که زموږ په برخه سیاست همدا وي، نو زموږ ترې توبه! موږ همغسې شډل پډل ښه یوو، لکه وو چې. اوسنۍ روانې پالیسۍ سره بیخي ډیر بیخونده شوو، د ارګ پر څوکۍ ناست، خو د اجازې، مشورې او فرمایش اثر دومره زورور او ژور شي، چې د عالي مقام له ادرسه یوه پرېکړه هم پخپل صلاحیت نشي کیدلی. د خپلې ژبې تر څنګ مو باید هغه دوهمه هم زده وي او باید په رسمیاتو کې یې تر مذبه (پوره) وکاروو، ګنې نو په متعصب تورنیږو، نورې هاخوا دېخوا پلمې او دسیسې راته جوړیږي، له همدې امله زموږ ځینې فدایان داسې ورته اړم دي، چې ان خپله ژبه یې له حروفو او الفاظو سره د کندو تر شا غورځولې ده.
مظلومان تور وي که شنه؟ همدا اصلي مظلومان دي، چې پخپله یې خپله مخه تیاره کړې او پخپلو لاسو یې ځانونو ته د تیاره او مجبور ژوند زمینه مساعده کړېده، هره هوساینه ما ته حرامه او بل هر چا ته حلاله ده! زه باید عصري علوم زده نکړم، ما ته په اسلام کې دا حق نه دی راکړ شوی؛ لور او خور مې باید د مکتب مخ ونه ویني، ګنې نو لاړه بې پته بې ستره شوه او په کلي کور کې ورته د پېغورونو او سپکو سپورو خولې خلاصې شوې.
دا دی زموږ د ټولنیزو اخلاقو درک او شعور! چې له سره پکې د یویشتمې پېړۍ تمثیل نه لیدل کیږي، سره له دغه وروسته پاتې لیدلوري او بې باکه ګامونو، بیا هم موږ سیالي کوو، دښمني کوو او په دې هڅه کې یوو، چې د دوست او دښمن په بېلولو سره، د خپلو ځانونو په زیان کاذب سیاست ته ادامه ورکړو او په عادي اصطلاح داسې ګوزاره وکړو چې که هر څنګه کیږی، باید ښاغلي (شهروندان) رانه ناراضه او په غوصه نشي.
که هغوی په ښکاره او مستقیم ډول راته وګواښیږي، خیر دی؛ که د افغانستان د تجزیې خوبونه په وېښه وویني، خیر دی؛ که د افغان له نوم نه په سپین سترګۍ سره انکار وکړي او که پښتو ژبې ته له سره ارزښت ورنکړي او په ادارو یا نورو رسمي ځایونو کې پرې پسخند ووهي، خیر دی؛ که یې په وچ زور ځانونه د قدرت خاوندان کړل او کوي یې، خیر دی؛ که په وسلوال مخالفت مو وویروي او که خپل چور، ناروا، غصب، او فساد ته حلاله او جایزه بڼه ورکړي، بیا هم خیر دی! خو که چیرې له موږ نه چا هم د لوی افغانستان نوم په خوله واخیست، هغه فاشیست دی؛ که له موږ نه چا هم خپل ملي فرهنګ او ارزښتونه درانه وبلل، له مدنیت نه لېرې دی؛ که له موږ چا هم پخپله ژبه خبرې وکړې، تعصب او تبعیض یې وکړ؛ او که دفساد، ظلم، اوباشي، غصب او چور پر ضد چا غږ پورته کړ، د جاسوس یا کومه بله ټاپه ورباندې لګول شوې ده.
ولې و خلکو؟ په رڼو ورته ګورو، چې په روان غوبل کې یوازې موږ تر پښو لاندې کیږو! چې ورځ وځي، هم سیاست له لاسه ورکوو، هم حراست؛ هم مو حیثیت کمیږي او هم وجاهت. داسې نه ده، چې هر څه دې غیر شعوري یا پخپل سر روان وي، تر شا یې هرومرو داسې لاملونه شته، چې که پخوا یې د حرکت لپاره یوې قصدي یا لمسولې وسیلې ته اړتیا وه، خو اوس هغه ټول په داسې محرکې قوې بدل شوي، چې پخپله موږ ورسره خوځوي یا هم د اړتیا له مخې باید موږ دغې زانګو کې وزانګو، ګنې له دې هیسته د هغو لاملونو درېدا سره به زموږ یو دم ځای پر ځای درېدل یا له صحنې څخه وتل، کومه ناممکنه پېښه نه وي.
اصل کې خو باید ټول بار پر نورو وانچوو او نه هم له هغو خلکو نه ګیله وکړو چې هغوی له دښمنۍ او کمین نیولو پرته په بل هیڅ ډول نه دي راسره مقابل شوي.
د دښمن لنډ تعریف دا دی، چې ستا هویت، تارخ، حیثیت، ګټو او ارزښتونو ته غل وي او تل هڅه کوي چې ستا په غم او کړاو کې ځانته د خوښۍ او ګټې سوری ومومي. دا چې هغه هر څوک وي، یوازې دښمن دی او بس. خو دلته دښمن یوازې سل په سلو کې ملامت نه دی، ځکه د هغه صفت همدا دی او د بل په ګټه هېڅ مثبت لیدلوری نه مني؛ اما تر څنګ یې خدای پاک خپل بنده ته د ځان ساتنې امر هم کړی دی او دا کار یې د هغه دنده او فریضه بللې ده. دلته له تش جسد نه مراد نه دی، چې یوازې خپل فزیکي ځان وساته، بلکې د هغه په ژوند پورې تړلي مراحل، ارزښتونه او ګټې هم مطرح دي، چې باید تر وسې وسې یې حفاظت وشي.
په اصل کې خو موږ خپل مظلوم سیاست وخوړو! د پښتنو اوسني مظلوم سیاست ته چې ګورم، داسې یې انګیرم لکه یو ډیر سخت مجبور او ناکامه ژوند ته یې چې اوږه ورکړې وي، خپل حقوق د دې لپاره قرباني کوي، چې (شهروندان) ورونه یې په غوصه نشي، ګنې نو وطن به ورته په بل مخ واړوي.
اخر تر کله! لږ خو له دې وروسته خپلې پښتونولۍ ته رښتیني شئ، د خپلو ارزښتونو، کلتور او اخلاقو په ملاتړ، نه ماتېدونکی دریځ ونیسئ او په ټوله کې یو داسې سیاست تجربه کړئ، چې اقلاً د یوې خوا خو شئ! باور وکړئ، دا مذبذب حالت مو دومره اشد مضر دی، چې د واک او ځواک په لرلو سره، بیا هم موږ تر ټولو سخت مظلومان یوو.
Salamoonah;
Bilkul Jamil Momtaz wrora ! dder kha tahlil de kirrey.
Ghazi Amanullah xan de Khoday wabaxi, pa yawa hafta ki yi Pashtu rawana zdah kirry wa! hagha ham d` arwashad wazir sahb MamedGul xan la barakata. Bya Nader xan xo Pashto kawila magar tszang ki engrezano wronno yi prenashod. Zahirshaxan xo hagha dey, zanta maxsusa , Serdary-Irany lehja parso wayly!!; Davutxan yi ham dasy dirwaxliy.
Sta xabira , da d` 21.perriy Karzayi aw AhmedZaiye… wali pa uluswaki ki la mofsedino; zalimino; fachistano, etc.. ddaregy aw nejdy da che hazaregy wwayi!!!Hahaha. Afsos.
Rextya ham mong bayed wajarro pa xpil mazlumiyet… Ya Rabbah tevfiqqqq!