د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ

تاند- ولسي جرګې نن د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ، چې تېره اوونۍ استجوابیه غونډې ته نه و ورعلی، سلب صلاحیت کړ.

ولسي جرګې ښاغلي پتنګ ته د عدم اعتماد ۱۳۶ رایې ورکړې.

یوازې ۶۰ استازو پتنګ ته موافقې رایې ورکړې.

د ولسي جرګې رييس د استازو د پرېکړې په پای کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د ښاغلي پتنګ پر ځای د کورنیو چارو وزارت ته بل څوک ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې غړیو ښاغلی پتنګ په لویو لارو کې د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې پر پاتې راتلو او په خپل وزارت کې په فساد تورن کړ.

پتنګ د ولسي جرګې غړیو ته وویل چې د لویو لارو ساتنه یوازې د کورنیو چارو وزارت دنده نه ده بلکې د ملي امنیت او ملي اردو مسوولیت هم دی.

ده خصوصي امنیتي شرکتونه تورن کړل چې وسله والو طالبانو ته پیسې ورکوي څو پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه ونه کړي.

پتنګ په خپل وزارت کې فساد رد نه کړ، ویې ویل دا پدیده په ټولو ادارو کې شته او د ده تر مشرۍ لاندې کورنیو چارو وزارت ته هم په میراث ورپاتې ده.

ښاغلي پتنګ له فساد سره د مبارزې لپاره د ټولو اورګانونو همکاري وغوښته او د خپلو ځینو اقداماتو یادونه یې وکړه خو د جرګې د غړیو قناعت یې پرې حاصل نه کړای شو.

د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د ښاغلي کرزي د حکومت یو شمېر وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري د بې باورۍ رایې ورکړای شوې وې خو کرزي د هیڅ وزیر پر ځای نوی معرفي نه کړ بلکې هماغه وزیران یې سرپرستان مقرر کړل.

8 thoughts on “ولسي جرګې د کورنیو چارو له وزیره د باور رایه واخیسته”
  1. په ډیرتآسف سره چه زمونږ ددغه نیم ګړی ولسي جرګې زیاتره پریکړی ماشومانه،غره ضانه اودخنداوړدی، ځکه ددغه جرګی زیاتره غړی دفساد، زور او واسطی په مټ دملت کورته ننوتی دی.
    اګرچی د مجتبی پتنګ دوزارت پریکړه داول څخه لویه سهوه وه، ځکه نوموړی ددغه چوکۍ لپاره ډیر بزدله اوناکام سړی وه، حتی دیوی ولسوالی دلس هاو کسانو قاتل(شجاعی) ده په خپل کنترول کی نشو راوستلای، مګر د میډیا دلاری به یی ولس ته وعدی ورکولی چه فقط په یوه اونۍ کی به یی ونیسم اوداسی نور، لنډه داچه نوموړی په خپل وزارت کی دیوه خوردظابت صلاحیت هم نلرلو، او وجه یی داوه چه دده دوزارت انتخاب دبسم اله محمدی لخوا شوی وه، چه په عین وخت کی به محمدی هم دکورنیو چارو وزارت اوهم ددفاع وزارت پر مخ بیولو.
    اوس کرزی ته پکار دی چه یوزړور سړی ددغی چوکی لپاره خوښ کړی لکه ښاغلی علیشاه پکتیاوال، جنرال امرالله، شهنواز تڼی،جنرال طاقت، جبار قهرمان اوسیدمحمد ګلاب زوی نه ځینی بی زړه خلک.
    په درناوی

  2. زه خو وایم چې غ و ل یې وخوړل. څومره چې وزیران فاسد دي د هغو لس برابره ولسي جرګه فاسده ده. که نه وي یو څوک دې یو وکیل راته وښیي چې رشوت نه اخلي یا شخصي سوداګري په کې نه کوي.

  3. مجتبی پتنګ یوه پوه نظامی افسر ندی او دده په وجود کی پوځی جرت نه لیدل کیړی ، دده لومړنی ضعف دا وو چی ویی نشو کړای د خپل وزارت په تشکیلاتی ساختار کی یوه کاری ټیم په دندو و ګماری ، نوموړی د کرزی په ځیر د وزارت دننه د یو لړ مصلحتونو او سازشونو نه کار واخیست په داسی حال کی جی پخوانی ټیم جی د محمدی پلاس جوړ شوی وو ده ته په هیڅ صورت وفادار نه وو او دده له اوامرو او دایریکتیفونو نه ځخه یی اطاعت نه کاوه چی باالخره نتیجه همدا شوه چی کم تر کمه د کابل ښار د امنیت او نسبی مصونیت په ساتلو او تامین کی پاتی راغی ، که بل هر راتلونکی وزیر هم دده په څیر د سازشونو او مصلحتونو کار واخلی ، نظامی جرت او په خپلو دندو کی استقلالیت ونه لری نتیجه به یی همدا وی

  4. بس همدا د شینواری صاحب نظر ډیر ښکلی دی .
    اوس ښاغلی کرزی ته په کار ده چی یو تکړه او زړه ور سړی پیداکړی او د داسی مهم وزارت په دنده یی وګماری . وزیر باید صلاحیت ولری او د خپل وزارت مسلکی او کادری مقامات په خپله خوښه او د ملی منافعو په نظر کی نیولو سره انتخاب او ټول باید مسوولیت قبول کړی . شاید د افغانستان په ملکی او نظامی بخش کی ډیر با استعداده او لایق اشخاص وی چی دی مهمی دندی ته مناسب وی .
    جلالتماب کرزی ته په کار ده چی حد اقل د خپل کاری ماموریت په جریان کی یو ښه کار چی هغه د کورنیو چارو وزارت ته یو زړور او وفادر شخص وی لکه ښاغلی حلیم فدایی ، ښاغلی عبدالجبار نعیمی ، ښاغلی ګلاب منګل او یا علی شا ه احمدزی او … د دی کار لپاره مناسب وی.

  5. پتنګ یو بې جرته وزیر و. ممکن پوځي تجربه به یې لرله خو دومره محافظه کار و چې د ټول وزارت په موده کې یې یوه کلمه پښتو ونه ویله. ده فکر کاوه چې که پښتو ووايي له وزارته به لیري شي. ښه شو چې لیري شو. زه له پښتنو وکیلانو مننه کوم چې پتنګ ته یې منفي .
    رایه ورکړې ده. باید په اینده کې هم هر هغه پښتون وزیر ته د بې باورۍ رایه ورکړي چې بې غیرته وي او په خپله ژبه خبرې نه کوي.

  6. یاره د ده لری کیدل بد کار نه دی شوی ځکه چی یو کس چی په خپله مورنۍ ژبه د شرم احساس کوي له هغوۍ څخه به سړی څه طمعه وساتی او بله خبره داده چی د ده ټول پلانونه د لږکیو په لاس جوړ شوي پلانونه وه.ده په خپل وزارت کښی یو خپل ویاند هم اصلاح نه شوی کړی او چی څه به یی زده ول هغه به یی د ده د اجازی پرته میډيا ته وړانی کول..نو که داسي وزیر یا رئیس جمهور وي رنګ دي یی ورک شي او زمونږ لپاره یوغیرتی ځوان،باجراته،په پښتو مئین او وطن دوست وزیر پکار دی نه داسي څوک چی په خپله ژبه ورته شرم اودریږي او د لږکیو په ژبه ورته خپل ځان محفوظ ښکاري.
    په درنښت

  7. په لنډه تاسوته ووایم چي دښاغلي پتنګ پوهه افغانستان ته څه په درد خوري زما ورور دیو ګوله مړې لپاره ځی او وردګو کې شهید کیږې نو پتنګ صیب خلکوته څه ګټه رسولی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *