تاند- د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندوز کې خپل روغتون ته د افغان امنیتي ځواکونو پر ننوتو اعتراض وکړ.

ویل شوي چې د افغانستان خاص امنیتي ځواکونه په کندوز کې یوه روغتون ته په دې ادعا ننوتل چې په دغه روغتون کې د القاعده شبکې یو غړی بستر شوی دی.

دا روغتون د بې سرحده ډاکترانو له لوري اداره کېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې تراوسه پوري څرګنده شوې نه ده چې خاصو افغان ځواکونو پر روغتون د حملې په ترڅ کې څوک نیولي او که یې نه دي نیولي.

ویل کېږي چې د بې سرحده ډاکترانو په روغتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو ټپیان هم درمل کېږي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنه وايي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د دوی تر ادارې لاندې روغتون ته ننوتي او تاوتریخوالی یې کړی دی. دې ټولنې نه دي ویلي چې څه ډول تاوتریخوالی.

دوی یوازې ویلي چې ډاکترانو یې له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې روغتون ته داخل نه شي خو هغو د دوی د غوښتنې پروا نه ده کړې.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د کندوز ولایت په دغه روغتون کې د اعتراض په دود خپل کار موقتاً درولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *