احمد نويد نظري

شايد په نړۍ کي کم شمير هېوادونه د افغانستان په څېر له عاجيبو استثناعاتو برخمن وي، دا سي استثناعات چي سړی يې تصور هم نه شي کولای.

د افغانستان په دوزخ کي د اوسيدونکو وګړو له سترګو دا استثناعات پټ نه دي، ټول په دې پوهيږي چي دلته ژوند کول تصادف دی.

چيري چي ژوند تصادف وي، هلته ډيری د کار خلک خوپ و چوپ وي، دوی ټولو انزوايې حالت غوره کړی وي، نه له چا سره کار لري او نه هم غواړي چي څوک ورباندي کار ولري.

همدا مقوله يې عملي کړي وي چي نه کار په هغه دې څه کار، خو په همداسي يو تنګ او بدرنګ ماحول کي بيا يو دانه جالب د موري زوی هم پيدا کيږي، داسي يو د موري زوی چي ټول ورته ګوته په غاش وي او ځکه ورته ګوته په غاش وي چي دوی د ځان جوړولو نه بلکي د جهان د جوړولو هڅه کوي.

دوی تل لاس په کار وي، له کار سره يې زيار وي او له زيار سره – سره د دار له ډاره هم نه په شاه کيږي.

همداسي يو نه په شاه کېدونکی کس دا ځل په بدلون اوونيزه کي در پيژنو.

همدا وياړلی کس مو د ژورناليزم د ډګر ځوان لاروی احمد نويد نظري دی، ښاغلی نظري له نن څخه       ۲۷ کاله وړاندي د افغانستان په پلازمينه کابل کي د نظرمحمد په کور کي زيږېدلی، نوموړی اصلي د هلمند ولايت د ناوې ولسوالي د خلج د سيمي اوسيدونکی دی.

ښاغلي نظري د خپلي کورنۍ په ځانګړي توګه د خپل پلار نظرمحمد پر مټ او هڅونه په ۱۳۸۶ هـ ش كال كي دكارته لګان دعالي لېسې څخه په لوړه درجه دفراغت سند ترلاسه کړ.

خو نوموړي په دې زده کړو بسنه ونه کړه، دلوړو زده کړو په موخه يې داراکوزيا خصوصي پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومودپوهنځۍ دادارې او ډيپلوماسۍ څانګه شروع او بلاخيره په ۱۳۹۴ هـ ش كال دجوزا په مياشت كې په لومړى درجه دهمدي پوهنتون څخه فارغ سو. دښوونځۍ دزده كړوپرمهال يې دانګليسي اوكمپيوټرزده كړي هم کړي اوپه دې برخه كي يې زيات مهارت هم ترلاسه كړی.

دښوونځي په وروستيو کلونوکې يې دهلمند راډيوتلويزويون سره دافتخاري كاركوونكي په توګه كارپيل كړ چي وروسته بيادخپلي وړتيا له مخي د(IWPR) (دسولي اوجګړې دراپوروركولوپه انستيتيوت) كي دژورناليزم زده كړي وکړي، دوه مياشتي وروسته يې ددې انستيتيوت دراډيويې خپرونوپه برخه كي دمرستيال په توګه دوه كاله دنده ترسره كړه اوپه دې موده كي يې دژورناليزم په ډګركي ډيري عملي اونظري زده كړي ترلاسه کړي.

ښاغلی نظري په هلمند كي دبېلابئلومجلو،جرېدواوانټرنټ پاڼو لپاره ليكني كړي اوخپرې سوي .همدارنګه يې ديوشميرنړيوالورسنيوسره هم د فريلانس په توګه كاركړئ اولاهم لګيادى. احمد نويد نظري نژدې دوه كاله په هلمند كي دسمون راډيو سره د پروډيو سراو په همدې موده كي يې دشمشاد تلويزيون سره د جنوبي حوزې د خبريال اواستازي په توګه كار کړی چي وروسته دولايتي ادارې په غوښتنه دهلمندراډيوتلويزيون د خپرونود مسئول په توګه ترشپږمياشتنۍ دندي وروسته ،دهلمندولايت مقام په پېشنهاد د هلمند راډيوتلويزيون د آمرپه توګه وټاكل سو. دهلمندراډيوتلويزيون تردندي وروسته په كابل كي د ملي راډيوتلويزيون دفرهنګي مفسرپه توګه يوكال دنده ترسره كړه. نوموړى دعكاسئ سره خاصه علاقه لري اوپدې برخه كي يوويبلاګ هم لري چي پكښې دهلمندعكسونه ننداري ته وړاندي كيږي. نظري دعكاسۍ په ګڼو وركشاپونوكي هم برخه اخيستې ده اوددې وركشاپونورپرمهال يې ښه نمونه وي عكسونه وړاندي كړي دي. كابل كي د (دريمي سترګي دفوټوژورناليزم سنټر) غړى هم دى اودنوموړي يوشمېرعكسونه هم دهمدې مركزلخواپه هغه نندارتونونو كي نندارې ته وړاندي سول چي دافغانستان په ګڼوولاياتو او اروپا كي پرانيستل سوي وه. نظري اوس مهال په هلمند كي دافغانستان دخبريالانو د مركزاستازى او د دې ترڅنګ يوشمير شخصي چارو بوخت دى.

د ځوان نظري له نظره، جنګاور و قاچاقبر، خاينېن و مفسيدين، قاتيلين و عاصبين پټ نه دي، سترګور نظري تل بې توپيره د خپل مسلک له مخي د دوی ټولي نادودي او نابابې ولس ته شکاره کړي او لا يې هم د شکاره کولو په موخه هڅي نه دې ټکنۍ سوي.

زموږ پاک نظري دي، د ناپاکو له نظره په امان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *