ژ: داود سلیم/ دوهمه برخه
د روژې روغتيايي ګټې
انسانانو ميليونونه کلونه داسې ژوند کړی چې کله به قحطي وه، خواړه به نه پيدا کېدل او کله به هر څه پرېمانه وو، له همدې امله د انسان بیالوژي داسې عياره او برابره شوې چې کله ناکله د خواړو قحطي تجربه کړي. د بيالوژۍ له نظره، په یوه کال کې يوه مياشت روژه د بدن لپاره د دې فرصت برابروي چې د بدن بېلابېل ارګانونه خپلې بې کاره حجرې (سلول) نوې او هغه زیان رسوونکي مواد چې په بدن کې جمع شوي، ایسته وغورځوي.معاصرو طبي علومو ګڼ داسې حقیقتونه موندلي او کشف کړي دي چې روژه څنګه د جسمي او رواني روغتيا لامل ګرځي او د ژر بوډا توب مخه نيسي.
هغه ذات چې د انسان بدن او روان او د هغه چاپيريال او خواړه يې پيدا کړي دي، له شک پرته په دې هم ښه پوهيږي چې د انسان لپاره څه شی ګټور او څه شی زيان رسوونکی دی.
د روژې په اړه قرآن کريم په صراحت سره لارښوونه کړې:
“يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا كُتِبَ عَلَيكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ عَلَى الَّذينَ مِن قَبلِكُم لَعَلَّكُم تَتَّقونَ” (البقرة، 183)
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايما مو راوړی دی، روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه څنګه چې په له تاسو وړاندې کسانو باندې فرض شوې وه، ترڅو پرهېزګار شئ.
روژه نه يوازې د يوې مياشتې لپاره له اوبو، خواړو او جماع څخه ورځنی پرهيز دی، بلکې له نورو سره د چلند په ډول کې دسپلين راوستل، تفکر سمول او په صبر، استقامت او نورو اخلاقي فضایلو کې د نفس روزنه هم ده. همدا لامل دی چې روژه د انسان جسمي، رواني او ټولنيزه روغتیا ښه کوي او بهبود په کې راولي.
د ۲۰۱۳ زېږديز کال په پيل کې د انګلستان څو طبي څېړونکي د سلګونو ترسره شويو تحقیقاتو له مطالعې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې روژه د انسولين هورمونونو د آخذو د خرابېدو مخه نیسي او د شکر ناروغۍ په ګډون د ګڼو ناروغيو مخنیوی هم کوي. انسولين يوه داسې کيمياوي ماده ده چې د پانقراس په واسطه ترشح کېږي او انرژي لرونکي مواد د بدن ټولو حجراتو ته رسوي.د انسولين آخذې د حجراتو پر دېوال قرار لري. د دغو آخذو خرابېدل د دې لامل کېږي چې انسولين ونه شي کړای د حجراتو داخل ته ننوځي، نو له همدې امله د شکر او نورو ناروغيو او ستونزو باعث کېږي.
انسولین يوه کيمياوي ماده ده چې د پانقراس په واسطه ترشح کېږي او انرژي لرونکي مواد د بدن ټولو حجرو ته رسوي. د انسولین آخذې د حجراتو پر دېوال قرار لري. د دغو آخذو خرابي د دې لامل کېږي چې انسولين ونه کړای شي د حجرو منځ ته ننوځي، له همدې امله د شکر ناروغیو او نورو ستونزو باعث کېږي.
نورې څېړنې ښيي چې روژه په مغز کې نور حجرات رامنځته کوي. د حجراتو وده د مغز په يوه برخه کې (Hippocampus) صورت مومي چې د انسان د حافظې او تعقل ځای دی. د حافظې او تعقل پر ښه والي او بهبود سربېره د روژې دغه اغېز په لوړ عمره اشخاصو کې د نويو شيانو د زده کړو ظرفیت لوړوي او د Alzheimer (په لوړ عمر کې هېرول) په څېر د مغزي ناروغيو د پېښو د کموالي سبب ګرځي. په هغو کسانو کې چې سمه روژه نیسي، د حافظې د بهبود له میکانیزمونو څخه يو دا دی چې روژه په مغز کې د (Brain-derivedneurotropic factor-BDNF) په نوم د يوې پروتيني مادې د رامنځته کېدو سبب ګرځي. دغه ماده په مغز کې د نويو حجراتو د رامنځته کېدو لامل کېږي او د حافظې او زده کړې د پياوړتيا او باعث ګرځي. د انسان د سم قضاوت لپاره د حافظې او تعقل روغتيا اړينه ده او واقعي روزه د هغو کسانو د عقايدو او کړو وړو برخه ده چې پرهېزګاري يې خپله دنده او فکر ګرځولي دي. قرآن کريم په دې اړه چې تقوی د مؤمن د قضاوت لپاره د رڼا لامل ګرځي، داسې فرمايي: “يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجعَل لَكُم فُرقانًا وَيُكَفِّر عَنكُم سَيِّئَاتِكُم وَيَغفِر لَكُم ۗ وَاللَّهُ ذُو الفَضلِ العَظيمِ﴿ انفال سورت،۲۹ آیت﴾
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی! که د الله تعالی (د فرمان له مخالفت) نه ډډه وکړئ، ستاسو لپاره له حق څخه د باطل د جلا کېدو لپاره وسيله برابروي (يوه خاصه رڼا در په برخه کوي چې په هغې کې حق له باطل څخه جلا کولای شئ)، او ستاسو ګناهونه پټوي او تاسو بخښي او الله تعالی د عظیم فضل څښتن دی.
روژه د روژه دار په وينه کې د نشو نما هورمون ۲۰ چنده زياتوي. د دې هورمون فعالیت د ګڼو روغتيايي بدلونونو باعث ګرځي چې يو يې د زړه د روغتيا بهبود او د عضلاتو ساتنه ده. سپورټ هم په بدن کې د نشو نما هورمون (Growth Hormone) زياتوي، له همدې امله هغه کسان چې کولای شي په روژه کې سپورټ هم وکړي، د روژې له فوق العاده ګټو څخه برخمن کېږي.
همدا راز روژه له بدن څخه د مضرو مالیکولونو د تخليې لامل ګرځي او د بدن عمومي التهاب کموي. د روژې دغه اغېز د ګڼو ناروغیو د مخنيوي باعث کېږي. د روژې پر مهال کله چې انسان د انرژۍ لپاره د بدن له غوړيو کار اخل��، ګڼ نور مواد هم چې د بدن په غوړيو کې ذخیره شوي او د ناروغيو لامل کېږي، له بدن څخه لرې او ايسته غورځول کېږي. په دغو موادو کې د ښارونو د ککړې هوا مضرې ذرې شاملې دي چې د انسان په شحمي موادو کې يې ځای نیولی دی.د وازدې د لرې کولو پر مهال، بدن د وینې کلسټرول هم کموي او دا بدلون روغتيا ته ډېر ګټور دی. د روژې پر مهال په بدن کې د شحمي موادو (وازدې) استقلاب (سوخت ساز) د روغتيا لپاره ګڼ ګټور بدلونونه لري. د وازدې استقلاب د کيتون په نوم داسې يوه ماده په وينه کې خوشې کوي چې د انسان مغز له هغې څخه د انرژۍ د توليد لپاره کار اخلي او د مغز ګټور خواړه دي.
د روژه دارو ګډه تجربه، په ځانګړې توګه د هغو روژه دارو چې په رښتينې توګه روژه نیسي، دا ده چې روژه د رواني خوښۍ لامل کېږي او د دوی پوهه او فکر ورسره لا ګړندی او روښانه کېږي؛ همدا راز يې د بدن انرژي ډېره لوړيږي. کېدای شي د روژې دا اغېز د ګڼو روحي او رواني فکتورونو زېږنده وي. خو د بيالوژۍ له نظره، د داسې رواني بدلونونو له ميکانيزمونو څخه يو دا دی چې د روژې د مبارکې مياشتې په دويمه اونۍ کې په وينه کې د اندروفین هورمونونو ترشح زياتيږي. دغه هورمونونه انسان ارام، خوښ او ويښ ساتي. د انسانانو په مغز کې د اندروفین کمښت يو له هغو فکتورونو څخه دی چې يو شخص دې ته اړباسي چې د نشه يي توکو په لټه کې شي. په نشه يي توکو ځينې روږدي خلک د اندروفين له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. له دې امله چې روژه کولای شي د اندروفین هورمون ترشح لوړ کړي، سمه روژه نيول په ځوانانو کې د روږدېداپه کمښت او د نشه يي توکو په پرېښودلو کې مهم رول لرلای شي. د روژې مبارکه مياشت د انسان د ارادې د پياوړتيا او له مضرو عادتونو څخه د انسان د ژغورنې میاشت ده، له همدې امله دا مياشت د نشه يي توکو، الکول او سګرټو له روږدېدا څخه د خلاصي تر ټولو غوره مياشت ده. د دې ماشتې له برکت څخه باید استفاده وشي ترڅو ځانونه د سګرټو، الکولو او نشه يي توکو له خطرناک عادت څخه و ژغورو
نوربيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴