زما د ماماخیلو د کلي پر سر به هر کال د دوبي په موسم کې یوه څو خاصي کورنۍ راتلي هلته به یې اړول تر ډیره به هلته استوګن و.
یوه کورنۍ، چې مشر یې سرور نومیده، تر ډیره په یوه کور کې دیره و.
د سروره اکا ښځه مریضه وه خو مریضي یې سخته وه د کلي ښځي به یې پوښتني ته ورتلې خو بالاخره د ښځي نور د ژوند شپه تمامه وه په دغه ورځ چې زکندن یې دی د کلي ښځي ورغلي دې دا ډیره په تکلیف وه.
سرور اکا هغه خواته ناست دی یوه دوه کوچني بچیان یې دې هغه له هغه خوا پر مریضه مور را ږغ کړي :
ها خیالي ککۍ موږ مړۍ په څه شي پوري وخورو؟
سرور اکا ورته وایې:
زهر وخورئ مور مو پر څه حال ده تاسو پر څه؟
کیسه مو تر دغه څو کلنو وږو رایاده شوه څو لسیزي کیږي په هیواد کې مو ښه په خرپ غوبل روان دی دلته لږ شمیر کسان ناست دې د قوم،قبیلې،سیمي،حزب،مذهب او دین په نامه یې تجارت روان کړی دی هر څه یې تباه کړه داسي یو ارزښت یې راپرینښود چې په هیواد کې ټول ورباندي راټول شو.
نړۍ ته یې هم بدنام کړو په خپلو کې یې هم ښه سره بې باوره کړو اوس چې نړیوالو ته د هیواد ستونزي ورمخ کړې ورته یادونه وکړي وایې په افغانستان کي فساد دی،جنګ او نا امني ده.
اوس سوال دا دی چې هیواد مو تر دې حالته چا راورساوه؟
زموږ نوم نړیوالو ته چا د فاسد،بې کفایت،نالایق،قاتل،غاصب، ورانکاري…او داسي نورو نومونو بد کړ؟
ایا زموږ ټول هیوادوال همداسي دې که د ګوتو په شمیر کسان؟
دلته به زموږ د راتلونکي نسل ژوند بیا هم دداسي ناخوالو،دردونو،کړاونو او رنځونو ښکار وي؟
هغه چې دلته یې په هره بده کې لاس دی او زموږ راتلونکی ګواښي د نظام ګټي یوازي او یوازي د ځان حق بولي او بل هیڅ یوه ارزښت ته قایل نه دې.اوس دهیواد ځوانان او روشنفکران باید هغوي وپېژني د هغوي له ملګرتوبه لاس واخلي ځکه هغوي دلته په هر فساد کي لاس لري هغوي په ژوند نه غواړي چې موږ د یوې سالمي اداري او سالم هیواد خاوندان شو.
که نه هیواد مو د زکندن تر حالته چا راورساوه؟ نن چې هیواد مو د زکندن پر حالت پروت دی ولې دی باید تري خپل وږی نس موړ کړې دوي اوس سخت وږي شوې دې ولې دوي اوس مړۍ په شي پوري وخوري ؟ ټول ولس وږی، تږی، خوار،ناامنه، دردمن، رنځور، کنډ اوکپر پروت دی ولي دوی هیڅ پروا نه لري د نورو به نه وایم په دې دیارلس کاله کې چې ځینو په هرنامه ووهلي میلیونران شول نن هغه تر ټولو ډیر وږي دې، ددوي دوزخي خیټي د امریکا او نوري نړۍ په دومره پیسو چې دوي چور کړې نه شوې ډکې خو اوس هم د لوږي چغي وهي لا ماړه نه شو، لا نور ښه وږي شو ددې پر ځاى چې دوي باید نن حساب ته کش کړاي شوې واي لا نوري غورې وهي ګواښونه کوي ونډه وال حکومت او خپله ونډه غواړي،غټه پلنډه غواړي.
دا د مړیدو وتلي دې چې د ډالرو د چاپ ماشین ورته پر کور ډالر چاپوي هم به پرې ماړه نه شي.
ازلي وږي نه مړیږي.
ماته هغه دجهاني یو دوه بیته رایاد شول تر دې وږو.
د ازله یې ښه ورځ لیدلې نه ده
په پرون او پرونیو پسي ژاړي
دا قسمت دی دبدبختو افغانانو
تل زاړه کفن کښان له خدایه غواړي