څه باندي یوه لسیزه کېږي چې په سویل په ځانګړې توګه هلمند او کندهار کې له حده زیاته نا امني ده. خلک وژل کېږي، او له وینې یې د روانې جګړې د سونګ د تیلو کار اخیستل کېږي. نن چې د نا امنۍ یوه کرښه شمال ته رسي، د ملي یووالي په حکومت کې دننه دوه جګپوړې په خپلو کې ایتلاف کوي. پوښتنه دا پیدا کېږي چې په تیرو څه باندي لسو کلونو کې ولي دې مشرانو د سویل د نا امنۍ پر وړاندي د مبارزې لپاره ایتلاف نه کاوه؟ خبره څرګنده ده چې، د ملي یووالي تر نامه لاندي اکثریت مشران تر ملي ګټو او ملي والي حزبي ګټو او حزبي یووالي ته ژمن دي.
بل لور پخواني افغان ولسمشر کرزي له دې کبله چې ورنه شماليوال خوابدي نشي او یا څوک ورباندي د غیري ملي شک ونه کړي، د سویل په حق ډيره بې تقاوتي وکړه. دې کې شک نشته چې د عامو افغانانو ذهني وړتیا دومره نه ده چې، په روانو پېچلو سیاسي حالاتو دي پوه شي. لوستي وګړي، لیکوال او څېړونکي هم هغه مهال نظریات ورکوي چې کله د بهرنیانو له لورې په تیرو حالاتو څېړه وشي. د بیلګي په توګه موږ د تیرو ټاکنیزو لانجو پر مهال د لاسوندونو په توګه خپلې شننې او تحلیلونه نه لرل، نو ځکه به مو تر ډيره ملګرو ملتونو (یونما) د پخواني مشر کای ایډه د خاطراتو له کتابه لاسوندونه وړاندي کول.
اوس هم افغانستان کې د پردې تر شا تر هغه چې موږ پرې پوهېږو لویه سیاسي بې ثباتي روانه ده. افغان ولسمشر کرزی د یوه قوي نا اعلان شوي اپوزیسیون د مشر په توګه په کور دننه او بهر بوخت دی، ددې لپاره چې پر لودیځ فشارونه زیات کړي او یو ځل بیا د موقتې ادارې د مشرۍ لپاره ځان پرې ومني، د افغانستان په سوله کې د ختیځو هیوادونو په ځانګړې توګه روسیې او چین رول اړین بولي. پر لویدیځو سفارتونو سربیره، ناټو او د ملګرو ملتونو دفتر هره ورځ د روانې سیاسي بې ثباتۍ په اړه اندېښمن دي. ددې لپاره چې په استاد سیاف پورې اړوندو کسانو هڅې د ملي یووالي حکومت پر وړاندي محار کړای شي، د امریکا سفیر د استاد کور ته وغلی و او له هغه یې غوښتي و چې نظام سره مرسته وکړي.
د جلریز وروستۍ لانجه، د پروان د وسلو نابودېدل، د داعش په تیزۍ سره د هیواد لیرې پرتو سیمو کې خپرېدا، په ارګ کې دننه د واک پر سر لانجې، په ملي شورا کې بې باورې او سیاسي لاسونه، د یو ولایت د والي له لورې حکومت ته د دفاع وزیر د نوماندۍ په موخه د لړلیک وړاندیز، له پاکستاني څارګرو سره د ملي شورا، سیاسي څېرو او افغان ملت په پټه د استخباراتي تفاهمنامې لاسلیک، د افغانستان په سیمیز بهرني سیاست کې د هند منزوي کیدل، د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډ، د انتخاباتې نظام په اصلاح کې خنډونه، وروستۍ نا امنۍ، د نوو والیانو نه بشپړیدا، د دفاع وزیر نه شتون، د ملي امنیتي ځواکونو بې ساري قربانۍ هغه څه دي چې د هیواد د روان سیاسي حالت پر اوج باندي دلالت کوي.
موږ دا نه غواړو چې دا ټولې ستونزې دې په یوه لنډ او تړلي وخت کې حل شي، خو دومره پوهېږو چې په هیواد کې د روانې سیاسي بې ثباتۍ لپاره نه یواځې بهرني لاسونه بلکي په کور دننه هم ډير لاسونه کار کوي. د ډيرو هڅه داده چې د ملي وحدت حکومت پر ځای یوه موقته اداره د څلورو کلونو لپاره رامنځته شي. په یو ډول نه بل ډول نظام وهي. له بده مرغه چې ددې ټولو جدي ګواښونو د موجودیت سربیره بیا هم د ملي یووالي حکومت د سیاسي بې ثباتۍ د ګراف د کمولو لپاره نه کومه څرګنده پالیسي لري، نه یې کوم څرګند اقدام کړی او نه هم خپله په ارګ او اجراییه ریاست کې د نظر یووالی تر سترګو کېږي. اوس پوښتنه دا پېدا کېږي چې اخر به ځو کوم لور ته؟
حل لاره داده چې د ملي یووالي حکومت مشران په خپلو کې سره نږدې شي، په ګډه د سیاسي بې ثباتۍ د ګراف د کمولو لپاره یوه څرګنده پالیسي وړاندي کړي. پر خپل بهرني او داخلي سیاست باندي یو ځل بیا غور وکړي. پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی هم په دې حساس وخت کې ستر مسئولیت لري چې، د موجوده نظام د پیاوړتیا لپاره ورسره همکاري وکړي، خو د استخباراتي تړون په څېر اړینو موضاتو پر وړاندي د یوه اعلان شوي اپوزیسیون د مشر په توګه سالمه مبارزه وکړي.