تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې د پیلېدو هرکلی وکړ، ویې ویل چې د خبرو پیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کابل د ژمنې پخلی کوي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاوو د سې شنبې په ورځ /جولای ۷/ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې سره ولیدل.
تراوسه پوري هیڅ لوري د خبرو د نتیجې په اړه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرو، چې په یوه ناڅرګند ځای کې وشوې، دوه ساعته دوام وکړ.
رسنیو دغه راز ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې دوو جګپوړو پاکستاني چارواکو هم ګډون درلود.
دا خبرې وروسته له دې وشوې چې د افغانستان ولسمشر پاکستاني چارواکو ته وویل چې نور د وعدو وخت تېر شوی او عملي نتیجه غواړي. راپورونه وايي چې ولسمشر غني په وروستیو کې افغانستان ته د پاکستان د پوځي مشرانو د سفر او د نورو خبرو غوښتنه رد کړې او پاکستان ته یې ویلي چې په کافي اندازه یې مشورې او خبرې کړي نور د پاکستان له لوري د عملي اقدام غوښتونکی دی.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ارنیست د اسلام اباد خبرو ته په اشارې وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د باوري سولې لور ته مهم ګام دی.
ده همداراز وویل:«د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د حکومت دا هڅه ستايي چې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوي. او موږ دواړه د دغو خبرو د کوربه توب لپاره د پاکستان مهمې هڅې تاییدوو او ستایو یې.»
ویل شوي چې د اسلام پرونۍ /سې شنبې/ خبرې د افغانستان د حکومت او طالبانو لومړنۍ مخامخ خبرې دي.
د افغانستان ولسمشر دا خبرې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو لور ته یو ګام ګڼلي دي.