پنځم ګام
«ته څوک یې؟
تر دې ژوند دمخه چېرې وې؟
ژوند له دومره تجربو سره په څه معنا دی؟»
په څېره ملنګ، په زړه پلنګ
بیا د ځان یوه برخه درسره شریکوم: کوم وګړي، چې زما ورځني معلمان دي، څو په کې دغه بې نومه او بې شهرته سرګردانه سوالګر او ملنګان دي.
کلونه وړاندې یو له دغو خیرو پوښلو پلنګانو څخه ما تازه وپېژانده او اوس راڅخه تری تم شو. دغه خدایي سړي لوړ قد، عسکر په شان خرېلې ږیره، او بې باره وجود درلود. ما په کراتو لیده؛ خو پرته له سکوته د چا ښه نه ورباندې کېده.
هغه به اوږد او ښوی پلاستیک ډوله بالاپوښ پر ځان را تاو کړی ؤ. پر سر به یې هم داسې خوله ور ایښې وه، چې هېڅ د یادولو نه وه. په هغه کې جوت څيز او جوت کار دا ؤ، چې ډکې ډکې پلاستیکي کڅوړې به یې پرځان را ځړولې وې.
زړه دې نه منله، چې دغو کڅوړو کې دې یا یوه له پلاره پلاره پوخ کابلي، د کور مصاله داره قابلي پلو پروت وي، یا کندهاري انګور، یا بدخشۍ جورسه مڼې، یا د پنجشېر وچ توتان یا د ترکاري فروشیو شنه ګندنه یا بل د کار شی دې پکې پیدا شي!
هغه زما لپاره یوه استعاره ؤ، یوه د حقیقت نګه ژبه. په دغه نمایش کې ما ځان لیده.
هغه زما او هر بل لپاره هېنداره ګرځېدلی ؤ.
د هغه په را یادېدلو سره، له ځانه پوښتم څومره اضافي فکرونه، اضافي خبرې، قضاوتونه، شکایتونه، کرکې، ناندرۍ، ارزوګانې، طمعې، ځانغوښتنې…را باندې بار سپرې دي؟؟؟
وګړي او ښایي ژوندي موجودات دوه ډوله دي:
ډېری ځانناخبره معلمان دي. په خپلې ساده څېرې سره، لکه ماشوم ناڅاپه مخې ته راولوېږي،
یا یوه خبره له خولې راوباسي،
یا یو خاص نظر د سړي په لور وکړي، یا څه کار سرته ورسوي.
او دې سره موږ ته خپله فطري څېره او بدرنګه ښایست را په ډاګه شي.
دې نسیم سره دنیایي غمونه او «ذهن بارونه» مو سپک او د معصومانه عشق یوه څپه زړه را تازه کړي.
دې ته د طلایي خرد (پوهې) ژبه هم وایي. دا ژبه هره شېبه موږ ته د نااشنا او ساده څېرو، څیزونو، خبرو او حرکاتو له لارې درس راکوي؛ خو چې ذهن مو د حقیقت په دومره ساده توب قانع شي.
دا ساده، بې نومه، بې معاشه معلمان ډېر دي؛ خو یو یو بیا ځانخبره معلمان دي، چې په خاص وخت او ځای کې راځي او لکه یو ساده بزګر، یا یو د لارې د سر سوداګر، یا هم یو زرګر او د څه شي او څه شي په بڼه په مخه راځي.
هغوی د خپلو سترګو له لارې، زموږ د اګاهۍ زړه کلا، د نور او غږ په غشو سورۍ سورۍ کړي.
او د سترګو په رپ کې- هغه هم د جنتي وږمې په څېر- زما او ستا له څنګه تېر شي او د الهي مینې زړی زموږ د زړه په خاوره کې پټ پرېږدي، چې یوه ورځ راویښ شي او بله ورځ «ځان» د آسمانخویه شاهین په څېر، خپل ابدي کلي ته والوزي.
اوس نه هغه بارکشه ملنګ شته او نه زه ځانته د چا د نومولو حق ورکوم. خو ځان د اګاهۍ د غوړېدلو مستحق ګڼم. ځکه دا ځانته ژوندي اخلاق ګڼم، چې څه شی په زړه او ذهن را بار نشي.
که انسان کتاب، معلومات او حتا ژبه له لاسه ورکړي، په څه به پېښ شي؟ څه به ویني؟
یووالی، بې نومه والی (اوسېدل) حتې خدای به نوم نلري! خو هرڅه به خدایي وي.
ښایي یوه لاره ذهني تعادل موندل وي. په ذهني تعادل سره، د نورو په وړاندې زموږ قضاوتونه او شکایتونه اوبه کېږي. سپین حقیقت پاتې کېږي.
سپین حقیقت هماغه دی، چې انسان لا په تالیف، لا په بت او معبد جوړولو لاس نه و پورې کړی.
بېرته راګرځم ځانته: زه محمد انور وفا سمندر…خو له یوې دمې وروسته!