د تل پاتې سولې په اړه افغان شموله هلې ځلې، د روان جنګونو مخنوی، د افغان وژنې او ورور وژنې خونړی پيل شوي بهير ته دپای ټکی ايښودل، دمعضلاتو دحل په موخه د ټوپک د ميل پرځای دخبرو اترو ميز ترشاه کښيناستل او بالاخره حکومت او طالبان د سولې او مذاکراتو له لارې سياسي تفاهم ته رسيدل د هېوادوالو يوازينۍ هيله ده.
دملي ثبات ټولنه باور لري چې په جنګ کې دښکيلو خواوو ټولې ستونزې د بين الافغاني ميکانيزم جرګو او مرکو له لارې د حل يوازينۍ لار ده او دغه حل د دواړو لورو په ريښتينو همکاريو او پاکو ارادو پورې تړلی دی او باور لرو چې اوس ددې وخت رارسيدلی او هغه دباور فضاء چې د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوې دستونزو په حل کې مرسته کولی شي.
په دې وروستيوو کې دحکومت او طالبانو ترمنځ په قطر هېواد کې د خبرو اترو د پيل شوې لړۍ او نن په ګاونډي هېواد پاکستان کې د دواړو لورو لخوا په هېواد کې دتل پاتې سولې راوستو لپاره اخيستل شوي دخبرو اترو مهم ګامونه موږ او هېوادوالو ته ددې زيری راکوي چې نور نو دجګړو څخه ستړي شوي او ښکيلوو خواوو دا درک کړې چې خپل ټول مشکلات دميز تر شاه دخبرو اترو له لارې حل او فصل کړي.
دملي ثبات ټولنه باورلري چې په هېواد کې د نيابتي جګړو اساسي ربړه کورنۍ او بهرنۍ ستونزه ده او ددغې ستونزې دحل لپاره دکورنيوو لوبغاړو په شمول ګاونډي او دسيمې هېوادونه اساسي نقش لري نو دسولې په پروسه کې دحکومت او طالبانو ترڅنګ ګاونډي او دسيمي هېوادونو ريښتينو همکاريو ته اړتيا ده، حکومت مګلفيت لري چې په هر قيمت وي د هېوادوالو لپاره په کور دننه ډاډمن امنيت، د ژوند کولو شرايط او د سولې فضاء برابره ترڅو ټول افغانان دهيڅ تبعيض پرته د ورونو په څير په خپل هېواد کې دسوکاله ژوند ساه واخلي.
موږ په پای کې يو ځل بيا د حکومت او طالبانو له لوري دسولې پروسې په اړه د اخيستل شوو ګامونو هرکلی کوو او د سولې په راوستو کې دا هڅې کافي نه بولو بلکې ددې ټول نورو موثرو او اغيزمنو هڅو د دوام غوښتنه کوو.
د ملي ثبات ټولنه