یو شمير وګړي لیکوال هغه څوک بولي؛ چې د ژبو او ادبیاتو علوم یې مسلک وي (شاعر وي، کیسۍ، نظمونه، لنډۍ، ډرامې او نور لیکي). دا سمه نه ده. هر هغه شخص چې خپل پېغام په لیکلي توګه وړاندې کړي؛ لیکوال دی. لیک د هغه پېغام، احساس، نظریې او مفکورې بڼه ده، چې د لیکونکي له خوا د یوې ژبې د کلمو په مرسته پوښ کړل شوی وي. دغه پوښ شوی پېغام د لیکنې یوازې ویوکي (الفاظ)، لیک نښې، لیک دود او نور نه دي، بلکې یو مفهوم هم دی. لیکوال هغه چا ته ویل کیږي، چې د بېلا بېلو اصولو او طرزونو په لرلو سره په لیکلي توګه نظریات تبادله کوي. لیکوالان یو د بل سره د پېغام د څرګندولو په موخه د لیک بېل بېل سبکونه لري، چې ځینې یې د لیکنې ښه هنر او مهارتونه لري.
تر ډیره مې موخه دا نه ده، چې د لیک او لیکوال د مفهوم او خاصیتونو په تړاو لیکل وکړم. خو اصل خبره مې دا غوښتله ویې لیکم، چې ځینې مهال د خپلو مشرانو، سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو، دولتي چارواکو او نورو پېغامونه لولو یا اورو؛ چې پېغام یې څرګند او واضح نه وي. بېلګې: “ موږ او تاسو به ځانونه لوړو څوکو ته ورسوو. ملا مې راوتړئ، چې لوړو درجو ته ورسیږو. موږ او تاسو به لوړو پوړیو ته ځانونه رسوو او د پرمختګ لپاره به اوچت ګامونه پورته کوو”
پورته پېغامونو کې څرګنده نه ده، چې لوړې څوکې څه ته وايي. کومې لوړې پوړۍ؟ چیرته دي لوړې څوکې؟ دغه لوړې څوکې مو ژوند ته څه بدلون راوړي؟ اوس نو که لیکنه یا وینا د الفاظو، جمله بندۍ، ګرامر، لیک دود او لیک نښو له اړخه معیاري ده، خو پېغام یې مجهول او ناڅرګند دی. ناڅرګند پېغام غبرګون نشي ترلاسه کولای. که د لوړو څوکو پر ځای په ټاکلي هدف او د برلاسیتوب په اړه یې واضحات ورکړل شي؛ د قناعت وړ به وي.
بېلګې:
که جګړه ځپلي ولس ته د لیکنې یا وینا پرمهال پېغامونه ورکول کیږي، نو ویلی شو چې سوله هغه څه دي، چې هیواد ته مو ارامي او اسوده ګي راوړي. که د سولې برخمن شو نو پوه شئ، چې لوړو څوکو ته ورسیدو. په کار ده، چې د سولې راوړونکو ملا وروتړو ترڅو ملت مو دغې لوړې څوکې ته په رسیدو سره ژوند ته بدلون ورکړي.
که د ټولنې دولت په یوه ساحه کې د صنعتي پارکونو جوړول غواړي؛ اړینه ده، چې د ټولنې وګړي ورسره مرسته وکړي. د صعنتي پارکونو جوړیدل مو په ژوند کې د پرمختګ اوچت ګامونه دي.
دا هم ډیره اړینه ده، چې د لیکنې او وینا پرمهال د ژبو او ادبي اړخونو سره سره په دې فکر وشي، چې څه شی لیکم او څنګه یې ولیکم. که پېغام څرګند، د پوهاوي وړ، اړتیا لرونکی، او په تاریخ تېر نه وي؛ نو لیکنه او وینا ښه اغېز کولای شي.
پای
۱۳۹۴ سرطان ۵ جمعې ورځ