احسان الله غازي يار

مخينه

افغنستان په لومړي ځل هغه وخت رسمي نړيوالو شل اوريزو لوبو ته خپل بريالي ګامونه کيښودل، کله چې دوی په ۲۰۱۰ کال کې په اماراتو کې د شل اوريزو نړيوال جام په غوراوي سياليو کې برخه اخيسته. په دغه ټورنمنټ کې د ډيرو لپاره د حيرانتيا خبره دا وه، چې افغانستان نه يوازې په دغه ټورنمنټ کې ښه وځليده بلکې د دغه ټورنمنټ پايلوبې ته په رسيدلو او ان د خپل کلک حريف (ايرلنډ) څخه د پايلوبې په ګټلو هم بريالی شو. چې په لومړي مقام سره ېې نړيوال شل اوريز جام ته لاره پيدا کړه.

په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان بيا هم د شل اوريز جام غوراوي سياليو کې د نورو ۱۵ لوبډلو سره برخه واخيسته. په دغه سياليو کې بيا هم ايرلنډ سره يو ځای پايلوبې ته ورسيده. د دې سره سره چې پايلوبه يې ايرلنډ ته وبايلله، خو بيا يې هم د ايرلنډ سره يو ځای د ۲۰۱۲ نړيوال شل اوريز جام ته لاره پيدا کړه.

په ۲۰۱۳ کال کې د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) لخوا په شل اوريز نړيوال جام غوراوي سياليو کې د پام وړ بدلونونه راغلل. وړاندې به د ټول ټورنمنټ څخه يوازې دوو لوبډلو نړيوال شل اوريز جام ته لاره پيدا کولی شوه، خو په دغه ټورنمنټ کې دغه شمير تر شپږو لوړ کړای شو. خو شرط يې دا و چې دغه شپږ لوبډلې به د ورلډ کپ له اصلي لوبو څخه وړاندې له بنګله ديش او زمبابوې سره په دوه ګروپونو کې لوبې کوي چې له دغه دوو ګروپونو څخه دوه ټاپ ټيمونه به اصلي ورلډ کپ ته چې ۸ غوره لوبډلې پکې برخه لري، لاره پیدا کوي. د شل اوريز نړيوال جام په غوراوي سياليو کې افغانستان بيا هم په دې وتوانيده، چې سر په سر دريم ځل لپاره د دغه جام پايلوبې ته ځان ورسوي، خو هلته بيا هم له ايرلنډ څخه د ماتې سره مخ شو.

په اوسني ټورنمنټ کې د افغانستان حريفان

دغه سياليو ته چې د ګوتو په شمير څو ورځې پاتې دي، افغانستان هم د نورو ۱۳ ټيمونو سره يو ځای نړيوال جام ته د رسيدلو لپاره خپلې وړتياوې او چانسونه ازمويي. د ټولو ۱۴ ټيمونو څخه شپږ يې شل اوريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

دغه سيالۍ په لومړي پړاو کې په لاندې ډول په دوو ګروپونو کې تر سره کيږي:

1له ګروپ سياليو وروسته د دغه ټورنمنټ د فارمټ پر اساس هغه ټيمونه چې په ګروپي لوبو کې په لومړي مقام راشي نو په مستقيم ډول نړيوال جام او د دغه ټورنمنټ نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کوي. که له لومړي مقام نه بغير تر څلورم مقام پورې راشي، نو بيا هم نړيوال جام ته د تللو چانس لري، خو که په ګروپ کې په اخري دريو ټيمونو کې کوم ټيم راشي نو بيا نړيوال جام ته د تللو لپاره کوم چانس نه لري. يانې د ګروپ ټاپ څلور ټيمونه د دغه ټورنمنټ دوهم پړاو (Play off) ته لاره پيدا کوي او د ګروپ پاتې اخري درې ټيمونه له مخکې تګ څخه پاتې کيږي.

پورتنيو قوانينو ته په پام سره هر يوه لوبډله به تر خپلې وسې وسې کوښښ کوي، چې په ګروپي لوبو کې تر څلورم مقامه پورې پواينټونه خپل کړي، تر څو نړيوال جام ته ورتګ باوري کړي. پورتنې ګروپ بندې ته په کتو ښکاري چې افغانستان د A ګروپ په پرتله په يو سخت ګروپ کې ځای لري. نو په دغه ګروپ کې د لوبډلو تر منځ د ډيرو سختو او رقباتي سياليو وړاندوينه کيږي.

په ‌B ګروپ کې تقريبا نيمايي لوبډلې داسې دي چې هر يوه يې د ګروپ لومړني مقام ته د تللو لپاره تقريبا مساوي چانسونه لري، چې دغه لوبډلې له افغانستان، هالنډ او سکاټلنډ څخه عبارت دي.

هالند د دې سره سره چې د ICC د نړيوالو يو ورځنيو لوبو امتياز يې له لاسه ورکړی، خو بيا هم يوه پياوړې لوبډله شميرل کيږي. دغې لوبډلې هغه وخت د کرکټ شنونکي په خپلو لوبو حيرانه کړل، کله چې دوی په ۲۰۱۴ شل اوريز نړيوال جام کې لوبې کولې. دغې لوبډلې په ګروپي لوبه کې د ايرلنډ لخوا لوړ هدف په کمو اورونو کې پوره کړ، چې پدې سره يې اتو غوره لوبډلو ته هم لاره پيدا کړه، له دغه ټيمونو سره يې هم غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې. انګلستان ته يې ماتې ورکړه او جنوبې افريقا په ډير مشکل په دې وتوانيده چې له هالنډ څخه لوبه وګټي.

سکاټلنډ د دغه ټورنمنټ يوه بله غوره لوبډله ده. له سکاټلنډ څخه په دغه ټورنمنټ کې د تيرو ټورنمنټونو په پرتله د ښو لوبو تمه کيږي، ځکه دا ځل سکاټلنډ د کوربه په حيث لوبيږي او همدارنګه دغې لوبډلې لا له وړاندې خپله وړتيا د ايرلنډ سره په څلورو۲۰ اوريزو لوبو په سريز کې ښودلې ده. دغه سيريز چې نږدې يوه اونۍ وړاندې تر سره شو، سکاټلنډ په دې وتوانيده چې له ايرلنډ څخه دغه سيريز ۲-۰ وګټي او د دغه سيريز دوه لوبې د بارانه له کبله تر سره نه شوې.

په B ګروپ کې پاتې نورې لوبډلې (UAE، کاناډا، کينيا او عمان) هم هغه لوبډلې دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي، کيدای شي په ځينو وختونو کې له پورتنيو دريو ټيمونو هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي. متحده عربي امارات هغه لوبډله ده چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو امتياز لري او په ۲۰۱۳ کال غوراوي سياليو کې په څلورم مقام سره نړيوال شل اوريز جام ته رسيدلې وه او د دغه ټيم په اړه بله مهمه خبره دا ده چې په دغه لوبډله کې زياتره پاکستاني او هندي لوبغاړي لوبيږي، خو د دوی لپاره په دغه ټورنمنټ کې بد خبر دا دی چې د دوی کليدي او تجربه کاره لوبغاړي (خرم خان) به په دغه ټورنمنټ کې برخه ونه لري.

کاناډا هم يو له هغه ټيمونو څخه ده، چې د ICC د نړيوالو يو ورځنيو لوبو امتياز يې په برخه پاتې شويدی او د سيمې په کچه يې ځينې نور ټورنمنټونه هم ګټلي دي.

کينيا هغه لوبډله ده چې زيات شمير تجربه کاره لوبغاړي پکې لوبيږي. دغه ټيم په ۲۰۰۳ نړيوال جام کې ان تر نيمه پايلوبې پورې هم رسيدلی و. عمان هم د اسيا په کچه يو له غوړيدونکو ټيمونو څخه دی، دغې لوبډلې د ACC لخوا د ځينې ټورنمنټونو اتلولي هم ګټلې ده.

افغانستان د خپل ګروپ له ټيمونو سره وړاندې هم مخ شويدی، په دغه لوبو کې تر ډيره د افغانستان پله درنه ښکاريده. د دې ټيمونو سره د افغانستان نړيوالې شل اوريزې لوبې په لاندې جدول کې ښودل شويدي:

  • 1له اماراتو او عمان سره تر اوسه کومې نړيوالې شل اوريزې سيالې نه دي تر سره شوي.

افغانستان له پورتنيو ټيمونو سره ټولې ۱۲ نړيوالې لوبې تر سره کړي، چې له دغه لوبو څخه يې ۹ ګټلي او يوازې درې يې بايللي دي. په دغه ټيمونو کې افغانستان له متحده عرب اماراتو او عمان سره تر اوسه پورې کومې نړيوالې شل اوريزې لوبې نه دي تر سره کړي، خو په غير رسمي شل اوريزو لوبو کې تقريبا ټولې لوبې افغانستان له دغه دوو ټيمونو څخه ګټلي دي. نو له دغه ټيمونو سره د افغانستان مخکينيو لوبو ته په کتو ويلی شو، چې افغانستان په خپل ګروپ کې لا هم يوه پياوړې لوبډله ده. افغانستان بايد دې ټکي ته هم مغرور نه شي چې ګويا موږ د دې ټيمونو تر منځ د بريا لوړه فيصدي لرو. ځکه دا ځل دوی د تيرو ورته ټورنمنټونو په پرتله په متفاوتو شرايطو کې لوبې کوي. دا ځل دغه ټورنمنټ په دوه اروپايي هيوادونو (ايرلنډ او سکاټلنډ) کې تر سره کيږي. ښايي په دې ډول پيچونو اروپايي لوبډلې په تيره بيا ايرلنډ او سکاټلنډ يو څه برلاسي واوسي.

د افغانۍ لوبډلې تنظيم

د افغانستان کرکټ بورډ تقريبا دغه لوبو ته يوه پياوړې لوبډله غوره کړيده. خو بيا هم بايد دغو لوبو ته يوه داسې يوولس کسيزه لوبډله غوره شي چې تر ډيره اغيزمنه ثابته شي. افغان لوبډلې د ټورنمنټ د لوبو له پيل وړاندې په انګلستان کې له بيلابيلو کرکټ کلبونو سره څلور تمريني سيالې تر سره کړې، چې په دغه سياليو کې تر ډيره هغه لوبډله څرګنده شوه، چې کيدای شي د ټورنمنټ په مهمو سياليو کې هم ورڅخه ګټه واخيستل شي.

د شهزاد وروستيو بهترينو لوبو ته په پام سره نوموړی بايد په لوبډله کې د دې ټورنمنټ تر پايه وساتل شي. په اوپننګ کې د شهزاد سره ښه جوړه جاويد احمدي کيدای شي. له هغه وروسته اصغر، سميع او نجيب ځدران د ميډل ارډر بيټنګ لپاره کليدي لوبغاړي دي او د بيټينګ اخري ارډر لپاره نبي او شفق هم د پام وړ لوبغاړي دي د بيټنګ په برخه کې د ګلبدين يا ميرويس لوبول هم ډير اغيزمن دي، ځکه نوموړي هم د تيز بالنګ او هم د بيټنګ ښه وړتيا لري، يانې دوی د الراونډرانو په صفت کيدای شي ولوبول شي.

د بالينګ په برخه کې بايد زياته توجه په تيزو بالرانو باندې وشي، ځکه چې زياتره اروپايي پيچونه د تيزو بالرانو لپاره مرستندوی دي. په بالرانو کې د حميد حسن خاليګاه تر ډيره تر سترګو کيږي. د شافور او دولت په شتون کې به د حميد لوبولو په صورت کې د لوبډلې تيز بالينګ اټيک به ډير بهترين وي. که خدای مکړه حميد د خپلې پښې د زخم له وجې په دغه ټورنمنټ کې ګډون ونه شي کولی نو د حميد پر ځای د افتاب او يا فريد ملک لوبول هم اغيزمن دي. د دغه بالرانو تر څنګ کيدای شي يو مسلکي سپنر هم ولوبولی شي.

د لوبډلې روزونکی او کپتان بايد د نوروز او افتاب عالم په اړه يو څه محتاط واوسي او کوښښ وشي چې په سياليو کې د دغو دوو پر ځای نور هغه لوبغاړي وکاروي چې په دې وروستيو کې يې ښه کارکردګي لرله. افغانۍ لوبډله د يو ښه يوولس کسيزې لوبډلې د ټاکلو لپاره يوه بله موقع هم لري، هغه دا چې دوی د اصلي ټورنمنټ لوبو د پيل وړاندې دوه وارم اپ ميچونه هم کوي چې له دغه لوبو څخه هم د کيدای شي يوه ښه لوبډله انتخاب کړلی شي.

په پای کې ویلی شو چې لوبډله کې ډير کليدي لوبغاړي چې ان د لوبې نتيجه بدلولی شي له شهزاد، سميع او حميد څخه عبارت دي.

3 thoughts on “د شل اوريز جام په غورواي سياليو کې د افغانستان لپاره وړاندوينې”
  1. ډیره مهمه لیکنه معلوميږي. خو فکر کوم چې دغه ليکنه نیمګړې ده ځکه په پای کې چې د جدول یادونه شوې هغه جدول نه دی موجود. هیله ده چې بشپړه لیکنه اپلوډ کړی.

  2. ډیره ښایسته او هراړخیزه لیکنه ده.
    مننه کوم چی دومره زحمت مو کښلی او معلومات مو راټول کړي.
    د افغانستان د بریا په هیله
    او له ټولو افغانانو څخه می دا هیله ده چي په دې مبارکه میاشت کي تل بلخصوص د روژه مات پر وخت د خپل ټیم د بریا لپاره دعاوي وکړي تر څو یو ځل بیا په نړیوال شل اوریز جام کي په سرلوړي سره ولوبیږو او خپل هیواد ته افتخار وګټو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *