په دې ورځو کې د ټالیبانو ځینو مفتیانو په داعش پسې را اخیستې ده چې ګواکې دا ډله تکفیري ده. وایي غلبیل کوزې ته، که کاسې ته ویل چې ستا بېخ سوری دی. هلکه مفتي صاحب، چې داعش تکفیری دی، نو تا دا دېرش کاله په څه نامه مسلمانان ووژل؟

تر داعش خو ستا منطق کمزوری دی، ځکه داعش یو چا ته کافر وایي، د کافر او مسلمان لپاره ځانګړی تعریف لري، د هغه پر اساس وایي، تا خو به مسلمان ته منافق ویل، حال دا چې منافقت معلومول له سره د انسان د وس کار نه دی. منافقان به آن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم په وحی معلومېدل. نفاق د زړونو کار دی، او د زړونو مالک خدای پاک دی. یعنې تا نه یواځې دا چې پر مسلمان بد ګوماني درلوده، بلکې العیاذ بالله د خدایۍ دعوه دې هم کوله.

ټالیب داعش ته د وحشت او بربریت نسبت کوي. ما خو تر اوسه نه دي اورېدلي چې داعش دې څوک د موچي په تار حلال کړی وي، یا دې یې د مړیو په خېټه کې موټر سایکل تېر کړی وي، یا دې د مړیو په ستونو کې تېزاب ور چپه کړي وي. ما خو دا هم نه دي اورېدلي چې داعش دې د اربکي ورا او واده ته بم اېښي وي او ماشومانې نجونې دې یې الوزولي وي. دا بېله خبره ده چې داعش خپلې سزاګانې علني او پر ویډیوګانو خپروي او ستا وحشتونه د پښتنو د بې سوادۍ له امله د اختناق په مقبره کې دفن کېږي او تر دوهم کلي اخوا څوک نه پرې خبرېږي. همدا تا یوه میاشت مخکې د بدخشان په وردوج کې د سرتېرو سرونه غوڅ نه کړل؟ پرون دې په جلرېز کې مثله ونکړه؟ آیا داعش تر اوسه پر مړیو مثله کړې ده؟

ته داعش ته د استعمار د لاس آله بولې. آیا تر اوسه چا په پېښور، کویټه، اسلام آباد یا قطر کې د داعش مېلمستون او دفتر لیدلی چې امریکایي پیره دې پرې ولاړه وي؟ داعش که وحشي دی، که خوارجي دی، که تکفیري دی، ستا په څېر د ذلت او سرکوزۍ داستانونه خو لا نه لري. ستا په څېر خو په اوړي کې مېرمنې پنجابیانو ته په ګرو نه ور پرېږدي. داعیه خو یې پاکستانۍ نه ده. دا خو نه کوي چې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه پولې پر پنجابیو قدمونو پایمالوي خو افغان قدم ته بیا دا اجازه نه ورکوي چې د ډیورنډ یهودي کرښه پایمال کړي.

دا چې داعش چا جوړ کړ، څنګه یې جوړ کړ، په دې نه غږېږم، ځکه هغه خبرې موږ ته تاسې عادي کړي دي. که ستا سرچینه معلومه وای، د داعش پوښتنه به مو هم کړې وه. که ستا نسب تر کرنل رفیق تارړ او نصیرالله بابره نه رسېدای، د هغوی په سلسله به مو هم شک کړی وای خو د سیاسي حراموني توب خبره تاسې دومره را ته عادي کړه چې اوس سم حرامونی شهزاده را ته ښکارېږي، خو د داعش او ستاسې یو عمده تفاوت شته دی. د داعش لومړی کار دا وچې دولت یې جوړ کړ، بیا یې د نړۍ پر مسلمانانو له تبعیض پرته ور ناره کړه چې راځئ، دا ستاسې ټولو هېواد دی.

تا بالعکس، خپله د عسلو مچۍ، لوی ملا صاحب، او د عسلو د مچۍ ځاله، یعنې خپله د امارت شورا د انګلو-محمدي د انګرېزي قانون په ونه پورې څرخه کړه. دارالاماره دې کویټه، پېښور، کراچۍ او اسلام آباد شول. یعنې ستا امارت دومره وړوکی و چې د پاکستاني ډیموکراسۍ (جمهوریت) په یوه څنډه کې، په یوه جېب کې ځایېده. هلکه، لومړی به دې د امارت المومنین دعوه نه کوله، بیا چې دې کوله، د پنجابي د تخرګ سپږه خو به دې له ځانه نه جوړوله. هم دې امارت وشرماوه، هم افغانیت. تا خو یواځې او یواځې د افغان دښمني وکړه. هماغه امریکا دې په اسلام آباد او قطر کې سکنۍ خور وه چې په افغانستان کې به دې د هغې د غلامۍ په بهانه خوار افغانان وژل.

ټالیب داعش ته نالوستي او کم علمه وایي.

نو که اوس د امارت د نسواریانو او داعش د ماسټرانو او دکاتره وو سواد پرتله کوو، دا خو هم ظلم دی. د داعش مشر دوکتورا لري، د ټالیب په ټول امارت کې له له نعیم وردګ پرته چې قطر ته د ترجمانۍ لپاره انتقال شو، یو فاکولته لوستی او د رسمي تعلیم څښتن را وښیه. ملا عمر اخوند یې خپله یو مثال دی چې بې ته په پښه ټکی ورکوي او د لاسلیک پر ځای پونده لګوي.

زما د دې لیکنې هدف د داعش سپیناوی نه دی، خو له حقایقو سره باید ظلم ونشي. ټالیب له خپله مجاهد ورور سره ناځواني کوي. د خپل ګوانتانامو او باګرام د زندان له ورور سره جفا کوي. دا جفا ټالیب تر دې پخوا له خپل بل ورور، حزب اسلامي سره هم کړې وه چې د خپلو نسواریانو د نه اطاعت په بهانه یې هغوی له روان – په اصطلاح- جهاد څخه منع کړي ول. په تېرو څوارلسو کلونو کې ټالیبانو دومره حزبیان ووژل چې امریکایانو نه ول وژلي. د دې کار یواځېنی دلیل پر دې جنګ د سیګرېټي پنجابیانو پر ځای د نسواري پنجابیانو د انحصار ساتل و.

د خوارجو په اړه چې کوم حدیثونه ټالیب پر داعش تطبیقوي، هغه تر داعش مخکې پر ټالیب عملي کېږي. په حدیث شریف کې راځي چې یوه ډله به وي، سفهاء الاحلام، یعنې بې عقل، احداث الاسنان، یعنې کم سنه به وي. کم سنه هلکان تر داعش په ټالیب کې زیات دي او سفاهت او حماقت په نري، ګولډان، منګل باغ او نورو نالوستو کې تر داعش زیات دی. په حدیث شریف کې له امارة الصبیان، یعنې د هلکانو له امارت څخه پناه غوښتل شوې ده. د هلکانو امارت ستاسې برانډ دی.

دا دی اوس یو ځل بیا واضحه شوه چې ټالیب د کوم فکر، ایډیالوژۍ یا مذهب لپاره نه، بلکې د پنجاب د سپېرو ګټو لپاره افغانان، د افغانستان سرتېري خو څه چې خپل – په اصطلاح – مجاهد وروڼه هم وژلای، بدنامولای، تکفیرولای او ګمراه ګڼلای شي.

By Editor2

11 thoughts on “ټالیب او داعش، یوه چټکه پرتله/مجید قرار”
  1. البته که زه د قرار سره سخت عقیدوي او سیاسی اختلافت لرم خو نن باید ووایم چې ریښته د اسلامي دولت او طالبانو کې د ځمکې او آسمان فرق دی، طالب یو پاکستاني عاله ده ولی بیا اسلامي دولت ریښتیا یو انقلابی او اسلامي تحریک دی چې هم یې ریښتنې خلافت جوړ کړو او هم یې د شریعت نفاذ کړې. خپل دوست او دښمن په سمه توګه تعریفه وي.

    زه په خپله پخوانی طالب وم او ما ته ددوئ دین او مذهب ښه مالوم دی.
    https://abutalut.wordpress.com/2015/07/04/%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%db%8c%d9%88-%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ad-%d8%ad%d9%82%db%8c%d9%82%d8%aa/

  2. ښاغلي قرار داعشي صاحب!
    لدې لیکنې خو دې په ډاګه دا ښکاري چې هغه ګونګوسې ورو ورو د حقیقت لوري ته نږدې کیږې چې په افغانستان کې داعش د پاکستان او په افغانستان کې د اوسني رژیم د طالبانو په وړاندې یوه ګډه سیمیېزه او په عین حال کې نړیواله پروژه ده.
    که داسې وي، بیا خو ستا لیکنه د داسې یوې تورې لوبې اصلي بڼه را برسېره کوي چې کلونه کلونه بیا افغانستان بیا هم په دغه اوسني اور کې سوځیږي. بیا به یې هم د افغان بېوزله کور ورانېږي ، که نورو د پردیو په لاس زمونږ بچیان وژل، دا ځل به هم افغانان تاسو د پردیو لوبو لپاره ووژنئ.
    هرهغه څوک د ګران افغانستان، افغان مسلمان او غیرتي ولس او اسلام په زیان وي، الله تعالی یې دې تباه او هلاک کړي، که هغه همدا اوسنی رژیم وي، که طالبان وي او که داعش وي او که نور…

  3. باید خبره له شف شف نه شفتالو ته ووځی او هم دی اوبه له مالګی څخه جداشی ( دود کا دود پانی کا پانی

    که دشمال ټلوالی مشر عطا محمد مو په روس او ایران پلوری او ځانته یی په مزار کی بله پادشاهی جوړه کړی او له بلی خو په پاکستان کی ناست طالبان مو په پاکستانی پنجابیان وطن اومونږ خرڅوی بیا خو دا ترټولو ښه ده چی داعش مو لدی دواړه مفسدینو څخه خلاص کړی بیا پاتی شوه د داعش خبره بیا به هغی سره ګور و خو اوس ددغو لستونی مارانو څخه خلاصیدل دوخت یو اړینه خبره ده زما پل نظر دی دادی چی ولسمشر غنی دی له قاطیعت څخه کارواخلی دمزار لپاره دی یو نوی والی تعین کړی که چیری عطامحمد نافرمانی وکړه سمد لاسه دی اشرف غنی علما راوغواړی او دیاغی فتوا دی بری ولګوی او واجب القتل اومباح الدم دی وګرځوی بیا دی اردو ورپسی مرش کړی که چیری په اردو کی کوم داسی عناصر پیدا شی چی د عطا څخه ملاتړ وکړی هم پروا نکوی صف به تصفیه او دملی حاکمیت لپاره به لیاره هواره شی په داسی شرایطو کی بیا ولس حاضر دی چی دداسی زور واکو په مقاابل بیا څه کوی فقط پر اولس غږ پکاردی

  4. رښتیا ته به رښتیا وایو مجید قرار چې ما به ورته مجید ید ویل
    ټول حقایق رسپاړلی دي مابه ویل چې دمجید قرار مطلق کافر دی
    خو دده عقیده که جمهوري نه وي او سیکریزم نه ورسره نه وی ملګری
    دطالبانو ښه مسلمان ما بیا دمجید قرار نه بل نه شو موندلی
    زه داوام چې ما ۱۳ کاله په طالبانو کې وکړو زه یو مجاهد وم ددوی خو په ډټوله دوره کې ما دافکر کاوه چې خلافت دپآره زمونږ دغه جنګ یا جهاد دی خو زه اوس په دې پوه شوم چې دوی داعش خلاف وکړ دوی صرف دپردیو اسعفباراتو دپاره جګړه کوي جهاد نه ولې چې داعش وله په دین له دوی ښه پوهیږي قوم نژادی تعصب نه لری او دنړۍ ټولو مسمانانو ته په یوه سترګه ګوری خپله خاوره نه نه خبرابوي بلکه جوړوي اقتصادي پروژی او کارونو ته ډیر پآم دی دین خو دې خلک له دوی زده کوي
    زه داتپوس دخپلو طالبانو نه کوم
    چې تاسو خو اشرفی عنی ته ته منافق او فاسق وایی داعش وله ورته مرتد وایی
    نو تاسو په کوم دلیل وژنی ایا دفاسق مرګ جایز دی
    تاسو ملی اردو ته اجیر وایی او داعش وله ورته مرتدوایی
    داچې اجیر دی تاسو په کوم دلیل وژنی ایا داجیر مرګ داسې جایز دی کوم چې تاسو وژنی
    که جایز وي نو بیا خو ستاسو زمونږ ټولو مرګ جایز دی خکه زمونږ نه خو لوی لوی اجیران نشته او که زمونږ اجیر توب نه څوک انکار کوي بیا دغول خوري دروغ ځکه مونږ خپله لیدلی دي چې دتورمخو په پټکونو په اشارو او په تلیفونی ربطو به تیریدو او وسلو انتقال او اخیستو لارې مونږ ته چا ښودلی او دومره ډیرې پسې هرمیاست مونږ ته چارالیږلی
    بل داچه اوس داعش سره په کوم دلیل جګړه کوئ چې هغې شریعت هم له تاسو ښه جاری کړیدی تریاک او نشه یی توکې بند کړ او تاسو پرې تجارتونه کوئ
    مجید قرار ته دخیر وي په دې لیکنه

  5. قرار يو رښتينی روښاند ليکوال دی، ده خو د يوه په ټکونه هغه بل هم ټکولی او افشا کړی دی، دومره ژر پرې دا تور مه
    گوئ،دروغ د ايمان ږيان دی
    ستاسې د گردو زيار

  6. د طالبانو مرموزه پروژه دپښتنو دزوال او نابودي پروګرام دي
    د مثال په ډول
    د منځنۍ پښتونخوا ((۷)) اجینسي او دافغانستان سرحدی ساحي عملأ له میشته پښتنوخالی شوې او دجنګ ډګر وګرځید
    پاکستان د طالبانوپه نامه د جهاد دوران یعنی دافغانستان اضمحلال په نوې بڼه له سره راونیو
    طالبان یعنی د پښتنو زوال او داعش یعنی د اسلام کمزوري
    طالبان محلی پروژه ده او داعش بین المللی
    .
    .
    .

  7. قرار صیب ، طالبان خو رښتیا هم د پاکستان ګوډاګیان دی او خدای د دوی سپیره ورک کړی

  8. زه د طالبانو پلوی نه کوم اود دوی اعمالوسخت مخالف یم خوقرارصیب داعش تاسو په سمه توگه ندی لوستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *