د وردګو د والي حیات الله حیات لومړني فعالیتونه د ستایلو دي، پر دولتي ادارو وګرځيد، د بېلا بېلو ولسوالیو له خلکو سره یې وکتل او بالاخره یې په میدانښار کې د هټیو څارنه او د ښار لیدنه هم وکړه؛ خو…

والي صیب! موږ غواړو تر میدانښار لږ ور هاخوا په سیداباد،جغتو ، چک او جلګه کې هم د خلکو حال واخلې.

له بیچاره کروندګر او بڼوال سره په پوله وګرځي او د هغه کورنیو احوال هم واخلې، چې د جګړې له لاسه د سهار او ماښام خواړه نه لري.

امنیت مو تر هرڅه لومړیتوب دی، ولس درسره مل دی او که هڅې وي بریا خامخا په لاره ده.

 هیله لرو د تېرو والیانو په څير د څو قومي غلو، د ګوتو په شمېر فرهنګیانو ،مدنیانو یا نورو هغه کسانو په لومو کې ګیر نشې چې شخصي ګټې ورته هر څه دي او له کابله د وردګو د حقوقو نغارې غږوي.

په دولتي ادارو کې ګومارنو ته پام اړین دی، اهل خلک باید پر دولتي بستونو کار وکړي، تر دې ورسته باید د وردګو دولتي ادارې په دوولس بجې  قلف نشي؛ غواړو په ټاکلي وخت کار پيل او پای ته ورسوي.

د هغه هوايي ښوونځیو پوښتنه هم ضرور ده چې په نا امنه ولسوالیو کې یې امتیازات د څو ښاغلیو په جیبونو کې لویږي. ( په چک، جغتو او سیداباد کې یې ګڼې بېلګې شته.)

د طبیعې زیرمو په اړه باید یو ځل خپل مامورین وپوښتې، د جلګې د ګچو کان چې عواید یې د ټوپک شپیلۍ ته لویږي یو ځل وګوره.

د ولسوالیو په روغتونونو کې مو تر لومړنیو مرستو هاخوا څه نشته، پکار ده چې هره ولسوالي یو عصري روغتایي مرکز ولري.

په اتو ولسوالیو کې شنې او سړې خونې فعالې کړه چې میلونونه ډالر پرې لګیدلې خو تر اوسه ترې بڼوال او کروندګر ګټه  نه ده اخیستې ( بیلګه یې د سیداباد د زیږو سره سړه خونه ده.)

امنیتي مسوولین د خپلو جزوتامونو جدي تعقیب ته اړه کړه، ځکه په یو شمېر سیمو کې خلک له ټیټ پوړو امنیتي کسانو ناراضه دي. ( د هفت اسیاب سیمه یې بېلګه ده چې د پوځ منسوبین د ښوونځیو په ماشومانو ماینونه وباسي)

د لویې لارې پر سر  او ولسوالیو کې پراته سیمه اییز پولیس چې له  لویو موټرو میوې کوزوي، یا شخصي زندانونه لري یو ځل و ارزوه. (حیدرخیلو پوسته یې په سیداباد کې بیلګه ده او په جلریز کې تازه د زندان کېسه راوتلې)

د چک برېښنا بند، د ګوربت بند سروې او د اوبو د ذخیروي سیستم جوړل هم دا ډير کلونو له چارواکو هیر وو، هیله ده ستا د میز تر سره در ورسیږي.

په نرخ او جلریز کې د تاریخي ابدو د قاچاقبرانو مقابله هم په خپل نوملړ کې ولیکه.

په ټوپ کې پوهنتون او په میدانښار کې دارالعملین باید د هېواد په کچه علمي مرکزونه شي.

د لویې لارې په اهمیت، د ځمکو د غصب او فساد په زیان تر موږ ته ښه پوهیږې او ښايي مناسب پلانونونه ورته ولرې.

وړاندیزونه زیات دي؛ خو ورستی وړاندیز د خپل مسلک په اړه کوم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست باید اړ شي چې په وردګو کې له رسنیو سره ګډه همکاري وکړي، نوې خپرونې پيل کړي او د ټوپ دښتې د پولیسو په رونیز مرکز کې له آیساف نه پاتې یوه راډیو فعاله کړي، چاپې خپرونې منظمې او نور په غونډو کې د لافو پر ځای حقیقوتونه ووايي.

نیکې کړنې د ستایو، د رغونې لپاره سالم وړاندیزونه درته کوو؛ خو که خدای مه کړه قانون تر پښو لاندې کیده یو د بل پروا به هم نه کوو.

درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *