ډیرۍ ځوانان غواړي چې په تلویزیون راښکاره شي، د خلکو په مخ کې خبرې وکړي، د خلکو احساسات په خوځښت راولي او په پایله کې ځانونه د یوه اغیزمن ویناوال په هنداره کې وویني. موږ ټول پوهیږو چې د اغیزمن رهبر په توګه مو باید ښه وینا هم تمرین کړې وي. خلکو ته واضح پیغام رسول د ښې وینا ځانګړنې دي، لاندې ځينې هغه فکټورونه دي چې په عملي کولو سره یې کولی شو ښه وینا وړاندې او ځان اغېزمن ثابت کړو.
۱: وینا مو معمولا د ځان د پیژندنې او یا هم د اجنډا څخه مه پیلوئ، هڅه وکړئ چې د موضوع سره په مطابقت کې یو ښه متل، ښه ضرب االمثل ، جالب مالومات او یا هم د یوې ټوکې په وړاندې کولو سره پیل کړئ. ګړندۍ خبرې مه کوئ ځکه معمولا څوک چې د وینا په مهال د حاضرینو د تاثیر لاندې راشي، تیزې خبرې کوي.غواړي چې وینا یې ژر پای ته ورسیږي. که تاسې د تاثیر لاندې هم نه وی ، ګړندی خبرې کول مو ښايي داسې چې تاسې خپلې موضوع ته اهمیت نه ورکوی ، تعبیر شي.
۲: د ډاډه او اغیزمنې وینا لپاره مو باید د لغتونو ذخیره پیاوړې کړئ. د لغتونو د ذخیرې د زیاتولو لپاره غوره لاره د کتابونو مطالعه او لوستل دي. په اوسني وخت کې د تلویزیون په راتګ سره د کتاب او یا هم د چاپي اثارو لوستل له کمښت سره مخامخ شول. مطالعه باید په هغه برخه کې چې تاسې غواړئ پرې وینا وکړئ ، ترسره کړی. باید د خپلې خوښې لیکوال مو پيدا او د هغه اثار ولولئ.
۳: هیڅ وخت داسې کلمه مه کاروئ چې په مانا یې نه پوهیږی . دداسې کار په ترسره کولو په خلکو باندې د مثبت اغیز په ځای منفي اغیز کوی او شخصیت ته مو زیان اوړي. د وینا څخه وړاندې خپل غږ ثبت کړئ، څو ځلې يې واورئ، بیا ځلې یې تمرین کړئ څو د وینا په مهال درته خپل غږ پردی ښکاره نه شي.
۴: د وینا په مهال هیڅ غیر واضح جملې لکه د پریکړې وروسته چې زه نه پوهیږم خو ښايي دا کار ترسره کړم او یا هم زه فکر کوم دا کار به ترسره کړم، ، که پریکړه مو نېولې وي باید واضح او ښکاره یې ووایئ. که په کوم کار بلد نه وی، ښکاره یې کړئ. دې کار باندې نه پوهیږم، تر اوسه مې نه دی ترسره کړی خو یوه لاره به ورته پیدا کړم! خبرې مو باید په ډانګ پیلې وي.
۵: د خبرې په مهال د حاضرینو په اړه ټیټ فکر مه کوئ- ښايي هغوی ډیر وپوهیږي، هغوی ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې په اړه شک وکړي. که د کوم کار په ترسره کولو نه توانیږي او یا هم پاتې راغلی وې نو بښنه غوښتل هم ښه کار دی خو بښنه مو باید ډیره په تفصیل سره نه وي چې په راتلونکې کې د بیا اړتیا په مهال ستا بښنه که بیا په دومره تفصیل سره نه وي، خلک مو په بښنې سره شکمن کیږي او د بښنې ارزښتت مو کمیږي.
۶: د خبرو په مهال مو باید دخپل غږ لوړوالي او ټیټ والي ته پام وي. په ځینو کلمو باندې فشار او د جملې د سر او پای مو باید د غږ کچه یو ډول وي. د خپلو خبرو ویډیویي انځور واخلئ، څو ځلې یې واورئ که اړتیا وي نو سمون پکې راولئ.
۷: د خبرو کولو وړاندې فکر وکړئ. ډیری خلک دا ستونزه لري. کله چې د وینا په مهال درڅخه کومې خبرې هیرې شي نو له حاضرینو څخه وخت وغواړئ- هغوی ته ووایئ چې تاسې ته دفکر کولو اجازه درکړي- یا هم شل ثانیې چوپتیا غوره کړئ ، ښه پرې فکر وکړئ، خبرې مو راغونډې کړئ بیا پیل وکړئ. چوپیتا او لږ ځنډ کولای شي چې د حاضرینو د توجه په راغونډولو کې درسره مرسته وکړي. ځینې وخت لږ ځنډ د حاضرینو د پاملرنې د راجلبولو لپاره غوره لاره وي.
۸: یوه ګروپ ته د خبرو کولو په مهال د هغوی سره د سترګو تماس ولرئ- ځینې خلک دا ډول تماس سره هوسا نه وي، نه شي کولای د چاسره مخامخ د سترګو تماس ولري هغوی کولای شي چې د سترګو په ځای د هغوی پوزې ته وګوري، د هغوی ټنډي ته وګوري، د لږې فاصلې په شتون سره هغه ستا د کتلو د نقطې په توپیر هسې هم نه پوهیږي خو د سترګو تماس په مقابل لوري باندې د اغیز لپاره غوره لاره ده.
۹: په ځان باور ولرئ، په رواني لحاظ سره چمتووالی ولرئ. تمرین وکړئ- په یاد ولرئ چې لغت او یا هم کلمې داسې لکه وسله اغیزمن کیدلای شي- خلکو ته د زیان لپاره هم کاریدلی شي او د خلکو خوندیتوب لپاره هم کاریدلی شي خو په ټول کې زما په اند د اړوندې موضوع په اړه پوره مالومات لرل هم کولای شي چې وینا مو اغیزمنه ثابته کړي.