تاند- افغانستان نن په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان سرحدي پولیسو د ډزو او د افغانستان په خاوره کې د هغوی له لوري د پوستې د جوړولو د هڅې په وړاندې یې شدید احتجاج وکړ.
په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین وروسته له دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او د افغانستان رسمي احتجاج وروسپارل شو چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو د افغانستان د سرحدي پولیسو یو قومندان نجیب الله ووژل شو.
د افغانستان د باندنیو چارو د سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي ابرار حسین ته د پاکستاني پوځیانو پر ډزو د افغانستان ژوره او جدي اندېښنه ښکاره کړه.
ښاغلي حکمت کرزي د پاکستان اقدام د نړیوالو قوانینو او دیپلوماتیکو اړیکو خلاف وباله او د پاکستان له سفیره یې وغوښتل چې له خپل حکومته وغواړي چې فوراً داسي ګامونه واخلي څو پاکستاني ځواکونه بیا دا ډول اقدام ونه کړي.
ویل شوي چې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د افغان سرحدي قومندان نجیب الله د شهادت ترڅنګ څو پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي. ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو ټپي شویو پوځیانو شمېر ۶ تنه یاد کړی خو ځیني نورې وايي چې دوه پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي.
د نجیب الله جنازه د سلګونو خلکو په بدرګه خاورو ته وسپارل شوه.
مونږ په داسی حال کی چی د شهید نجیب الله قوماندان شهادت د افغانستان زړه ور ملت ، د هغوی کورنۍ او خپلوانو ته تسلیت وایو، د پاکستان دا تحریک آمیزه او تجاوزګرانه عمل غندو. هیله ده چی د افغانستان دولت د شهید کورنۍ له پامه ونه غوځوی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمی سرحدی پوله نشته او د پاکستان له زیږیدنی یعنی 1947 تر نن پوری دواړه خواوی صرف د فرضی « دیورند » کرښی په اساس یو بل سره د ګاونډی په توګه روابط تنظیموی. دواړه لوری باید د قضیی د نهایی حل پوری له داسی عمله چی یو دبل د غوسی او یا د تشنج لامل ګرځی ، ځانونه وساتی.
پاکستانی لوری حق نه لری په خپل سر هرچیری چی وغواړی سرحدی پوستی جوړی کړی. که دوی په خپل سر نوی پوستی جوړوی دا له نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف کار او تجاوز شمیرل کیږی. ځکه دوی د مقابل لوری ګټی په نظر کی ندی نیولی او د بل هیواد خاوری غصبول یا نیول مستقیم تجاوز شمیرل کیږی.
د افغانستان دولت ته پکار ده چی خپلی سرحدی پوستی تقویه او د پرسونل له لحاظه تل اکمال کړی او د پنجابیانو تحریک آمیزه فعالیتونو مخه ونیسی.
لعنت دې وي د پاکستان په ترهګره استخباراتي شبکه آی ایس آی او د پاکستان په ملعون پوځ چې دا ۳۷ کاله افغانان په بېلابېلو نومونو وژني.