قصيده په پښتو نظم کې يو ځانګړى جلا فورم دى، چې اساساً له عربي ژبې څخه پښتو ته راغلى دى؛ خو د قصيدې ځاى په پښتو نظم کې دومره جوت او ټينګ دى، چې سړى فکر کوي بولـله ( قصيده ) خپله کوم ځانګړى پښتو شعري فورم دى، له عربي ژبې څخه پښتو ته په راغليو شعري فورمونو او ډولونو کې تر غزل وروسته د قصيدې فورم زيات کارول کېږي.(۱)

خوشحال بابا ته د پښتو ادبياتو پلار وايي، دا ځکه چې بابا د نن څخه څو سليزې له مخې پښتو ژبې ته نوي- نوي خدمتونه او نظريات وړاندې کړي دي.

خوشحال بابا لکه څرنګه چې غزل يې پښتون او ملت پال کړ او له دوديز حالته يې راوویست، دغسې يې قصيدې ته هم نوى رنګ او خوند ورکړ، د يوې ځانګړې پېښې يا شخص د تائيد او توصيف له حالت نه يې راوويست، ټولنيز، سياسي او عرفاني يې کړ، د پخوانيو قصيدو يوه ځانګړنه دا وه، چې د ټولو يا زياتو بيتونو معنا يې له يو بل سره په ارتباط کې وه، د معنا له پلوه هر بيت له بل څخه متاثرو، يعنې دا چې د غزل په شان يې هر بيت پوره او خپلواکه معنا نه درلوده؛ خو خوشحال بابا دا دود هم مات کړ، کله چې د خوشحال بابا ګڼې بولـلې مطالعه کړو، نو د قصايدو د نوي رنګ او خوند مينه مو پرې ماتېږي، سړى فکر کوي يو اوږد غزل لولي؛ ځکه چې د ده قصيدې داسې ځانګړنې لري، لکه: د غزل په شان چې هربيت يې يوه مستقله معنا ښندي، د خوشحال بابا ټوله شاعري ناشعوري يا د ځينو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو په وينا الهامي شاعري ده.

خوشحال بابا د شعر په باب يوه اوږه (١٣٨) بیتيزه قصيده لري، په دې قصيده کې د شعر د ماهيت، تعريف او ارزښتمندۍ په باب یې خورا تفصيلي څرګندونې کړي دي او دا قصيده په حقيقت کې د شعر پوهنې په برخه کې خپله د يوه لوى شاعر يو ښه تيزس او لارښود ګڼل کېږي.

د شعر په برخه کې دا قصيده ځکه زيات ارزښت لري، چې خپله د يوه لوى شاعر او يوه لوى ادبپوه او شعر پوه له خوا ليکل شوې او وړاندې شوې ده. لکه چې وايي:

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال
ولې خدای مې کړ په غاړه دا مقال
رنګ زما د شعر هېڅ سره ساز نه دى
لکه سپى راپسې ګرځي په دنبال
که د شعر ويل هر څو د صفت وي
بيا په شعر کې پيدا شي انفعال
دا خبره بده نه ده چا ويلې
په تحقيق چې شعر حيض دى درجال
په جهان تر شاعريه بد څه نشته
خداى اخته مه کړه سړى په دا جنجال
تفکر د شاعر به لړمون شين کا
د غليم دې په نصيب شي دا اشغال

د خوشحال بابه په بولـلو کې د طبعیي پېښو انعکاس، ټولنيزې ناخوالې، سياسي او پوځي پېښې، ملي او عرفاني مسايل، ځانې او کورنۍ پېښې ستونزې او کشمکشونه او نور په لسګونو ډوله پېښې او مسايل بيان شوي دي، خو که دا ټول مسايل او پېښې سره پرتله او انډول کړو؛ نو د خوشال د ملتپالنې (نيشنليزم) احساس او فکر به پکې تر ټولو زيات په نظر راشي. په حقيقت کې (Nationalism) په دوه ډوله دى.

١. Positive Nationalism: دې ته مثبته ملتپالنه (نيشنليزم) وايي په دې ډول ملتپالنه کې مشر او يا رهبر د خپل قوم په واسطه ځان يوځاى ته رسوي او بيا بېرته خپل قوم ته خدمتونه کوي؛ يعنې مشر د خلکو د خدمت لپاره هر ډول هڅې کوي. داسې ملتپالنه په هغو ټولنو کې د تطبيق وړ وي، چې د ټولنې زيات خلک باسواده او تعليم يافته وي، خوشحال بابا د مثبتې ملتپالنې ايډيال درلود؛ خو بابا په خراب وخت او خرابو خلکو کې پیدا شو، د نیشنليزم او رياليزم مفکوره د لومړي ځل لپاره د خوشحال په اشعارو کې لېدل کېږي او بيا د لرغونې افغانستان نه نورې نړۍ ته دغه مفکوره تيته شوه.

٢. Nagitive nationalism: دې ته منفي ملتپالنه (نيشنليزم) وايي،   په دې ډول ملتپالنه کې مشر يا رهبر ټولنې لپاره په چل اوفريب کې وي، ځان د خلکو په واسطه لوړوـ لوړو ځايونو ته رسوي او بيا هېڅ ډول خدمت خپلو خلکو ته نه کوي. لکه: زموږ د پارلمان ځينې داړه ماران او غله چې د عوامو په سترګو کې خاورې اچوي او ځان د پارلمان چوکۍ پورې رسوي او بېرته د همدې خلکو وينې زبېښي. (۲)

داسې ملتپالنه په بې سواده او وروسته پاتې ملکونو کې ډېر زيات تطبيقېږي. لکه: افغانستان او داسې نور غريب ملکونه.

په حقيقت کې مثبته ملتپالنه او ملت جوړونه د خوشحال د قصايدو اساسي روح دى.

د خوشحال په ټوله شاعرۍ، په تېره بيا په قصايدو کې ملتپالنه داسې حيثيت لري. لکه: په (شمسي نظام) کې چې يې (لمر) لري.

لمر د شمسي نظام چورليز (محور) دى او د دې لمريز نظام نورې ټولې سيارې د همدې لمر پر محور راڅرخي، د خوشحال په شاعرۍ او په همدې قصيدو کې هم ملتپالنه او ملت جوړونه همدا حيثيت لري، د خوشحال د قصايدو روح همدا ملتپالنه ده؛ خو نور ګڼ ټولنيز، عرفاني، اخلاقي او غنايي مسايل چې په قصايدو کې راغلي، بيا هم په يوه نه يوډول له ملتپالنې او ملت جوړونې سره ارتباط لري او پر همدې محور چورلي. (۳)

د قصيدې بنسټ په عربي ادبياتو کې کېښود شوى دى او د جاهليت په زمانه کې (١٥٠) کال د اسلام څخه دمخه قصيدې موجودې وي او ډېرې مشهورې قصيدې يې (سبعه معلقه) نومېدې.

د جاهلي پېر شاعر به په قصيده کې يو ځل د کوچيانو د کړو په پاتې شونو خبرې کولې، بيا به د دښتو او بيدياوو ستاينه وه، په صحراوو کې به يې وحشي او روږدي حيوانات يادول او له هغه وروسته به شاعر خپل اصلي هدف ته ګرځېده، چې يا به فخر و يا به مدحه وه، کله کله به يې په لارښوونو هم قصيده پاى ته رسېده. (۴)

د جاهليت د پېر په قصايدو کې د موضوع تسلسل نه دى مراعات شوى؛ ځينې کره کتونکي د دې لوى علت د عربانو د ژوند اغېز بولی، چې هر لور ته به يې شاعر مخه کوله، هغه وخت ګڼ عربان کوچيان وو، کله به په وښو پسې يوې خوا کوچېدل او کله به د باران پسې بل لور ته تلل چې دغه ګرځېدنه د دوى قصيدې هم همغسې کړې وې.

عربي شاعران په خپله وايي: زموږ د جاهليت پېر قصيدې څلور ستر عيبونه لري.

الف: د قصيدې موضوع يوه نه ده او تسلسل په کې په نظر کې نه دى نيول شوى.

ب: د ډېرو بيتونو ترمنځ معنوي رابطه نشته، په وزن او قافيه کې يې توپېر نشته ،ولې معنوي نيمګړتيا نه يې سترګې نه شو پټولاى،بايد په ښه شاعرۍ کې د هرو دوو نيم بيتیو ترمنځ د معنا ربط موجود وي، د قافيې معنوي تړاو د بيتونو سره يا د رديف معنوي تړاو د بيتونو او قافيو سره دا بايد په نظر کې ونيول شي.

ج: د شعر صدق او ريښتينولي کمزورى دى، شاعر له اغراق،غلو او ډېرې مبالغې کار اخلي او د ژونديو شمېر مفاهيم هغسې نه انځوروي، لکه څرنګه چې يو شعر غوښتنه کوي، د شعر د صدق په اړه الفت صاحب وايي:

(که چېرې يو کس د خپل زوى يا محبوبې په مرګ يوه مرثيه وليکي او بل کس د يو پاچا د مرګ په اړه مرثيه وليکي، د دواړو ترمنځ فرق دا دى، چې د لومړي کس په شعر کې د احساساتو، جذباتو او ولولو صدق او ريښتينولي موجوده ده او دې بل د پيسو ا ومال لپاره مرثيه ليکلې ده؛ نو د جاهليت په پېر کې قصايد د (عکاظ) د بازار لپاره ليکل کېدې، ترڅو ښه قيمت ګذاري پرې وشي او ريښتينولي پکې نه وه.

د: څلورم عيب د قصيدو د معناوو تکرار و.

د جاهليت په پېر کې د شاعر احساسات برسيرن دي او کله چې د اوښې په ستاينې شروع وکړي، تر سلو ډېر بيتونه هم ورته وايي. دغه بيتونه داسې دي چې له سره تر لکۍ اوښه ورته مجسموي.

په دې ��ېر کې شاعران د حيواناتو ډېره يادونه په خپلو قصايدو کې کوي. لکه: اس، سوسمار، غوا، وحشي خرونه او يو شمېر هغه حيوانات يادوي چې وينې يې تشبيهات يې هم له همغسو شيانو سره دى چې د سترګو څلور کونجه يې څاري.

د عربي ادبياتو نه قصيده پارسي يا دري ادبياتو ته راغله او د فارسي ژبې لومړنى شاعر ابو العباس مروزي په (١٩٣هـ ق) کال کې لومړنى شعر د قصيدې په چوکاټ کې وويل او د مامون الرشيد يادونه، مدح او ستاينه يې پکې کړې وه. لکه:

اى رسانيده به دولت فرق خود تافرق قدين
کسترانيده به عدل وجود عالم يدين
مر خلافت راتو شايسته چو مردم ديده را
دين يزدانى راتو بايسته رخ را هر دوعين

١. په فارسي قصايدو کې مدح تر هرڅه دمخه قصيدې هدف او مقصد و او عاشقانه تشبيبونه صرف د قصيدې د ښکلې کېدو لپاره و.

٢. د غزنويانو په دوران کې به قصيدې ټولې تمهيديه وي او د پاچا، وزير او نورو مشرانو د چاپلوسۍ لپاره ويل کېدې او د حد نه زيات افراط به يې په کې کولو.

٣. وروسته د غزنويانو په قصايدو کې اعتقادي موضوعات راتلل.

٤. سنايي غزنوي په قصايدو کې ديني، عرفاني او تصوفي مسايل راوړل.

٥. سعدي په خپلو قصايدو کې اخلاقي او اجتماعي مسايل راوړل.

٦. د حسن طلب برخه په فارسي قصايدو کې ډېر زيات ليدل کېږي.

د فارسي ادبياتو د قصيدې موضوعات مدح، ستاينه، چاپلوسي، اعتقادي، ديني، عرفاني، تصوفي، اخلاقي، اجتماعي، سياسي، وطني او ملي ده؛ خو زياتره موضوعات يې د تمهيديه قصيدې په چوکاټ او قالب کې ويل شوي دي، يعنې د تشبيب، ګريز، اصلي مطلب، حسن مطلب او دعاييه برخې په زياتو کې لېدل کېږي.

د پښتو ادبياتو په لرغونو دور ې کې موږ دوه شهکاري قصيدې لرو چې لومړنۍ يې د شيخ اسعد سوري قصیده ده،د امیر محمد پر مړینې مرثيه (رثايه) قصيده ويلې ده او دويمه قصيده د ښکارندوى غوري قصيده ده چې د سلطان شهاب الدين او سلطان غياث الدين غوري په ستاينه او مدح کې يې ويلي ده دا دوه قصيدې د پښتو ادبياتو دوه داسې ارزښتمندې او شهکاري قصيدې دي چې د خپل وخت په دري ادبياتو کې يې هم مثال نه لېدل کېده او د پښتو ادبياتو په منځنۍ او معاصرې دورې کې داسې نورې قصيدې موږ نه شو پيدا کولاى. (۵)

د غوريانو د دور قصيدې په تول برابرې قصيدې وې؛ مګر پس له غوري درباره درې پېړۍ دقصيدې نمونې موږ نه لرو؛ خو کله چې د پير روښان په روحاني بزم کې وځلېده، رنګ او جوله يې بالکل بدله وه، يعنې هغه قصيده چې په غوري دربار کې په فني او ادبي لحاظ ډېرې پياوړې او يوه يې د مدح او بله يې د رثا لپاره ويل شوې وې، د پير روښان په بزم کې خاص د توصف او الهي تفکر په رنګ رنګېدلې راووته. د روښانيان قصيدې خو د وحدت او تصوف په افکارو ډکې او غني دي، مګر د صنعت، ادب او بيان له پلوه وچې کلکې او بې خونده دي او د دوى د شاعرۍ او فني کمال او صنعتي جمال خوا سپيره ښکاري. د روښانيانو په مکتب کې ادبي قدرت او د شاعريت حقيقي جلوې ډېرې کمې دي، هغه شاعرانه اقتدار چې د غزنويانو او غوريانو دورې په قصايدو کې لېدل کېږي. د روښانيانو په دورې کې ډېر تت تر سترګو کېږي. (۶)

د روښانيانو په دوره کې يوازې تصوفي، عرفاني او اخلاقي مسايل په قصيدو کې راتلل او د شعريت خوا يې کمزورې وه.

د پير روښان تصوفي او سياسي ادبي مکتب نه وروسته د خوشحال خان خټک ملي ادبي مکتب منځته راغى.

بابا د شعر او نثر په برخه کې ډېر تغيرات راوړل، د روښانيانو مسجع نثر يې په ساده او ران نثر بدل کړ او د نظم په برخه کې يې ډېر مشترک يا عروضي نظمونو نه کار واخيست او استعمال يې کړه.

خوشحال خان خټک په خپل ادبي زيار قصيده هم ترلاسه ونيول او د روښانيانو له خانقا يې بېرته د بزم مجلس ته راوسته.

خوشحال خان او تر ده وروسته د ده د کورنۍ ډېرو شاعرانو د پښتو قصيده په صنعتي او فني لحاظ وپالـله او د مضمون د تنوع له پلوه يې داسې غني کړه، چې اوس هغه د غوريانو او روښانيانو قصيدې چې پرته له ستاينې او تصوفه يې نور رنګونه نه لرل، په ډول ډول مضامينو وپسولل شوه او هر راز ادبي ښکلا يې بيا مونده.

اخلاقي، حماسي، افتخاري، شکوه، غندنه، ستاينه، ښېګڼه، تبليغ او تلقين خو کله کله تصوف، توحيد او نور ډېر مضامين هم د قصيدې په فورم او چوکاټ کې داخل شوه.

په حقيقت کې بابا د نوې قصيدې ژوندی کوونکى دى او په يوه قصيده کې د روښانيانو کمزوري او د خپلو اشعارو يادونه کوي او وايي:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمندر کړ
يو په حال او په ماضي کې هسې نه و
د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ
د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خيشکی زمند کړ
که دولت و، که واصل و،که دا نورو
په خبرو مې د هر يوه ريشخند کړ
هر کلام مې وارداد دى يا الهام دى
چې موزون مې په تقطيع د بحر بند کړ
د بوستان ونې مې واړه پيوندې دي
حقيقت مې د مجاز سره پيوند کړ

(۷)

رښتيا هم تر خوشحال خان دمخه د پښتو قصيده د روښانيانو په دور کې داسې وه، لکه چې سړى اوربشينه ډوډۍ خوري.

د خوشحال خان په قصيده کې د چا غندنه يا ستاينه يا کومه مقصد نه وه، د ده کلام د زړه الهام او د محبت کمندو:

نه مې سود نه مې مقصود شته په دا کار کې
محبت زما په غاړه دا کمند کړ

د بابا د ديوان قصایدشا او خوا ٢٠٠٠ بيتونو ته رسېږي، د خوشحال خان قصیدې د ده د شعر يوه جامعه برخه ده چې د شاعر پياوړتوب او فني اقتدار او ادبي مهارت ښه ښکاره کوي.

خان بابا د شاعرۍ سره- سره يو جنګي سردار او د جګړې د ميدان توريالى سپاهي هم دى؛ نو ځکه د ده وينا په جنګي مناظرو او د تورې او تورياليتوب په ستاينه کې پر يوه واقعیي او حقيقي کيف بنا ده او تل له ځانه حکايت کوي، نه له نورو او که کوم وخت د کوم توريالي ستاینه کوي، هغه هم هغه څوک وي، چې د ده تر مشرتابه لاندې تو رې وهي.

د خوشحال بابا قصايد د مضمون له پلوه د عربي، فارسي او د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې او منځنۍ دورې د روښانيانو د ادبي مکتب سره لاندې توپيرونه درلودل.

١. د جاهليت د پېر قصيدو د تمهيديه قصيدې په ډول برخې درلودې، خو د خوشحال په ډېرو قصايدو کې دا ځانګړنه نه شته.

٢. د جاهليت د پېر او همدارنګه د فارسي ژبې ځينې قصيدې د مال او دولت د لاس ته راوړلو لپاره ويل کېدې، لکه د جاهليت په پېر کې د (عکاظ) په بازار کې قصیدې خرڅېدې او د فارسي ژبې قصيدې به په مدح او ستاينې لپاره ويل کېدې، خو د بابا ټولې قصيدې داسې هېڅ ځانګړنه نه لري. بابا که په ځينو قصايدو کې د ايمل خان او دريا خان يادونه کړې ده، هغه د بابا د لاس لاندې کسان و.

٣. په فارسي قصايدو کې د حسن طلب برخه ډېره لېدل کېږي، چې شاعر د خپل ستايونکي نه د مال، دولت او يا څه شى چې يې مقصد وي، په ډېر ماهرانه او استادانه ډول غواړي؛ خو د بابا په قصايدو کې دا برخه نشته.

٤. د جاهليت د پېر د قصيدو ترمنځ د موضوع تسلسل، د بيتونو ترمنځ معنوي تړاو، په شعر کې صدق او ريښتينوالى او د معناوو تکرار په نظر کې نه دى نيول شوى، خو د بابا په قصايدو کې پورتني ټولې ځانګړنې موجودې دي.

٥. د فارسي ژبې ډېرې قصيدې تمهيديه دي؛ خو د بابا ډېرې قصيدې خطابيه قصيدې دي.

٦. په فارسي تمهيديه قصايدو کې چندانې د شعر ريښتينولي او صدقه په نظر نه راځي، ځکه دوى ډېرې قصيدې د مقصد لپاره ويلې دي، چې په پښتو ادبياتو کې دې ته شعوري (راوړې) شاعري وايي.

خو د بابا په ټولو قصيدو کې د شعر صدق له ورايه معلومېږي، دې خپلې ټولې قصيدې ناشعوري (راغلې) يا په الهامي ډول د قصيدې په چوکاټ او فورم کې ويلې دي. (۸)

٧. د غوريانو د دور قصيدې يوه (ستاينه) او بله (رثا) وه خو بابا هر ډول مضامين په خپلو قصايدو کې راوړل.

٨. د روښانيانو د دورې قصيدې په تصوفي، عرفانې او وحدت الوجودي رنګ رنګېدلې وې؛ خو بابا د دې تنګو موضوعاتو نه قصيده راوويسته.

٩. د روښانيانو د دور قصيدې په فني لحاظ ډېرې وچې کلکې او بې خونده وې؛ خو بابا ډېرې په تول برابرې او ارزښتاکه قصيدې وويلې.

١٠. بابا په خپلو قصايدو کې راستا په اصلي مطلب شروع کوي او د تمهيديه قصايدو په ډول یې برخې په کې نه مراعاتولې، ځينې قصايد يې د تمهيديه قصيدې ځينې برخې لري.

١١. د بابا په قصايدو کې اخلاقي، حماسي، اقتصادي، شکوه، غندنه، ستاينه، ښېکڼه، تبليغ، تصوف، عرفان، توحيد او نور ډېر مضامين هم د قصيدې په چوکاټ کې داخل کړي دي.

ماخذونه

۱. هاشمي،ارمل. سیداصغر، بوللـه له پیله تر خوشحاله، مومند خپرندویه ټولنه،جلال اباد،۱۳۹۲ ل کال.

۲. په زيا د سر محقق، زلمي هېوادمل، فرهنګيالى خوشحال، د افغانستان کلتوري ټولنه، جرمني، ١٣٨٩لمريز کال.

۳. يون، پوهندوى، محمد اسماعيل، خوشحال په خپل ايډيال کې، يون کلتوري يون، کابل، ١٣٨٧لمريز کال.

۴. پسرلى، اجمل، نوى عربي شعر، مومند خپرندويه ټولنه، جلال آباد، ١٣٩١لمريز.

۵.هاشمي،ارمل،سیداصغر،ادب پوهنې ارونه، مومندخپرندویه ټولنه،جلال اباد،۱۳۹۲ ل کال.

۶.حبيبي، پوهاند عبدالحى، پښتو ادب په تاريخ کې قصيده، علومو اکاډمي، کابل، ١٣٥٧لمريز کال.

۷.مومند، کامل، دوست محمد خان، خوشحال خان خټک، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٥لمريز کال.

۸.هاشمي، ارمل، سيد اصغر، شعر پوهنه، مومند خپرندويه ټولنه، جلال آباد، ١٣٩٢لمريز کال.

۹.يمين، دوکتور محمد حسين، تاريخچه پارسي دري، انتشارات اريانا، کابل.

۱۰.همت، عبدالمالک، ادب او ادبي کره کتنه، صحاف نشراتي مؤسسه، لاهور، ١٣٨٥لمريز کال.

۱۱.هېوادمل، سر محقق زلمى، ننګيالى د زمانې، د افغانستان د کلتورې ودې ټولنه، جرمني، ١٣٨٠لمريز کال.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *