خبرپاڼه
تاریخ: 11 سرطان ۱۳۹۴
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د کندهار او هلمند ولایتونو د ولایتي شورا، قومونو او مدني ټولنو له استازو سره د یادو ولایتونو پر ستونزو خبري وکړې.
په دغه لیدنه کي چي نن ماپښين وسوه، د هغو ولایتونو خلکو د روان سیاسي وضعیت، امنیتي حالاتو، بې کارۍ، اقتصادي وضعي، د لویو لارو جوړوني، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د پیل او تعلیم او ځوانانو په اړه خپلي اندېښنې او غوښتني له اجرائیه رئیس سره شریکي کړې.
دوی له اجرائیه رئیس څخه وغوښتل، چي د سهیلي ولایتونو د امنیتي حالت ترڅنګ دي هلته په لیري پرتو ولسوالیو او ساحو کي تعلیمي وضعیت او د کار موندني فرصتونو ته لازمه توجه وکړي.
یادو استازو د بې کارۍ له زیاتوالي د خلکو اندېښنې شریکي کړې او له حکومته یې وغوښتل، چي دې برخي ته اړینه پاملرنه او اقدامات وکړي.
دوی په حکومتي پوسټونو کي د ځوانانو د ونډي تبارز غوښتی او همداراز یې د برېښنا تذکرو په ویش کي د حکومت له ټکني اقدام څخه نارضایتي څرګنده کړه.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار او هلمند له یادو اوسېدونکو سره په ننۍ لیدنه کي هغوی ته د روان سیاسي وضعیت په اړه وویل، چي افغانستان د تیرو ولسمشریزو ټاکنو وروسته یو داسي حالت ته رسېدلی و، چي د اوسني حکومت پرته بله لار یې د ستونزي حل نسوای کېدای.
هغه زیاته کړه، چي حکومت له څو لویو ستونزو سره مخامخ دی، چي په تدریجي توګه به هر یوې ته توجه کوي او حالت به مثبت لوري ته پرمختګ کوي.
ډاکټر عبدالله وړاندي وویل، چي حکومت د اوسنیو ستونزو د منځه تګ لپاره څو لوی پروګرامونه لري، چي په تطبیق سره به یې امنیت ترڅنګ د بې کارۍ ستونزه هم رفع او اقتصادي وضعیت به مو ښه سي.
اجرائیه رئیس وویل د ملي یووالي حکومت متوازن پرمختګ ته ژمن دی او ډېر تمرکز یې پر هغو ساحو دی، چي تېر کلونه پکښي زیات کار نه دی سوی.
نوموړي یادونه وکړه، چي د برېښنايي تذکرو د وېش پیل هیڅ راز قانوني او عملي ستونزه نه لري او حکومت به ډېر ژر دې برخه کي هم عملي اقدام وکړي.