تاند- وسله والو طالبانو نن په غزني ولایت کې اووه سیمه ییز پولیس په یوه برید کې ووژل.
د غزني د والي ویندوی شفیق ننګ رسنیو ته وویل، نن سهار وسله والو طالبانو په ماشینګڼو او راکټونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید وکړ.
د ننګ په وینا دې حملې نیم ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۷ سیمه ییز پولیس ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
ننګ وویل چې په دې پېښه کې یو داوطلب کلیوال ژوبل شو.
د غزني د والي په وینا په برید کې ۳ طالبان هم ووژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
طالبان عموماً پر هغو پوستو زیات بریدونه کوي چې د پولیسو شمېر پکې لږ وي. ویل کېږي چې تېر کال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره پولیس وژل شوي دي.