خبريال:حکيمي

نن د پنجشنبي په ورځ   د جولای د مياشتي پر ۲  مه نيټه په بلوچستان کي د افغان کډوالو په پنډغالو : لورلايي ، مسلم باغ ، سرخاب ، نوي سرانان او زړو سرانانو کي رسما د ښوونځيو د زده کوونکو څخه څلورنيم مياشتنۍ ازموينه پيل سوه.

چي دا ازموينه به د جولای دمياشتي تر ۱۰ مي نيټي پوري دوام ولري .

که څه هم ددي پنډغالو تعليمي پروګرام د کوچينيانودساتني اوروزني اداري ياسيف دچلډرن په غاړه دي

اوديادي اداري پرتړلودښوونکي او زده کوونکې پرروهيي منفي  اثرات ليدل کيږي

اوټول افغان کډوال دحکومت پاکستان څخه د يادي اداري د بيرته خلاصون غوښتنه کوي

خوکله چي مي ددي ازمويني په خاطر د ځينو ښوونځيو څخه ليدنه وسوه  ، نو د زده کوونکو شمير د پخوا په شان وو

د يادي ازمويني په اړوند باندي مي په بلوچستان کي د افغان کډوالو دځوانانو او ښوونکو دټولني د مشرښاغلي ظاهر پښتون څخه مي وپوښتل  : چي پخوا تر دي مخکي اکثره زده کوونکي ازمويني ته نه حاضريدل ، په  ښوونځيو کي د زده کوونکو غير حاضري زياته وه  ، اوس يي  څرنګه  ارزيابي کوی،؟

ددي پوښتني په ځواب کي ښاغلي ‌ظاهر پښتون را ته  وويل :« چي په دي موږ ټول افغانان او خاصتاَ ښوونکي  ډير خوښ يو چي نن نسبت پخوا ته  زموږ د زده کوونکو د زده کړې او د غير حاضری د مخنيوي  فيصدي ډيره اوچته سوې  ، د کډوالی په داسي شرايطو کي زموږ د هڅو سره  نن ټول افغان کډوال د خپلو بچيانو د تعليم او زده کړي په هڅه کي دي ، نن هر پلار د خپل بچي زده کړه غواړي .

يوه خبره راڅه هيره نه سي چي ستاسي د رسنۍ له لاري يي بايد د پوهني د وزارت اود ملګرو ملتونود کډوالو اداري  ومخ ته کښيږدم : چي دا وخت موږ په بلوچستان کښي په  ۱۲ پنډ غالو کي چي د ( ېو ، اين ، ايچ ، سي ، آر) او د کډوالو اړوندو ادارو سره رسميت لرو .

دټولو اړوندو ادارو په شتون او نظارت کي دا وخت زموږ (۲۰۰۰)  تنه د ښوونځيو زده کوونکي ، چي عمرونه يي د  ۱۸ کالو څخه ډير کم دي مګر د خښتو موښلو په بټيو او ياهم د کولې په را کښلو کي کار کوي ، نو يادي اداري بايد زموږ د ماشومانو پر مخ پرتي ستونزي  حل کړي .

زموږ ټول افغانان په دي پوه سوي دي چي ، ټوپک زموږ د آبادی نه بلکي د بربادۍ وسيله وه اوده ، بايد موږد آبادۍ او سوکالۍ لپاره د قلم څخه کار واخلو او د نړۍ د پرمختللوهيوادونو په کتار کي ودريږو».

د نوموړي له خبرو وروسته چي مي د زده کوونکو بي ساري کډون وليد  رښتيا هم په داسي چاپيريال کي د دومره زده کوونکو و درس ته اماده کول ، د يادو پنډغالو د ځوانانو او ښوونکو د هلو ځلو نتيجه ده  او له څښتن تعالی نه ورته بريا او نور توان او طاقت غواړم ،چي د خپل درديدلي ولس لپاره همداسي د خدمت مصدر وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *