ړوند او کوڼ مخلوقه! خلک مو پر سرونو او وینو باندې تجارت کوي، خو تاسو لا همغسې ګنګس منګس پاتې یاست.
سبا به مو بیا توپکونه پر غاړو او راکټونه پر اوږو وي، ډزوئ به یئ! څه کړې چې افغانان رښتیانی هم یو د بل دښمنان دي. خوشحاله به یاست چې پخپل قوم مو ننګ کړی، د خپل ګوند او رهبر ملا مو ورتړلې او د خپل شملور مشر او قومندان له قومندې مو سرغړونه نه ده کړې.
خو کاشکې همدغه اصلیت او حقیقت وای، چې تاسو یې ګڼئ؛ هغه څه چې په سترګو وینئ او هغه څه چې تر شا روان دي بلکل سره متفاوت او متضاد دي. که یې نه منئ، همدا اوس یې ښه وخت دی، ورشئ په شیرپور کې د جمعیتي قومندان جان محمد د کور په دوروازه کې ودریږئ، وبه وینئ چې د یو څو میله وسلو ویر ته کوم شملور، کوم لستوڼور، کوم برېتور او کوم ږیرور ورمات دي، که د لږ مهارت خاوندان یاست یا مو لستوڼی غوړ وي، نو کولی شئ ددغې سناریو ننداره په ژوندۍ بڼه وکړئ! بیا به مو باور وشي، چې هلته شملې خپل ارزښت او درنښت څومره ساتلی؟ او لویو لستوڼو او ډبلو بریتونو څومره خپل شان او غرور په پام کې نیولی دی؟
په خدای د شرم ځای دی، ستاسو په کور، کلي او ولسوالۍ کې د میاشتې یو ځل بمباري کیږي، په لسګونه جنازې وځي او په سلګونه کورنۍ ورسره په غم او ویر اخته کیږي، آیا کومه ورځ د همدې ډلې کوم یو ښاغلی چا لیدلی، چې له دغو ویرونو نه یې په یوه کې هم له لېرې نه ځان شریک بللی وي او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې وي؟ او داسې لکه ستاسو مشران چې له نږدې نه جار او قربان کوي، بیخي لېرې خبره ده!
لږ راويښ شئ! دوی د خپلو ناولو ګټو په خاطر پر یو ټغر باندې زنګون په زنګون کښېناستلی شي او د همدغو ګټو په خاطر بیا د مخالفت په نوم ما او تاته توپک راکولی او بېرته یې زما او ستا پر سینو باندې تشولی شي.
چې خبره رانه اوږده نشي، پرون زما یو ملګری را په څنګ شو، پخپله راوکټېد، ویل یې چې د جان محمد قومندان کره خواخوږۍ ته ورغلي ول، ډیر مخلوق ورمات و، شملور او برېتور هم ښه ډېر وتل او ننوتل، هر چا به خپله باټه وکړه، ډوډۍ به یې ښه ورته پلنه کړه، بیا به یې د خدای پامانۍ لپاره بېرته ځان ببر کړ او په وتو کې به په دروازه کې نه ځايېد.
ملګري مې د خپلو دوو مشرانو انډیوالانو خبره راواخیسته، یو د یوې قومي شورا فرهنګي رییس دی او بل یو جهادي قومندان.
ویل یې، لمړی جهادي قومندان پر خپلو بریتو ګوتې ورتېرې کړې، جان محمد ته یې کړل چې: قومندان صاب! ما ده خذمت استیم، پقط صدا کو، هیچ نباشه نیم ولایت مردمه بریت حاضر میکنوم.
ویل یې، جان محمد مازې سینې ته لاس یووړ او یوازې د شونډو پر سر یې یوه وړه مننه ترې وکړه. وروسته قومي رییس ته وار ورسېد، کړل یې: قومندان صایب جاجی صایب راست میګه، مخصد صدا کده میتاني، همیالې مه ده پغمان دو هزار نپر (نفر) موجهز داروم، ری نزن ما قطیت استیم…….
د قومندان په اړه زیات نه پوهیږم، خو جناب رییس زما کلیوال دی، ډېر ښه یې پېژنم، خوارکی له څو کالو راهیسې د شلو همیشنیو کسانو په ارمان دی؛ سل او دوه سوه خو بیخي ډېره لېرې او ناممکنه خبره ده او د دوو زرو باټه خو ولاکه پخپله استاد سیاف هم وکړی شي. ښاغلی رییس چې ځینو مجالسو ته ځي نو په کرایه باندې خلک د ځان سره بیایي، چې دا یې د خپلې بې غورۍ، خپلچارۍ او بې تفاوتۍ له لاسه دي.
سمه ده چې رییس خپله باټه وکړه او دا کار د هغې له وسې پورته دی، خو سپکاوی او ټیټ کاته یې چې خپل قوم ته وکړل، دا به څنګه شي؟ آیا د دغسې خلکو خپلسرې پرېکړې د زغم وړ دي؟
څوک به ورته پرتوګ وکړي! هغه خلک چې ستاسو په مړي پورې خاندي، ستاسو حق ناحقه ګڼي او خپله ناحقي حق بولي، ستاسو په کور او کلي کې د جنګ پر دوام خوښ دي او په خپل کلي کې یې د یو ډز کولو پړه هم بېرته پر تاسو در اچوي، خو بیا هم ستاسو رهبران د یو داسې شرموونکي پېښې ویر ته ورځي چې په هیڅ قانون کې جواز نلري او همدغه وسله چې په ډیپو کې خنسا کړی شوه، کیدی شوای څه وخت وروسته یې ستاسو وینې هم بهولې وای.