د هیواد یو له مهمو اقتصادي مسایلو څخه هم د افغانۍ بیه د نورو هیوادونو د اسعارو په وړاندې ده. ځینې ګومان کوي چې د افغانۍ اوچته بیه د افغانستان د اقتصاد په زیان دی او د افغانستان بانک باید د افغانۍ بیه ټیټه کړي خو ځینې بیا فکر کوي چې د افغانۍ اوچته بیه د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټوره ده او بیه يي باید همداراز جګه او ثابته وساتل شي.
افغانۍ د لومړۍ ځل لپاره په ۱۹۲۵ز کال کې د افغانستان رسمي او یوازینی پولي واحد په توګه معرفي شوه چې له دې وړاندې د افغانستان پولي واحد هم افغاني روپۍ وه. په ۱۹۲۵ز کال نویی ټاکل شوی پولي واحد بیه له روپۍ څخه جګه وه چې هغه مهال یوه افغانۍ ۱.۱ روپۍ کیدلې. په ۱۹۳۶ز کال کې افغان حکومت وغوښتل د افغانۍ بیه په هندي روپیو چې څلور افغانۍ یوه هندي روپۍ کیدلې ثابته وساتي. د تاریخ په اوږدو کې افغانستان غوښتل افغانۍ په امریکايي ډالر ثابت وساتي؛ خو د امریکايي ډالر په مقابل کې افغانۍ د وخت له تیریدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی. په ۱۹۴۰ز کال کې یو ډالر ۱۳ افغانۍ کیدلې چې اوس یو امریکايي ډالر خرڅولو بیه ۶۰.۹۴ او اخیستلو بیه يي ۶۰.۷۴ افغانۍ ده.
د اسعارو بیه څنګه ټاکل کیږي؟
د اسعارو بیه د هر هیواد مرکزي بانک له لارې په وسیله په لاندې درېوویو مختلفو طریقو سره ټاکل کیږي:.
۱- بدلون موندوونکی یا Floating:
د اسعارو بیېه ټاکلو دغه طریقه کې مرکزي بانک د اسعارو په بازار کې لاسوهنه نه کوي. په دغه طریقه کې د اسعارو بیه د اسعارو د عرضېه او تقاضا پر بنسټ ټاکل کیږي. د هر هغه پولي واحد چې تقاضا يي زیاته وي بیه يي زیاتیږي.
۲- ټاکل شوی یا Fix:
په دغه طریقه کې د یو هیواد پولي واحد یو قیمتي فلز لکه طلا، نقره او یا د یو بل هیواد په پول�� واحد پورې تړل کیږي. د مثال په ډول د کویت د هیواد پولي واحد په ډالر پورې تړل شوی او کله چې د ډالرو بیه زیاته یا کمه شي نو د کویت پره پولي واحد هم اثر کوي او بیه کې يي بدلون راولي. په دغه طریقه کې د پولي واحد ارزښت د تقاضا او عرضې پر بنسټ نه ټاکل کیږي.
۳- اداره شوې یا Managed:
د اسعارو بیې ټاکلو دغې طریقې کې د اسعارو بیه یوه اندازه بدلون موندوونکېی Floating او یوه اندازه ټاکل شوی یا Fix وي.
په افغانستان کې د افغانۍ د بیې ټاکلو په طریقه پوهیدلو لپاره د افغانستان بانک پاڼه مې خلاصه کړه خو متاسفانه چې په دې اړه معلومات د معلومات درک نه لګېدهپه کې شتون نه درلود. د افغانستان بانک په اړه شته ځینوې شته راپورونو څخه داسې ښکاري چې د افغانستان بانک د افغانۍ بیېه ټاکلو لپاره ل ده بدلون موندوونکيی یا Floating طریقه عملي کوي؛ ځکه چې د ځینوې راپورونو پر بنسټ د افغانستان بانک هره اونۍ د میلیونونو ډالرو په بدل کې افغانۍ پیري تر څو په دې ډول د افغانۍ لپاره تقاضا زیاته او بیه يي اوچته وساتي.
د افغانۍ اوچته بیه د افغانستان په ګټه او که په زیان دی؟
د هیواد کمزوری اقتصاد او یا هم د تولیدي اقتصاد نه شتون له امله زیات شمیر اقتصادي نظریات زمونږ په هیواد کې د تطبیق وړ نه دي. زمونږ د عامو هیودوالو او تاجرانو ځینې پریکړې لکه د افغانۍ پر ځای د نورو پولي واحدونو استعمال او په بهرنیو هیوادونو کې پانګونه کول زمونږ اقتصاد لا کمزوريی کولو کې عمده رول لوبوي.
د نړیوال تجارت نظريي پر بنسټ د پولي واحد ټیټه بیه د هیواد په ګټه وي. کله چې د یو هیواد پولي واحد د نورو هیوادونو په پرتله ټیټه وي نو د دې هیواد د صادراتو زیاتوالی لامل ګرځي او کولی شي په دې ډول زیات عاید ترلاسه کړي.د مثال په ډول چین د نړۍ یو پیاوړی اقتصاد دی خو خپل د پیسو ارزښت يي ډیر ټیټ ساتلی ترڅو د دغهې هیواد تولیدات نورو هیوادونو ته ارزانه وي چې له همدې امله يي زیات شمیر تولیدات يي شمیر نړیوال پیریدوونکي لري. که چیرې د چینايي تولیداتو بیه جګه وي نو زیات شمیر خلک به د چینايي تولیداتو پر ځای د بل هیواد تولیدات وپیري.
د تجارت پورته نظریه په افغانستان کې د تطبیق وړ نه ده؛ی ځکه مونږ تولیدي اقتصاد نه لرللوو له امله صادرات نه لرلو. په هیواد کې یوازې د ګوتو په شمیر فابریکې شتون لري کوم چې حتی د خپلو هیوادوالو اړتیا نه شي پوره کولی او زمونږ مصرف په صاداراتو ولاړ دی؛ نو له دې امله د افغانۍ ارزښت کمول د افغانستان د اقتصاد په زیان دی خو ځینې ګټې هم لري.
څو دلایلو نظر کې نیولو سره ویلی شو چې د افغانۍ اوچته بیه د عامو افغانانو او هغو تاجرانو چې خپل تجارت کې افغانۍ کاروي په ګټه ده. د افغانۍ اوچتې بيي له امله تاجرانو ته صادرات په ارزانه پریوزي. زمونږ د هیواد د صادراتو زیاته برخه له پاکستان څخه واردیږي نو که چیرې د افغانۍ او کلدارو بيې سره مساوي وې نو افغان تاجر د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې یوازې یوه بوجۍ اوړه واردولی شو خو که چیرې یوه افغانۍ دوه کلدارې شي نو افغان تاجر ۱۰۰۰ افغانۍ په کلدارو بدلولو سره کولی شي دوه بوجۍ اوړه وارد کړي. له پر دې سربیره د افغانۍ اوچت ارزښت د انفلاسیون په کمولو کې هم ونډه لري؛ ځکه چې فابریکې کولی شي خپل اوومه مواد له نورو هیوادونو څخه په ټیټه بیه وارد کړي نو له همدې امله د خپلو تولیداتو بیه هم ټیټوي او له پر دې سربیره د صادراتو کمولو له امله مجموعي تقاضا هم کموي چې د مجموعي تقاضا کمیدل هم د بییو کمولو لامل ګرځي.
د افغانۍ اوچت ارزښت ځینې زیانونه هم لري چې یو له دغو زیانونو څخه په صا��اراتو ناوړه اغیز دهی. کله چې د افغانۍ ارزښت زیات یا اوچت شي نو د افغانستان تولیدات نورو هیوادونو ته په ګرانه تمامیږي چې له همدې امله نړیوال کاروونکي د افغانستان د تولیداتو پر ځای د نورو هیوادونو تولیداتو ته مخه کوي. له پر دې سربیره د افغانۍ اوچت ارزښت له امله واردات ارزانه تمامیږي نو خلک کولی شي د نورو هیوادونو تولیدات په ارزانه بیه ترلاسه کړي چې په نتیجه کې خپل کورني تولیدات نه استعمالوي نو له همدې امله د پولي واحد اوچته بیه د کورنيو فابریکو د ماتې او سقوط لامل ګرځي.
د افغانستان حکومت نه دی توانیدلی د یو تولیدي اقتصاد بنسټ کیږدي نو له همدې امله ځکه چې زمونږ د ورځنيۍ مصرف ډیره برخه وارداتي تولیدات تشکیلوي نو د افغانستان بانک غواړي د افغانۍ ارزښت اوچت ساتلو سره د صادراتي توکو بیه ټیټه وساتي. همداراز افغان حکومت نه دی توانیدل د کلدارو د استعمال مخه ونیسي د دولت هغه کارکوونکي چې په ختیځو ولایتونو کې اوسیږي خپل معاش کلدارو ته بدلولو سره زیات عاید ترلاسه کولی شي.
Po matlab pohidal moshkel di zaka der gad wad likal shawy dy.