تاند- د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډدلې دوهم کس له ۶ نورو داعشیانو سره په ننګرهار ولایت کې د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې ووژل شو.

د افغانستان استخباراتي ادارې نن وویل چې ګلزمان، چې په افغانستان کې د داعش د مشر مرستیال و، له شپږو نورو سره د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې له ګلزمان سره د ده مرستیال قومندان جهانګیر هم په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

د سږ کال په لومړیو کې د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې، چې د فعالیت اصلي مرکزونه یې په سوریه او عراق دي، اعلان وکړ چې خپل فعالیت خراسان ته غځوي. دې ډلې اعلان کړی چې د بغداد تر مرکزیت لاندې افغانستان، پاکستان او د ایران یوه برخه د دوی د خلافت یو ولایت دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نه دي ویلي چې په اچین ولسوالي کې د داعش د غړیو پر ضد کله بمباري شوې چې په نتیجه کې یې د دې ډلې مرستیال وژل شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت د داعش د ځپلو لپاره خاص عملیاتي ټولی جوړ کړی دی.

دې ډلې په ننګرهار کې ډېرې برخې له وسله والو طالبانو تصفیه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *