د دې يادښتونو په اړه اوس زه هم نه پوهېږم چې کوم ځای ته به رسېږي، خو دا ښه ده چې د ايټالیا د ځينو تاريخی ځايونو او او موضوعاتو په اړه لږ تر لږه خپلو لوستونکو ته څه ورکړم.
او تر ډېره کوشش کوم چې خپلو مشاهداتو ته په دې ليکنو کې ځای ورکړم نه دا چې تاريخ او کتابونه څه وايي.
ماته ددې سفر ارزښتونه زيات وو، له کاري اړخه د نړيوالو ستندردونو او داسې نړېوال دفتر سره د کار زمينه راته برابرېدله چې په ۱۲۲ هېوادونو کې فعاليت کوي او بېلابېلې څانګې لري، د سپورټ ژورناليزم په اړه کار او عملي تجربه هم راته اړينه وه او دا چې د سياحت لپاره اروپا ته راځم دا هم يو اړخ لري.
د دې خلکو ژوند، ناسته پاسته، خبرې هر څه موږ سره توپير لري، د تراب صاحب خبره چې سورمخيه ته د غنمرنګو سره فرق لرې. له ما اوس هېرېږي چې کيسه له کومه ځايه پيل کړم، د خپل هېواد غندنه هم نه شم کولی او ددوي په لاسته راوړونو هم سترګې نه شم پټولی. خو همدا مهم ټکی دی چې زه له خپل هېواده د لږې مودې لپاره مسافر کېږم، د کور خلک را پسې ژاړي او تر وروستيو شېبو زه خپله هم نه يم باوري چې ځم که نه ځم، خو حالات مې دومره مجبوروي چې بايد ولاړ شم او د زهرو دا ګوټ وکړم.
سهار خوږ ملګری مشال ځيرک او ور سره يو بل ملګری له ننګرهار پرون شپه راغلي و د خدای په امانۍ لپاره او زما درې مشران ورورنه واصف الله شمس، ناصر او خالد را سره شول او تر هوايي ډګره يې بدرګه کړم، نه مې غوښتل هغوی ډېر منتظر کړم په لومړي ترمينل کې مې ور سره خدای په اماني وکړه او زه ترې د هوايي ډګر په لور روان شوم چې پاتې مراحلو ته منتظر شم او بيا نيم ساعت وروسته په ترکېش آيرلنز کې ناست وم، تر څنګ ښېښې ته مې کتل او ځمکه لاندې پاتې کېدله، ورو ورو فضا پردۍ کېدله او د ازبکستان په فضا په شيشو پرده را خوره شوه تر دې چې سمندر ته ورسېدو او بيا مو پردې پورته کړې لاندې اوبه وې، بيا يو وخت و چې د ترکيې په ځمکه ولاړ وم، د ترکيې د عظمت ټول تصويرونه مې مخې ته ودرېدل. د ښوونځي د وخت د تاريخ درسونه بيا بيا په غوږونو کې تکرارېدل او د عثماني امپراتورۍ د شان او شوکت او اوسنۍ ترکيې د جاه و جلال داستانونه يې بيانول.
ماته سوج راغی چې زموږ ملک هم يو وخت امپراتوري وه، خراسان و، اريانا وه، هغه دبدبه څه شوه او ولې ختمه شوه، نن ولې موږ د هر چا د لاس دسپاک شو او هر منګس راځي همدلته را غورځي؟. ��دوی او زموږ تر منځ فرق څه دی. وخت ډېر و او زه په تلوسه کې وم، د ميدان له يو مسؤول مې وپوښتل چې هېواد يې څنګه دی او دوی څنګه دي؟
وايي، موږ کار کوو او غواړو هېواد مو جوړ کړو( له دې هم لا هڅه کوي چې جوړ يې کړي، په داسې حال کې چې اوس هم په ټوله اروپا کې ددوی توکي موجود دي) موږ خدمت کوو او دا مو په ځان منلې چې ملک په موږ حق لري. له هغه ژر را دېخوا شوم او فکر کې شوم چې موږ څومره تقسيم يوو، هر څوک که يوه يوه لوټه هم جوړه کړي يو کال کې مو وطن جوړېږي، خو زموږ هر وګړی د ځان په فکر کې دی، وطن دوهمه درېيمه او آن په څلورمه درجه کې هم ورته ارزښت نه لري.
په همدې سوج کې وم چې نجلۍ غږ وکړ کارتونه مو را کړئ، د پرواز وخت مو نږدې دی، ريښتيا له دې ځايه را سره يوه زړه بوډۍ هم ملګرې شوه چې يواځې ميلان ته تله او ځوۍ يې دلته قبول شوی و، هغه خوشاله شوه چې زه هم دلته ځم او خپل بيک يې هم را پر اوږه کړو. بوډۍ ويل بيا وطن ته نه راځم او تر څنګ هاخوا بل بوډا چې په کالفورنيا کې وسېده، چغې وهلې چې بيا ژوندی يم دې ناپاکه خاورې ته نه راځم… خاوره دا خو د لعلونو خاوره وه خو همدغه مشرانو په وينو ککړه کړه. تر دې ځايه ماته دا معلومه شوه چې زموږ خلک دلته د ګټې لپاره راشي مياشت تېره کړي او بېرته چې پردي ملک ته ځي بيا همدې خاورې ته کنځاوې کوي.
نور بيا……