د جون ۲۹مه ۲۰۱۵
د افغانستان اتصالات د مبارکې روژې څخه د درناوي له امله اړمنو خلکو ته د خوړو د ویش پروګرام پیل کړ. دا پروګرام د اتصالات د خیرښینګې له صندوق څخه چې د اتصالات د وفادرۍ پروګرام له لارې د پیریدونکو په ګډون کولو سره تمویلیږي په لاره واچول شو.
د اتصالات د سوداګریزو چارو عمومي مشر پدې اړوند وویل، اتصالات ژمن دی، چې د مبارکې روژې په میاشت کې اړمنو خلکو ته تر ۳۰۰۰ څخه ډیرې د خوړو کڅوړې وویشي، چې دا هر څه زمونږ د درنو پیریدنکو له مرستې څخه پرته ناشونې وو.
نوموړي له موکې څخه په ګټې اخیستنې د اتصالات ټولو پیریدونکو له سخا او له دې پروګرام سره د دوي د زړه له کومي همکاري څخه ډیره مننه وکړه.
د وفادارۍ پروګرام د اتصالات پیریدونکو ته په لاره اچول شوی دی او پیریدونکي خپلې ترلاسه شوې نمرې د خیر او ښیګڼې صندوق ته ډالۍ کوي، چې بیا د اتصالات لخوا د خیر او ښیګڼو چارو کې ترې ګټه پورته کیږي.
پیریدونکي د اتصالات له خدمتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د وفادارۍ نمرې ترلاسه کوي، کله چې یو پیریدونکي دې پروګرام کې ګډون وکړي، د وفادارۍ نمرې نیغ په نیغه د نوموړي په حساب کې غونډیږي، چې وروسته پیریدونکي کولای شي چې له دې نمرو څخه د زړه راښکونکو ډالیو د ترلاسه کولو او یا هم د خیر او ښیګڼې صندوق ته د نمرو د ورکولو لپاره ترې ګټه پورته کړي.
له کوم مهال راهیسې چې دا پروګرام په افغانستان کې پیل شوی دی، اتصالات ترې په بیلا بیلو حیاتي برخو لکه، د جوماتونو جوړولو، د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د طبیعي پیښو قربانیانو سره د مرستې، د روژې میاشت کې د خوړو ویش، د ښوونې او روزنې د ملاتړ او لوبو د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه پورته کړيده.
په افغانستان کې د 3.75G خدمتونو د لومړي وړاندې کوونکې کمپنۍ په توګه اتصالات ژمن دی، چې افغانانانو ته د نړۍ په کچه مخابراتي خدمتونه چمتو کړي او د اړتیا سره سم دوی سره د یوې روښانه راتلونکي لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.