تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د سفر لپاره یو لړ شرطونه ایښي دي.

د راپورونو له مخې ولسمشر کرزي پرون د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز ته وویل چې له پاکستان سره به د اړیکو د ترمیمولو لپاره په لوړه سویه تر هغو خبرې ونه کړي چې د افغانستان یو لړ شرطونه نه وي پوره شوي.

سرتاج عزیز پرون د کابل د یو ورځني سفر په لړ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړه.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي پاکستان ته له سفر سره په اصولو کې موافقه کړې ده خو ټینګار یې په دې کړی چې یوازې هغه وخت به افغان پلاوی پاکستان ته لاړ شي چې د سفر بشپړه اجنډا جوړه وي لکه دا چې څرګنده وي چې سفر په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره څومره اغېزمن او جدي دی.

سرتاج عزیز پرون وویل چې پاکستان به له خپل نفوذه په استفادې سره هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې خبرې ترسره شي او په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

3 thoughts on “کرزی پاکستان ته د سفر لپاره شرطونه ایښي”
  1. کرزی صیب دا ستا اول ځل ندی چی داسی خبری کوی ستا سفر حیڅ معنی نه لری وسلام

  2. دا کارنامه دې مبارک شه پاکستانه! – نصیر احمد بصیرت
    نږدې څو شپېتو کلونه کیږي چې پاکستان زېږېدلی دی، د دغه هیواد حکومتونه له اولې ورځې راهیسې د افغانستان په ورانولو، له هند سره په دښمنۍ، نورو ګاونډیانو ته د دښمنانو په ساتلو کې اول نمبر دى، خو اوس دغه هیواد بل نوم هم وګاټه هغه هم داسې نوم چې په کار وو د پاکستان پرځای کوم نامسلمان هیواد ګټلی وای.
    پاکستان دغه نوی نوم د نړۍ په کچه د سکسي او جنسي ویډیوګانو د خپرولو او ډېر کتلو له امله ګټلی دی، چې په اسلام کې ناروا دي، خلک بدعملۍ، زنا او فحاشۍ ته هڅوي، ځکه خو په کار ده ورته وویل شي او مبارکي ور کړل شي، چې دا ناوړه کارنامه دې هم مبارک شه پاکستانه!
    د بیو ریسرچ په نوم یوې امریکايي رسنۍ په ټوله نړۍ کې د سکسي یا جنسي فلمونو، ویډیوګانو، انځورونو د لیدلو سروې اخستې ده او دا یې معلومه کړې ده چې په ټوله نړۍ کې دغه شیان ډېر په کومو هیوادونو کې کتل کیږي. د دې رسنۍ څېړنه او رپوټ وايي، چې پاکستان د سکسي ویډیوګانو، لوڅو فلمونو او تصویرونو په کتلو کې له افریقايي هیواد کینیا وروسته دویم هیواد دی چې په ټوله نړۍ کې ډېر دا ناوړه فلمونه په کې کتل کیږي او حکومت کوم بندیز هم نه پرې لګوي.
    دا رپوټ زیاتوي چې په پاکستان کې همجنسبازي هم دوه فیصده مینوال لري. هغه هم په داسې ملک کې چې د مصر او نایجریا په څېر ځانونه مذهبي بولي، خو دغه کار د سیکولر یا په مذهب نه ولاړو خلکو یا حکومتونو دی.
    د پاکستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرح اصفهانۍ له دې رسنۍ سره په خبرو کې دا منلې ده چې که څه هم په پاکستان کې همجنسي بازي منع ده، خو په سترو ښارونو کې دا مساله شته.
    هغې دا هم ویلي چې پاکستاني همجنسبازان له خپلو کورنیو یا خپلوانو بهر له نورو خلکو سره همجنسبازې ډلې جوړوي او دغه ناوړه کار کوي.
    پاکستان له دې وړاندې هم په فحاشۍ او زنا کې نوم درلود. ښه پته یې هغو افغان کډوالو ته لګیږي چې د پاکستان په پنجاب او کراچۍ کې یې وخت تېر کړی وي.
    نه دا چې په پاکستان كې د اسلام ضد دا کارونه روان دي او حکومت یې مخه نه نیسي، بلکې اجازه یې هم ور کوی. نږدې شپږ میاشتې مخکې د پاکستان حکومت په ملتان کې د چكله بازار زناکارو ښځو ته رسمي جوازونه وركړل او ماليه يې پرې وضع كړه. د پاكستان د قوانينو له مخې پر يو چا د ماليې وضع كول د پارلمان تصويب ته اړتيا لري. په پاكستان كې د فحاشۍ په ټولو مركزونو او كاروباريانو پاكستان ماليه وضع كړې او دا هغه څه دي چې د پاكستان پارلمان تصويب كړي چې مولانا فضل الرحمن او د نورو مذهبي ډلو زيات مشران يې غړي دي.
    زموږ ډېرى مذهبي ډلو بيا د داسې مذهبي مشرانو لاس په پيرۍ نيولې او د دوى په خوله په افغانستان كې مسلمانان وژني. وايي چې جومات ته مو امام نيسئ بايد له اوو پشتو يې خبر يئ، ايا زموږ هغه خوش باوره ټوپكوال چې د پاكستان د مذهبي مشرانو په فتواوو خپل هيواد ورانوي او خپل ولس وژني ايا د دوى له اصليت څخه خبر دي. كله چې له مولانا فضل الرحمن څخه د طالبانو له خوا د باميانو د بتانو د ورانولو په وخت د بي بي سي خبريال له خوا وپوښتل شول، چې كه د بتانو ماتول په كار وي او په داسې شرايطو كې چې دا اوس دي د اسلام حكم وي، نو تاسو ولې دا كار په پاكستان كې نه كوئ. مولانا ورته وويل چې د بتانو ماتول په كار دي، خو دوى ځكه دا كار نه كوي چې په پاكستان آيين(اساسي قانون) موجود دى او آيين دا كار منع كړى. اوس دغه په اصطلاح آييني مسلمانانو د زنا لپاره هم رسمي جوازونه ويشي تر څو د زنا په وخت د زانيانو په زړونو كې وېره او وسوسه نه وي او ښه په ارامه خپل كار ووهي. دا د شيطان لمسيان بيا په افغانستان كې د جهاد فتواوې وركوي او داسې ساده ګان هم شته چې د شيطان د شاګردانو شاګردۍ ته لبيك وايي او د شيطان مريدۍ ته جهاد وايي.
    اوس نو پاكستان د دې لپاره چې مسلمانان وغولوي او پر اسلام يې ټېكه دوام ومومي نو يوشمېر نړيوالو انټرنيټي سايټونو ته خبردارى وركوي، كه دا يا هغه ويډيو مو له يوټيوب څخه لرې نه كړه نو دوى به يې سايټونه وتړي، پوښتنه دا ده چې پاكستان ولې دا سيكسي سايټونه نه تړي او پر سکسي ویډیوګانو، تصویرونو او نورو ناوړه افعالو بندیز نه لګوي. که په پاکستان کې دغه شیان ازاد نه وای، یا د حکومت د دا ډول اسلام ضد شیانو او هڅو مخالف وای، نن به د پاکستان پرځای کوم بل کفري هیواد د سیکسي فلمونو، سیکسي انځورونو په کتلو کې دویم نوم ګاټه.
    پاکستان پر دې شیانو سربېره د شرابو داسې کارخانې هم لري چې له جماتونو سره نږدې جوړې شوې دي، نه یوازې په پاکستان کې شراب پلوري، بلکې نورې نړۍ ته يې هم صادروي.
    افسوس پر هغو كسانو دى چې د داسې مفسدو ملايانو پر فتواوو د جنت او حورو خوبونه ويني، خو خبر نه دي چې په اخرت كې به له همدې مفسدو ملايانو سره راژوندي كيږي او له همدې منافقانو سره به په سقر كې سوځي
    دا لیکنه په خدمتګار کې خپره شوې ده

  3. د قطر د ډرامې مرکزي رول څوک لوبوي/ نصیراحمد بصیرت

    افغانستان کې د نړۍ د افراطي شبکو فعال حضور او بیا دطالبانو دنسکورولو په نوم دناټو دغړو هېوادونو راتګ هغه څه و چې په ظاهري ډول دترهرکرۍ په نوم د امریکا هېواد لخوا د اعلان شوي جنګ ستراتیژیکه برخه وګرځیده.
    په افغانستان کې دپیل نه تراوسه پورې دترهګرۍ اصلي پالوونکي او روزونکي هېواد چې دبنسټ پالنې اصلي ګلیانې یې داستخباراتي ګړیو په لاس دي دنړۍ هر هېواد په همدغو ترهګریزو شبکو باندي ډاروي او په همدې نوم دنړۍ د ډيرو هېوادونو څخه قلنګ اخلي، دا زورور ملنګ دکوم بابا دروازې او څلي ساتي چې په هرچا سترګې برګوي او افراط پالوونکو یې داړي؟
    پخوا به ملنګانو هم خپل حدود پیژندل په ټیټو او خم سر به یې درنه دخدای په نوم خیرات میرات غوښت خو اوس دغو ملنګانو هم دزمانې دچارو او غوښتنو سره بدلون کړی دی په سپین سترګۍ یې درنه غواړي او که ور یې نه کړی بیا په کور در ننوځي.
    پاکستان چې دخپل پیدایښت نژدې نیمه پیړۍ یې نده پوره کړی دخپل ژور او ګونګ سیاست له مخې اوسمهال دنړۍ تر ډیرو زبرځواکو هېوادونو هم پښې ور تیري کړی دي، پاکستان په داخل کې هرڅه لومړۍ ددې هېواد په استخباراتي اداره زیاته پانګونه وکړه چې همدا اداره نه یوازې دپاکستان بهرنی سیاست ټاکي بلکې دګاونډسربېره دنړۍ د یوشمېر هېوادونو سیاست په خپلو ګوتو کې څرخوي.
    استاد مو ویل چې دنړۍ په کچه هغه هېوادونو چې دګاونډ سره زیاتې دښمنۍ او سیاسي کړکیچونه لري هڅه کوي چې تر ټولو لومړی خپلې استخباراتي ادارې تر ګاونډیانو هم پیاوړي کړي ترڅو دممکنه خطرونو د رامنځته کیدو مخه ونیسي، هغه داسرایلي استخباراتي ادارې موساد نوم اخیست چې دنړۍ د ډیری پیاوړو هېوادونو څخه موساد یوه قوي استخباراتي اداره ده، ځکه اسرايئل په عربي نړۍ او عربي ټاپو کې یوزاینی مسلمان دښمنه هېواد دی چې ګاونډ ته یې ډیری داسی هېوادونه پراته دی چې هر وخت ورته خطر رامنځته کولی شي نو په همدې بنسټ یې قوي استخباراتي دهیودي هېوادونو په ملاتړ جوړه کړی ده.
    ماته پوښتنه پیدا شوه چې استاد موږ خو هم په ګاونډ کې کوم دمور زوی نلرو بلکي زموږ ګاونډیان خو تر هرچا موږ ته زیات په کمین کې ناست دي نو موږ ولې استخباراتي اداره نلرو؟
    هغه په ږیره کې ګوتی ووهلی ځواب ورسره نه و یوبل ټولګيوال را ټوپ کړ چې زموږ پرځای پاکستان بیا داکار کړی دی او تر ډيرو قوي استخباراتي اداره لري.
    استاد سر وخوځولو هو پاکستان قوي اداره لري ځکه له یوېخوا د هندوستان سره دکشمېر ستونزه لري او دبلېخوا له موږ سره هم ډیورن لاین لري او نورو سره هم چندانې ښې اړیکي نه لري.
    پاکستان ستر کمال دا کړی چې داسلام نه یې سپر جوړ کړی او په همدغه نوم یې بنسټ پاله ډلې ټپلې رامنځته کړي ترڅو خلک پرې و ویروي او ځان په امن کې وساتي،هماغه مارګیر کیسه ده چې بې غاښو مار یې په کڅوړه کې ددې په خاطر اچولی ترڅو نور پرې وډاروي.ځانته پرې مړۍ ډوډۍ پیداکړي خو خپله ورته معلوم دی چې چیچل نه شي کولی.
    په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې ۱۲ کلنه مبارزه دچا سره و او اصلي ترهګر چیرته پیدا او چیرته روزل او ساتل کیږي؟ او څوک دهمدغو بنسټ پالو ډلو پالنه او مشري کوي؟ او څوک بیا په افغانستان کې دهمدغو نړیوالو په اړه دجنګ او جهاد فتوا ورکوي؟
    ایا تراوسه هم نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول امریکا په دې نه پوهیږي چې دترهګرۍ سره پیل شوی مبارزه په افغانستان کې ګټوره ده او که دپولو هغې خوا؟ او که بیاهم چې هرڅه دلمر په څير روښانه دی او نړیواله ټولنه دپاکستان سره پټې معاملې لري نو بیاهم دوۍ هڅه کوي چې دافغان ولس څخه بیا هرڅه پټ وساتي دا پداسی حال کې ده چې په سترګو بنا سړی ته د ړوند خطاب کوی، دبلې خوا عام ولس طالب به جنګ او جهاد هم تر هرچاښه پوهیږي، طالب جانه! عام ولس ته دومره په سپکه مه ګوره هغوۍ په دې پوهیږي چې تل په لارو او کوڅو کې دامریکايي عسکرو پرځای په خپلو ورونو دټوپک خولې را اړوۍ او یاهم عام المنفعه ځایونو کې خپلې وحشي حملې کوئ، ولس په دې هم پوهیږي چې تاسو ته څوک اکمالات درکوي او چیرته درته عملیاتي پلانونه در ښودل کیږي او بیا یې په خپلو ورونو پلي کوئ.
    په قطر کې وروستۍ چاره ستاسو دهغې رسوايي تر ټولو ستر او نه هیریدونکي ثبوت دی چې په یوه ورځ مو داسلام بیرغ پورته او خپل هویت مو ښکار کړ، خو بیا لا شپه تیره نه و چې دای اس ای او اوباما لالا په لارښونه مو داسلام جنډه د سترګو په رپ کې ګوزه کړه، ایا موږ په دې نه پوهیږو چې دکاسې لاندې نیم کاسه ده او دسی نیم کاسه چې دپاکستاني استخباراتي ادارې په لاسو نیولی ده!
    اوس عام ولس په دې پوهیږي چې دقطر دسولې بهیر هم دامریکا او پاکستان هېوادونو په لاسو کې دی او په هېواد کې روانه جګړه هم زموږ خپله نه بلکې دهمدغو هېوادونو د تل پاتې ګټو د خوندیتوب په موه په لاره اچول شوی ده.
    که طالب دالله درضا لپاره جنګیږي نو ولی دامریکا او پاکستان درضا لپاره مو خپل بیرغ او بوټ ولې ښکته کړ؟ خو هرڅه ښکار او هرڅه دبل په اشاره ترسره کوئ.
    تاسو په اصل کې ټولو سره لاسونه یو کړي او یوازې مو دبې دفاع هېوادوالو دژوند اخیستو او ویر کې دپاتې کیدو لپاره او دخپلو ګتو د خوندیتوب لپاره مټې رابډ وهلي دي او دخلکو تر سترګو پټه ډرامه مو پیل کړی ده.
    د يادونې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر دوه ډله ويشل کيدو په هکله خبرونه خپريږي. طيب اغا چې د طالبانو د سياسي دفتر رييس او همداراز د مذاکراتو يو غړی او د ملا محمدعمر د نږدې کسانو نه ګڼل کيدو ويلي وو، چې طالبان اوس دوه ډلې دي؛ یوه ډله سختدريځه او بله یې منځ لاري دي.
    په افغانستان کې ډیر ځلې د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ هم نښتې شوي، چې د مرګ ژوبلې رېپوټونه يې خپاره شوي دي.
    وروره زما په فکر ستا سر تر اوسه پوری پدی خلاص نه شو چی پاکستان کوچنی مارګیر ( مداری) دی او که لوی،
    خبره دا ده چی ددی ډرامی پروډیوسر او لیکوال امریکا او انګلیس دی او پرزینټ کوونکی یی پاکستانیان دی لوبغاړی یی افغانان او عربان دی او د لوبی اصلی ځای افغانستان دی
    خو نه تا او نه ستا قدرمن استاد تر اوسه پوری په صحیح ډول د افغانستان مطالعه کړی ده
    نو ځکه تا ته تر اوسه پوری د دی لوبی اصلی څیره نده معلومه شوی
    خو الله د هغه کار وکړی چی د افغانستان پکی خیر وی یعنی الله دی په خپل قدرت سره دغه ویجاړونکی لوبه ددوی په کورونو کی هم شروع کړی
    امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *