لږ مخکې:
کله چې زه د ميلان په هوايي ډګر کوز شوم، شاوخوا دنيا له هغه دنيا ډېره بدله وه چېرته چې ما سهار د الوتکې په لور پلونه اخيستي وو، ميدان په رنګه اشارو سمبال، سړکونه يې د شيشې په شان پاک او تک تور او بيا په يوه شېبه کې د کابل د خواجه رواش او د اوسني حامد کرزي نړيوال ډګر ته تللی وم، هلته زوزان اوس هم د سړک په غاړه ولاړ دي، دلته شين چمن دی، هلته چې تياره الوځي، لکه سړی چې په لاره تيندکونه وهي، خو دلته لکه ماهي چې په اوبو روان دي، سړی درک کولی شي چې موږ ولې وروسته پاتې يوو او ولې ددوی تر ځایه نه شو رسېدلی، په مېدان د ښکته کېدو سره سم د لطيف ننګرهاري هغه مشهوره سندره را تر غوږ شوه( لندنه تا باندې يې نه ورکوم).
ريښتيا هم موږ په خپل وطن کې ډېر سکون اخلو، د ناامنيو او خرابيو سره سره هلته هوسا يوو، خو کار دلته شوی، له معنويته که ور هاخوا شو، يواځې همدا د ميلان هوايي ډګر چې شايد د اروپا وروسته پاتې هوايي ډګر وي، له هغه ډېرو ولايتونو ډېر ښه جوړ شوی وي چې موږ پرې هلته حساب کوو.
دلته ماته څو شيان سترګو ته ودرېدل، خپله بې وسي، زموږ د خلکو ناپوهي او د يو بل پر وړاندې مقاومت او درېدل، ددې ځای خلک د قومي، سمتي او ژبني تبعيض پرته خپلو هېوادونو ته کار کوي او موږ درګرده لګيا يوو، د يو بل له پښو شګې باسو. پرون يو ملګري راته په فسبوک کې ویل چې څو ملګري يو دفتر ته د ازموينې لپاره تللي و، خو يو يې نه و بريالی شوی او هغه بل چې په اصطلاح ښه ادیب او شاعر هم ځانته وايي، ویلي چې ښه ده فلانکی خو هغه ځای کې بریالی نه شو. همدا زموږ ټول فکر او سوج دی چې څنګه بل ته کنده وکينو او ورته يې ور غوځار کړو.
ماته زموږ د تېرو څلوېښت کلونو کېسې هم را په زړه شوې او هغه تصويرونه چې په کيسو کې مې اورېدلي، يو ځل بيا زما سترګو ته ودرېدل چې لمبو يې زموږ اکثره هستۍ سوځولي دي.
ماته ځان د هغه مرغه په شان ښکاره شو چې يو ناليدلي جهان ته تللی وي او بيا شاو خوا ټوله فضا ورته دومره رنګينه وي چې لاره په کې نه شي معلومولې، بوډۍ مور چې په لاره مزل هم سم نه شو کولی، زما د چټکو ګامونو پسې نه شوه رسېدلی او زه د سوجونو په دنيا کې لږ وړاندې تللی وم چې فکر مې پر ځای شو او په بيړه مې شاته وکتل، هغه لرې را روانه وه، په خوږه دری يې راته ويل چې منډې مه وهه، زما پښې کار نه کوي، دومره چټکه نه شم در تللی او بيا يوه شېبه منتظر شوم چې هغه دعاګوی را ورسېږي، سل او زر دعاګانې يې راته وکړې او د هغې ترحم او سله رحمي مې هلته وليدله چې د ټرازيټ په وخت زما د کاليو بکس شکېدلی و او د را پورته کولو په وخت کې مې لاز زخمي شو، نو حوصله يې وبايلله، خپل لاسي بکس يې ژر ژر وپلټه او دستمالونه يې را وويستل، صدقه دې شم، ټول له تا قربان دي، خدای دې مه ژوبلوه، د خپلې مور مينه او خلوص مې را تر سترګو شو، هغه يواځې په دری غږېدله، خو مينه يې بيخي زما د خپلې ادکې په شان وه او د دعاګانو د يو شمېر بارونو سره يې رخصت کړم، خدای دې يې ژوندۍ لري.
د هغوی د رخصت سره مې سترګې په يو ببر سري نفر ولګېدلې چې موږ ته يې شا وه، خو ما يې په لاس کې ليکل شوی نوم ولوسته، تر دې ځايه په يو ډول تشويش کې وم چې ډېرېور به کوم ځای ولاړ وي، که د کابل هوايي ډګر ته ځې، خو ډرېور به درته د لومړي ترمينل سره ودرېږي او تر هغه ځايه لس پنځلس منټه مزل بايد پيا ده وکړې، خو دلته د ميدان په دروازه کې کسان ولاړ و او ډرېور هم بورډ په لاس کې نېولی و، تر څنګ يې ودرېدم، په انګليسي مې جوړ په خير وکړ، خو هغه د سر په اشاره راته وويل چې دا ته يې؟ زه پوه شوم چې بس ماما په انګليسي کې نه دی او بيا يو ځای ور سره تر موټره روان شوم، کور يې اباد زما بيکونه يې په منډه تر موټره ورسوه دروازه يې راته پرانیسته او خپل موټر ته را تاو شو، ويښتان يې په سر پاسه اړولي وو، ګلګوتي ويښتان يې وو، خو تندی يې خالي وو، د شپې روښانو ګروپونو کې يې ځلا کوله، خو نيم ساعت مزل مو په خاموشۍ کړی ، موټر کې د کيناستو سره سم د نړېوالو ورزشي خبريالانو د فدراسيون مشر چې تر دې ځايه يې ما د دکتاتورۍ او دبدبې کيسې اورېدلې وې زنګ ووهه او ډرېور ته يې وويل چې سائر ته ټلفون ورکړه، په مينه ناک غږ يې ستړي مشي را سره وکړل او ويې ويل چې راحت راشه ښه سفر ولرې.
جيوني ميرلو چې د لسو کلونو را هيسې ددغه فدراسيون مشري کوي، زموږ په ټولو خبريالانو کې مشر دی، له نږدې مې نه و ليدلی او دده په اړه افسانوي کيسې مې اورېدلې وې چې چا سره خبرې نه کوي، هره خبره يې يو ځل وي او په ۱۲۲ هېوادونو کې داسې څوک نيشته چې ده سره په مسلسل توګه خبرې وکړي، خو د ټلفوني خبرو وروسته راحت شوم او بيا د هوټل مخکې په غاړه ستړي مشي، په ولي زور او په مسکۍ ژبه خبرې يې بيخي هيله بخښونکي وې . د شپې دولس بجې وې چې زه د هوټل مخې ته پياده شوم، هغه له وړاندې دلته ولاړ و، سپينې عينکې يې په سترګو وې، وېښتان يې نيم سپين او نيم تور دي او په خورا حوصله يې په لنډو ټکو کې را سره روغبر وکړ چې سفر مې څنګه و؟
ماته داسې ښکارېدله چې د پېښور په کومه کوڅه کې ولاړ يم، خو د پښو لاندې ځمکې مې بېرته دا خبره ردوله، دا ټول سړک په خښتو پوښل شوی دی، خو کثافت پرې نيشته او آن څوک يې خاوره هم نه شي ليدلی، او زموږ د چهل متره سړکونو په شان لوی هم نه دي چې لس موټره په يوځای پرې حرکت وکړي.
نور بيا….