نوې ټکنالوژي

لینکا وویل:

« ټکنالوژي د ځوان او زاړه فکر سره بیلوي نو ویریږم که زړه شمه له نورو سره به په خبره نه پوهیږمه »

لینکا چې دا خبره وکړه ویې خندل او د مخ ګونځې یې لکه موج کړۍ کړۍ شوې.

ما ورته وویل:

ـ زه بیا ډاریږم چې زوړ شم بل ته به محتاجه شم

لینکا په غاړې کې تړلی دستمال پرانیست او د غاړې پر ګونځو یې واچاوه، بیا یې وویل:

زه چې دې ټکنالوژي ته ګورمه ویره راته پيدا شي چې په ځان به خبر نه شو زاړه به شو

ما یې ویښتو ته وکتل. زیړ ویښته یې زما د رنګیدلو ویښتو په څیر له بیخه سپین شوي وو. دې پر سر لاس تیر کړ، ویښته یې سره سم کړل او چې زه ترې راولټیدم پر تندي مې لاس کیښود. لینکا وپوښتلم:

– ښه یې؟

– سترګې مې تورې شوې

– فشار وګوره د عمر له تیریدو سره فشار ښکته پورته ځي

– نه دومره خو لا نه یم زوړ خو له سهاره تر ماښامه کمپیوټر ته ناست یم سترګې مې کمزورې شوي

دې وخندل وړې شنې سترګې یې د مخ په ګونځو کې سره ورغلې.

پای، پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *