خبریال: میرویس جلالزی – د ناټو او امریکايي مفتسشانو یوې څیړنې معلومه کړې چې د افغان سرتیرو شمیر تر هغه څه لږ دی چې د افغانستان دفاع وزارت د مشرتابه له لوري دوی او نړیوالو ته ورکړل شوی دی.

امریکايي پلټونکي وايي چې د افغانستان حکومت د افغان امنیتي ځواکونو شمېر دوی ته ۳۳۰ زره ښوولی لیکن د افغان پولیسو او اردو د ځواکونو شمېر دومره نه دی.

تر دې دمخه د ولسي جرګې ځینو وکیلانو هم ویلي ول چې د افغان دفاع او کورنیو چازو وزارتونو پخواني مشرتابه په لکاوو ډالر د هغو هوایي سرتېرو په نامه جیب ته وهل چې په قطعو کې یې فزیکي شتون نه درلود خو د تنخوا په جدولونو کې یې په بیلا بیلو رتبو نومونه ثبت ول.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې سرمفتش جان سیپکو وایي اوس هغه پیسې چې د امریکا له لوري د افغان پوځیانو د وړتیا او روزنې لپآره لګول کیږي په واقعیت کې د هغو پیسو بیمه ده چې په تیرو څو کلونو کې د امریکا له لوري په دغو پوځيانو مصرف شوي دي.

د نوموړي په وینا، امریکا په افغانستان کې نږدې یو تریلیون (زر ملیون) ډالر لګولي او څه نا څه ۲۳۰۰ سرتیري يي هم په افغانستان کې وژل شوي او دا جګړه امریکا ته تر ټولو اوږده او مصرفي جګړه وه.

خو هغه په دې باور دی چې اداري فساد، د څارنې نه شتون او له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل د دې لامل شول چې د امریکا پیسې په افغانستان کې پر تورو لارو ولاړې شي.

جان سپکو وايي چې د امریکايي ټکس ورکوونکو پیسې باید نه وای ضایع شوي او اوس هم باید د نورو پیسو په واسطه تر پوښښ لاندي ونیول شي که نه نو هغه پخوانی لګښت به په اوبو لاهو شي.

نوموړی وايي ده څو ځله د امریکا له دفاع وزارت او د کانګرس له دفاعي کمیټي سره دا راپورونه شریک کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *