د پوهنځي په نوم جريده د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا خپره شوه، دا فرهنګي، علمي او روزنيره مياشتنۍ جريده ده چې د امتياز څښتن يې هم د ژبو او ادبياتو پوهنځی ده، په دې جريدې کې يوازې د هېواد د پوهنتونونو د استادانو او محصلينو ليکنې به خپرېږي او له بله اړخه به د پکتيا پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د استادانو او محصلينو له پاره به روزنيزه بڼه هم ولري، محصلين يې خبريالان او ليکوالان دي، هغوی به پکې د خبر ليکنې، مقالې ليکنې څيړنيزو مسايلو او عملي ژوناليزم مهارتونه تر لاسه کوي.

د دغې جريدې په هره ګڼه کې به د پوهنتون د محترمو استادانو څخه د يوه يوه تن ژوند او فن لوستونکو ته ورپيژندل کيږي او هم به د يوه يوه هغه آثر په اړه معلومات هم وړاندې کوي چې د پوهنتون د استادانو څخه چا ليکلي او يا ژباړلي وي.

د دې جريدې مسوول مدير د دې پوهنځي د ژورنالیزم څانګې ځوان استاد پوهيالی خالد احمد حبيب دئ، پوهيالی ايمل ښمر او پوهيالی رحيم الله داودزي په نومونو دوه تنه مرستيالان لري، د دې جريدې د خبر برخه د درې تنو محصلينو له خوا پر مخ بيول کيږي. د دې ګڼې مالي لګښت د پښتو څانګې د څلورم ټولګې له خوا ورکړل شوئ دئ.

پوهنځی په پکتيا پوهنتون کې لومړنۍ جريده ده چې خپريږي، دا پوهنتون د ( پکتيا پوهنتو ن ) په نوم مهالنۍ علمي خپرونه هم لري، چی فعلا د مالی ستونزو له امله له چاپه پاتې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *