خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٤-١٠
کندهار،افغانستان- .عبدالعلي شمسي دولايت مقام مرستيال دښې حکومت دارۍ په مياشتني غونډه کي وويل دحکومتدارۍ دسکتور په پياوړتيا کي دعدلي او قضايي ارګانونو فعاليت ډير مهم دی
مرستيال والي عبدالعلي شمسي په ټولو ولسواليو کي دښې حکومتدارۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زياته يي کړه چي په دې سره ټولو هغو ناخوالو ته لاس رسي ممکن کېږي چي دخلګو او دولت تر منځ ئي فاصله اجاد کړي ده .هغه وويل، چي په دې برخه کي بايد اړوند ارګانونه لازم اقدامات تر سره او ياد سکتور له هره اړخه قوي او پياوړي کړي ، همدارنګه دعدلي او قضائي ارګانونو فعاليت خورا مهم او اغيزمن دی . غونډه کي داستناف محکمي رئيس شمس الرحمان رئيس دخپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو تر څنګ دځينو هغو ستونزو يادونه وکړه ،چي له امله يي ددوى مامورين نه سي کولاى په لېروپرتو ولسواليو کي خپل فعاليت ته دوام ورکړي . ښاغلي رئيس خيل دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواکي ادارې له لوري د لازمو امکاناتو نه موجوديت ، دولسوال او امنيتي مسئولينو له لوري نه همکاري او دعدلي طب نه شتون هغه ستونزي دي چي له وجي يي ددوى کارونه له خنډاو ځنډ سره مخ کړي . دمحمکي رئيس دښاروالۍ رياست داملاکو مديريت هم په بي کفايتي تورن کړ چي دغلته غېر مسلکي مامورينو او ناسم مديريت دقضا په برخه کي ستونزي جوړي کړي چي له امله يي ددولت مالياتو ته هم زيات زيان اوړي . |
د اداري اصلاحاتو رئيس هم غونډه کي دمسلکي کادرونو په ګمارلو او دظرفيتونو په لوړولو ټينګار وکړ او زياته يي کړه ،چي دوي هڅه کوي تر څو دارتقا ظرفيت برنامه تطبيق او په دي برخه کي دولايت مقام په همکاري يوه سالمه اداره رامنځته کړي .
دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي دغونډي دګډونوالو تر نظرياتو او وړانديزونو اوريدلو وروسته اړونده ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه تر څو دښي حکومتولي په برخه کي ديوه منظم پلان له مخي ليرو پرتو سيمو کي خپل فعاليتونه زيات او هلته دخلګو دستونزو دحل په موخه اداري مامورين ځاي پر ځاي کړي .هغه ديوناما له استازي هم وغوښتل ،تر څو دښي حکومتداري په برخه کي دخپلو امکاناتو په چوګاټ کي پلان ترتيب او راتلونکي مجلس ته ئي وړاندي کړي څو وکولاي سو له دي او نورو اړينو لارو چارو څخه په استفاده ښه حکومتولي پياوړي او پر دولت دخلګو باور زيات کړو.