دیارلسمه برخه –

د ۱۹۰۴ ء کال د اپریل پر ۱۰ نیټه د نمایش افتاح وسوه د ښاغلي ډې د دوستانو حلقه دومره پراخه وه چي په لومړۍ ودځ د انځورونو نندارې ته دومره خلک راغلل چي هیڅ یو نوی هنرمن یې د راتللو طمعه درلودی نسي ، جبران په تماشګرو کي راګېر وو ، چا د ستاینو امیلونه ور تر غاړه کول او چا د آټو ګراف فرمایشونه ځني کول ، ماریانه له فخره دنګه غړۍ ورسره روانه وه ، ناڅاپه د جبران سترګي را ډکي سوې ، مور ، سلطانه او بطروس یې ډېر ویادیدل جبران له ځان سره وویل نن که ټول ژوندي وایي څومره زیات به خوشال وایي ، ورور یې د اور ګاډي د کرښيد آ بلي غاړي په شتمنو خلګو کي څه ډول مقبولیت موندلی دﺉی .

د نندارې وروسته چي جبران او ماریانه کور ته را ستانه سول توره تیاره کوټه یې د خو شالیو د څراغونو په ځلاو ځنګیدله ، رښتیا هم انسان چي خوشاله وي هر شی یې تر سترګو مسګی ، مسګی ایسي دواړه تر ډېره د نمایش په اړه سره ږغیدلو څو خوب ورتلو ، جبران دومره ستړی وو چي سهار تر ناوخته بیده پاته و و څو ماریانې په نارو را پورته کړو ، وروره ! ته ورته وګوره په ورځپاڼه کي ستا عکس راغلی دی نور به یې هم څه ورسره لیکلي وي زه یې لوستلی نسم کنې درته لوستلي به مي وایي ، ته یې راته ولوله دا یې څه لیکلي دي ، راپورته سه ،،

جبران ورته وویل ، زموږ کور ته کله ورځپاڼه راتله ؟ ماریانې ورته وویل ستا یې په دې څه زه پوهیدم د نن په ورځپاڼو کي به حتًما د نمایش په اړه څه لیکلي وي زه چي دباندي ولاړم پلورنکي دا ورځپاڼه راکړه ،،

جبران یې له لاسه ورځپاڼه واخیستله نمایش ته یې په زړه پوري ځای ورکړی وو، د جبران له عکسونو هم یې د انځورونو په اړه له تبصرو ټوله پاڼه ډکه وه جبران یو، یو ټکی ماریانې ته واورولو ، ماریانې ورته وویل زه له اوله پوهیدلم چي ورور مي کوم معمولي انځورګر نه دﺉ ،،

جبران ورته وویل ، ستایني خو ټول کوي ، تش په الفاظو خو خیټه نه ډکیږي ، هلته بې ګورو چي انځورونه مي وپلورل سي !

ماریانې ورته وویل د دا تبصرو وروسته ورته ګوره چي د سترګو په رپ کي دي ټوله انځورونه وپلورل سي ،، دې تبصرو په زړه پوري نتایج ورکړل ، په دا بله ورځ د نندارچیانو شمېر یو په دوه سو د بوسټن ټول اثر لرونکي خلک د جبر ان نمایش کتلو ته راغلي وو ، تر دې وړاندي د کوم نوي مصور لومړی نمایش کله هم دومره مقبول سوی نه وو ، د نمایش په برخوالو کي یوه نجلۍ میري هیکل هم ګډون درلود چي د یوه مکتب سرمعلمه او د شتمن پلار لور وه هغې تر انځورونو زیاته په جبران کي دلچسپي ښودله ، هغه د کوم ملګري سره نمایش کتلو ته راغلې وه، د هغه دوست په وسیله یې له جبران سره له نژدې ولیدلو ، تر ډېره د جبران د هنر په اړه ورسره وږغیدله .

په دا نمایش کي د جبران دوه انځورونه وپلورل سول دا کوم داسي غټ شمېر خو نه و لاکن جبران ته مناسبه ګټه په لاس ورغله ، د خپلي ژمني لکبله یې په ماریانه نوکري پرېښودله ، جبران اوس په دا هیله وو چي انځورونه به یې نور خرڅیږي ، ددې نمایش ښکلې تحفه د میري هیکل په بڼه د جبران په نصیب سوه ، د ښکلي کړه وړه لرونکي میري هیکل د هنر او ادب سره د دلچسپۍ لکبله جبران ته زښت نژدې سوې وه .

جوزفین اوس د جبران له زندګۍ وتلې وه ، جوزفین واده سوه لاکن د جبران له یادونو کډه نسوه جبران تر اوسه هغه د میني ملایکه نوموله ، د میري هیکل راتګ د جوزفین د بېلتون د غمونو د هیرولو پیلامه سوه د جبران لپاره میري هیکل د یوازیتوب ودانولو ناڅاپه تکیا سوه ، میري هیکل د جبران له انځورونو د خپل مکتب دیوالونه ډک کړي وو ، هغې د دې ځوان انځور ګر سره د مرستي کولو تلوسه درلودله ، او دا مرسته یې په داسي ډول کول موخه وه چي د جبران خود داري مجروح نسي میري هیکل په خپل مکتب کي د جبران د انځورونو نمایش ترتیب کړو چي دا ډول به یو جبران د لوستونکو سره معارفي سي بل به یې انځورونه وپلورل سي ، جبران د نمایش په ورځ زیات خوشاله وو ، په نوي عزم سره د میري مکتب ته روان سو ، لوستونکو د جبران انځورونه زښت خوښول ، ښوونکو یې خورا ستایني کولې لاکن یو انځور هم چا وانخستلو ، جبران په شنه زړه د ښاغلي ډې سټوډیو ته ځان ورسولو ، جبران له دې زړه بوږنونکي حالاتو زیات غمګین وو چي د ماریانې د ستني خواري یې کفالت کولی نسي اوس خو ماریانه نوکري هم نه لري ، د پرېشانۍ ورځي ، شپې وې چي د جبران د بې وطنو د یوې ورځپاڼي (المهاجر) د مدیر سره لیدل کتل وسو ، مدیر د جبران نوم اوریدلی وو او اوس یې د هغه عالمانه مجلس اوریدلو ، وروسته یې ورته وویل تاسو که زموږ په ورځپاڼه کي د لیکنو یوه لړۍ پیل کړی نو به زه زیات خوشاله سم ،،

جبران ورته وویل په اوونۍ کي یوه لیکنه درته کولای سم ! مدیر ورته وویل زه په اوونۍ کي دوه ډالره درکولای سم ،،

جبران ورته وویل دا زما لپاره کافي ده !جبران په ډېره خوشالي دا وړاندیز ورسره ومنلو ، جبران خوشاله په دې و چي د ماریانه سره د مرستي کولو جوګه سوم ، نور جبران د انځورونو له نړۍ د لیک دنیا ته را کډه سو تر دې وړاندي یې هم څو لیکني کړي وې ، شاعر خو هغه وو نو ځکه دا دنیا هم د هغه لپاره نوې نه وه ، جبران د ورځپاڼي لپاره لیکنه بشپړه کړه ، په دغه لیکنه کې په قفس کي د یوه بندي مرغه کیسه را وړې وه چي د خوراک او څښاک له نیستۍ لکبله مړ سوی وو ، د یو شاعر په حیث سره جبران قفس د یوه داسي انسان سره چي تش د هډوکو ډهانچه پاته او مرغه یې د زړه سره تشبیه کړی وو ، دا د جبران د داهمي غمګین زړه لړزونکی اظهار وو(زه یو زړه یم چي د خلکو خبرو په تیارو کي قیداو د وام (ډار) په ځنځیرونو تړلی دی ، تر دغه ځایه چي زه مرګ ته نژدې سوم ، کلتور او د کلتور په ترغیباتو کې زه هیر کړﺉ یم ، د انسانیت ژبه چوپ پاته ده ، او سترګي یې اوچي سوي دي او هغه خاندي ) په دغه ورځپاڼه کي د جبران یو څو لیکني خپورې سوي وې چي د ساده عربي اسلوب یې د بې وطنو زړونو ته لاره وکړه ، جبران د شاعرۍ ژبه نثر ته انتقال کړه یو داسي اسلوب یې متعارف کړو چي یو مخیزه نوی وو ، عربي لټریچر له دا ډول نثر بې برخي پاته و و ، د جبران په نثر کي رشتینولي وه هم خوبونه و و، جبران چي څه ډول د ژوند ماورایي تصور وړاندي کولو هغه د( کیټس ،)( شیلې) او (بلیک )هغه تصورات وو چي جبران ورځني اغیزمن وو ، د همدغه انګریزي شاعرانو تصورات جبران په عربي نثر کي وړاندي کول .

( او کله چي زما ذهن د مادې له زندانه فرار سو د تخیل اقلیم ته ورسیدلو نو ما غاړه اوږده کړه خپل مخ ته مي یوه پیغله ولاړه ولیدله ، هغه د جګړې حوره ایسدله ، هغې د انګورو په پاڼو خپل شرم پټ کړی ړو او په سنهري بیښتانو کې د لاله ګلونه ټومبلي وو ، هغه زما حیرانتیا درک کړې وه راته ویې

ویل ، زه د ځنګل لور یم د ما مه ډاریږه )

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *