میثاق کي اسلامي دولت قلمر مدینه منوره یاد کړ، او ددولت دقلمرو د دفاع لپاره یې ټولو اتباعو ته مکلفت ور په برخه کړلکه چي ددې میثاق په ۴۴ اصل کي راځی:

و ان بینهم النصر علی من دهم یثرب

د میثاق لاسلیک کوونکي (مؤمنان او یهودیان) باید پر یثرب باندي دحمله کوونکو په وړاندی یوله بل سره مرسته وکړي.

لکه څنګه چي دکعب بن مالک رضی الله عنه څخه هم روایت دی چي نبی علیه سلام زه ولیږل چي دمدیني دغرو پرلوړو نښاني وکړم کوم چي (مَخيض، الحيفاء، ذوالعشيره او تيم) څخه عبارت وه.

المطري دمدیني د دولت اربعه حدود داسي بیان کړي دي: په شمال کي دوه بازوګان له خاور څخه ترباختر او ثور غره پوري، په جنوب کي دعیر غر، او وادي العتیق دمدنیې دننه موقیعت درلودی.

دهجرت ترلومړیو څلوروکلونوپوري هرنوی تازه مسلمان مکلف و چي مدینې ته هجرت وکړي، چي بالاخر دهجرت په اتم کال دمکې په فتحي سره داشرط په کلي توګه لغوه سو.

۷ـــ داسلامي دولت حاکیمیت

دبیلابیلو نظامونو او حکومتونو دتفکیک یو مهل اصل حاکیمیت دی، مثلاً په ډیموکراتیکو حکومتونو کي حاکیمیت دخلکو سره دی، ولي په اسلامي حکومت کي حاکیمت الهي دي چي دا دیواسلامي حکومت مهم اصل دی، دمدینې میثاق په ۲۳ اصل کي حاکیمیت تشریح سویدی:

وانکم مهما اختلفتم فیه من شی فان مرده الی الله والی محمد

هرکله چي تاسو (مسلمانان) په خپلو کي اختلاف ولري نو(د حکم لپاره یې) الله تعالی او دهغه رسول ته وړاندي کړۍ (یعني دمسلې دحل ځواب په قران او سنتو کي ولټوی)

دویم مبحث: دمدینې میثاق حقوقي او قانون تحلیل او شننه

۱ــ دقانون دتساوی اصل:

دمدینې میثاق دلومړي ځل لپاره ټولنیز او قومي توپيرونه نالیدلي وګڼل او دقانون په وړاندي ټول مساوي وګڼل سول داکه داعرابو یو کوچنی طایفه وه او که دیهودو یوه لویه طایفه او هم مسلمانان، بلکه ټول دقانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب درلودل، دمدینې میثاق له ۳ څخه تر یولسم اصل پوري ټول قومونه او لوري لکه: (مؤمنان، بنی عوف، بنی نجار، بنی جشم، بی ساعده، بنو البنیت، بی حارث، بی الاوس او داسي نور) ټول داسیرانو دتبادلې او دویني دبیې په اړه مساوي وګڼل او دهغوی ویني یو ډول بیه لرل کوم چي پر عرف او عدالت ولاړه وه.

۲ــ د مذهبي اقلیتونو عقیدوي ازادي:

ددې اساسي قانون له مخي یهود او نور مذهبي لږه کيوته پر خپل دین دپاته کیدا اجازه ورکړل سوه حتی هغوی چي ددې میثاق دکوم لوري سره یې میثاق کړی ؤ هم د عقیدوي ازادی څخه برخمن سول

پروفسور هوستون‌ اسمیت وایي دا میثاق په حقیقت کي دبشریت په تاریخ کي دلومړي ځل لپاره دعقیدوي ازادی فرمان دی،[1] عقیدوي ازادي دبشري حقوقو دنړیوالی اعلاميې یومهم بشري حق ګڼل کیږي، لکه څنګه چي دمدینې میثاق په ۲۵ ماده کي راځي:

و ان یهود بنی عوف امة مع المؤمنین للیهود دینهم وللمسلیمن دینهم موالیهم و انفسیهم الامن ظلم واثم فانه لایوتغ الانفسه اهل بیته

دیهود دبنی عوف قبیله هغه امت دی چي دمؤمنانو سره ورسره دي، نوموړي یهودیان په خپل دین او مسلمانان پرخپل دین دي، او دا دهغوی او دهغوی پوري تړلو اشخاصو په اړه توپیر نه کوي، مګر څوک چي دمیثاق په ماتولو سره دظلم او ګناه مرتکب سي نوموړي شخص پرته له دې چي خپل ځان او خپله کورنی یې تباه کړه بل څه نه دي کړي.

۳ــ دحقوقو برابري او مساوات

د مدینې میثاق له مخي ټول کوچني او لوی قومونه او قبایل دحقوقو له مخي مساوي وګڼل سول په دې میثاق کي عربیت کوم لوړوالی نه لري، په داسي حال کي چي دحقوقو برابري او مساوات ۱۲ پیړی وروسته دفرانسي دانقلابی اساسي قانون او دامریکا په اساسي قانون کي درج سول، دیونان هغه ټولنه چي مدني او سیاسي ټولنه ګڼل کیدل او هغه چي لویدیځ دسیاست پیل له یونانه ګڼی یوناني ټولنه په درې نابرابرو برخوویشل سوې وه:

اتباع، بهرنیان او غلامان

خو دحقوقو دبرابری په اړه دمدینې میثاق د۲۶ مادې څخه تر ۳۵ پوري احکام لري چي دنمونې په توګه ۲۶ماده یا اصل رااخلو:

وان لیهود بنی النجار مثل مالیهود بنی عوف

دبني نجار دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

۴ــ قانون

سیاسي، مدني، تعابدی، مالي، جزايي او په نورو برخو کي قانون جوړونه دیوحکومت مبرم او مهم ضرورت دی، چي داسلامي حکومت دقانون جوړوني برخه دالله تعالي له لوري دقرانکریم دایاتونو د نزول په شکل او نبي علیه سلام له خوا په قولي او فعلی احادیثو سره پوره سول.

بني کریم صلی الله علیه وسلم مدینې منوري ته په لومړی ورځ په لاره کي د اسلام دلومړي مسجد (مجسدقبا) دبنسټ ډبره کښیښول او دجمعې مبارکي لومړی لمونځ یې اداء کړ.

دهجرت په همدې لومړي کال اذان دلمانځه دوخت دتعین او مسلمانانو د راجمع کیدا په خاطر دیوې قاعدې په توګه اعلان سو.

دهجرت په دویم کال دمسلمانانو قبله د بقرې سورت د (142 ـ 144) ایاتونو له مخي له بیت المقدس څخه مکې معظمې ته تبدیل سول، په همدې دویم کال د روژې مبارکي، فطره ذکات او داختردلمانځه احکام نازل سول، ابن کثیر په (ابن كثير،البداية والنهاية، 3/ 271 و 370) کي وايي چي ذکات داموالو تشریح هم په همدې کال کي وسول.[2]

لنډه داچي په مدني ایاتونو کي داسلامي حکومت، جهاد، دعوت، اقتصاد، فري او ټولنیزژوندپه اړه ایاتونه نازل سول او د اسلامي دولت دقانون برخه یې تکمیل کړل.

۵ــ پناه ورکونه (پناه هنده ګي)

پناه اخیستنه چي دبیلابیلو وجوهاتو له مخي ترسره کیږي، نن ورځ بیلابیل نړیوال اسناد دپناه اخیستونکوملاتړ کوي او په اړه یې احکام لري چي ملګروملتونو په وروستیو کي پناه اخیستونکي دبیلابیلو حقونو لرونکي کړل دغه پریکړه دملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلی په (۱۴/۱۲/۱۹۶۷م) کي وکړه چي میزبان هیواد به د پناه اخیستونکوسره دمیزبان دولت داتباعو په شان مذهبي ازادي، محاکموته لاس رسۍ، ابتدايي تعلیماتو، دکارقوانینو او نورو برخو کي یوشان سلوک کوي.[3]

دا په داسي حال کي ده چي وخت روم ته بهرني له سره سفر نه سوکولای مګر داچي یورومي کس به دهغه تضمین کاوه، خو دمدینې میثاق پناه اخیستونکو د خپلو اتباعو په څیر حقوق منلي وه لکه چي ۴۰ ماده صراحت لري:

وان الجار کالنفس غیرمضارٍ والااثم

څوک چي ددې میثاق کوم لوري ته پناه راوړي، تاوان یې نه وي رسولی او میثاق یې نه وي مات کړی، حقوق یې عین دپناه ورکوونکي په څیر دي.

۶ــ ټولو اتباعو ته دپناه ورکولو صلاحیت

دعربو په هغه وخت ټولنه کي داسي رواج و، چي یواځی دقوم مشر به یو چاته پناه ورکولای سول مګر دمدیني میثاق پرته له توپیره هره تبعه مسلمان او غیرمسلمان ته داصلاحیت ورکړ چي یوچاته پناه ورکړي:

څلویښتم اصل:

وان الجار کالنفس غیرمضارٍ والااثم

څوک چي ددې میثاق کوم لوري ته پناه راوړي، تاوان یې نه وي رسولی او میثاق یې نه وي مات کړی، حقوق یې عین دپناه ورکوونکي په څیر دي.

۷ــ دجرم او جزاء دشخصي والي پرنسیپ

دجرم او جزاء دشخصي والي پرنسیپ نن دټولو هیوادونو قوانینومنلی چي مفهوم یي دی: جرم یوشخصي عمل دی هغه مسؤلیت پرته له مرتکب څخه بل چاته سرایت نه کوي.

قرانکریم هم همدا پرنسیپ ډيرپخوا ذکر کړی دی:(ولاتزر وازرة وزه اخرا)

دمدینې میثاق هم د اووه دیرشم اصل په دویم بند کي همدا پرنسیپ منلی چي غیراسلامی هیوادونو داپرنسیپ ډير وروسته وپیژندی:

ب: وانه لایاثم امرء بحلیفه وان النصر للمظلوم

هیڅ کس دخپلو هم پیمانانو په ګناه نه مواخذه کیږي او دمظلوم باید مرسته وسي.

۸ــ پر ععهد او تړون باندي وفا

په ععهد او تړون باندي وفا داسلام مبارک دین له اساسي اصولو څخه دي چي دمدینې میثاق تکرارً په بیلابیلو مادوکي ورباندي تاکید کړي چي دلته دنموني په توګه ۴۶ اصل رااخلو:

شپږڅلویښتم اصل:

وان یهود الاوس موالیهم وانفسهم علی مثل مالاهل هذه الصحیفه مع البر المحض من اهل هذه الصحیفه وان البر دون الاثم لایکسب کاسب الا علی نفسه وان الله علی اصدق مافی هذه الصحیفه وابره

یهودیانو داوس قبیلې خپله او ددې میثاق ګټه اخیستونکو منلې ده چي پر میثاق به خالصه وفا لري او پر میثاق وفاداری له میثاق ماتولو سره یو ډول نه ده، هیڅ ډول میثاق ماتول نه دي مګر داچي خپل ځانته څه لاسته نه راوړي، او الله تعالی دهغه چاسره دی چي پر دې میثاق باندي په رشتیا ولاړ وي.

دریم مبحث: په مدینې میثاق کي دنظامي مسائیلو برخه

۱ــ نظامي اصول او ډسپلین

نن ورځ معمولاً دپوځ په تقویت او روزنه کي د نظامي اصولو او ډسپلین رعایت او دیو واحد نظامي مشرتابه د اوامرو اطاعت دکامیابی راز ګڼل کیږي، دمدینې په میثاق کي یادونه سویده چي هرڅوک غواړي دمسلمانانو په پلوي جګړه وکړي دمسلمانانو دجګړې اصول به مني:

اتلسم اصل:

و ان کل غازیه غزت معنایعقب بعضها بعضاً

اس چلوونکي چي زموږ سره یوځای جنګ کوي باید (دقومندانانو لخوا مشخص سوی) نظم او ترتیب رعایت کړي.

لنډیز:

دمدینې میثاق چي ۴۷ مادې یا اصول لري دهجرت په لومړي کال دمهاجرو، انصارو او یهودو ترمینځ انس بن مالک رضی الله عنه په کور کي دحضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم دمدبرانه لارښوونو لاندي لاسلیک سو، مدینې میثاق دسیاسي، حقوقي، قانوني او نظامي اهمیت څخه برخورداده، لومړي مدون اساسي قانون و، چي داسلامي دولت بنسټ يې کښیښوی، دبیلابیلو قومونو او ملتونو ترمینځ یې سیاسي او ټولنیز وحدت رامینځته کړ، او دمدیني دښاري دولت قلمرو تثبت سو.

ماخذونه او سرچینې:

۱ــ دره صوفي، سیدمحمدحسینی، پیمان نامه سیاسی مدینه، http://nakhkoub.blogfa.com

۲ــ دیباجی، سیدمحمدعلی، قانون اساسی مدینه، شماره مسلسل ۱۰۱۶۷،مطالعات فرهنګی، سال نشر ۱۳۸۸هـ ش

۳ــ عبدالوهاب، نړیوال خصوصي حقوق (دبهرنیانو حقوق او وجایب) علمي خپرندویه ټولنه، ګردیز، ۱۳۹۳

۴ـــ http://www.feirahi.ir/?article121

[1] پیمان نامه سیاسی مدینه، سیدمحمدحسینی دره صوفي، http://nakhkoub.blogfa.com

[2] http://www.feirahi.ir/?article=121

[3] نړیوال خصوصي حقوق (دبهرنیانو حقوق او وجایب) لیکوال عبدالوهاب، ۱۳۹۳علمي خپرندویه ټولنه، ګردیز، ۵۲مخ

(لومړی څپرکی)

One thought on “دویم څپرکی: د مدینې میثاق (سیاسي، حقوقي او قانوني) شننه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *