خبریال: عادل – د هلمند ولايت ښاري محکمې نن د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شاکر، چې خپله مېرمن یې وژلې وه، په يوه علني محاکمه کې په اعدام محکوم کړ.

محمد شاکر چې د محاکمې په بهیر کې پر خپل جرم اعتراف وکړ.

مؤظف څارنوال عصمت الله حنيف وويل، محمد شاکر پر خپل جرم اعتراف کړی او هيڅ روغتيايي ستونزه نه لري، د ده په خبره نوموړی بايد اعدام شي.

د محکمې پر مهال د مقتول پلار او ورور يې قاتل ته د سختې سزا غوښتنه وکړه، دوی وويل: څو وار يې د خپلې لور او خور د طلاق غوښتنه کړې خو محمد شاکر به انکار ترې کاوه او په  خپله مېرمن يې  ظلمونه کول چې بالاخره يې ووژله.

په همدې حال کې د محمد شاکر مدافع وکيل محمد حکيم رحيمي ياده محکمه غير عادلانه بولي او وايي چې محمد شاکر په نشه يي توکو روږدی دی او په داسې حالت کې يې خپله مېرمن وژلې چې په ځان نه پوهېده او نشه و.

د هلمند د لومړۍ ښاري محکمې رئيس قضاوتمند عبدالحليم مسلم وايي، د دوی څېړنې ښيې چې محمد شاکر خپله مېرمن وژلې او مقتول په خپل لاس د خپلې مېرمن وژل منلي هم دي.

مسلم وايي، چې د جزا قانون له مخې تورن کس ته د اعدام سزا اورول کيږي، خو دده په خبره تر دې محکمې وروسته هم شاکر کولی شي چې د استناف غوښتنه وکړي.

داسې مهال په لومړي ځل د خپلې مېرمنې د وژنې په تور تورن ته د اعدام سزا اورل کيږي چې په دې وروستيو کې هلمند کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې پېښې ډېرې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *