سترګه

تاند- بریتانیايي ساینسپوهانو په موږکانو له بریالیو تجربو وروسته د ملیونونو نابینایانو د رغېدو هیلې غوړولې دي.

 ساینسپوهان توانېدلي چې د رڼا په وړاندې حساسې حجرې، چې د بینايي یا نظر لپاره مهمې دي، په سترګوکې داخلې کړي او په دې ډول د سترګو یوه مهمه برخه جوړه کړي.

دا حجرې یوه موږک ته پیوند شوې او داسي ښکاري چې وده یې عادي ده، د سترګو او مازغو (مغز) ترمنځ یې ارتباط ټینګ کړی دی.

ساینسپوهان هیله لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د لومړي ځل لپاره دا تجربه پر یوه نابینا انسان هم وکړي او په نهایت کې به د ملیونونو نابینایانو درملنې ته لاره اواره کړي.

د دې پروژې یوه څېړونکي رابین الي وویل: د یو څو ګوته په شمېر حجرو پیوند کېدای شي د انسانانو پر ژوند لوی اغېز ولري. د درملنې په دې طریقه هغه ښځې او نارینه چې په زړښت کې د سترګو له نظره بې برخې کېږي، په اسانه د بینا سترګو خاوندان کېدای شي.

په بریتانیا کې شپږ لکه تنه یا تقریباً یا کاملاً نابینا دي خو څرنګه چې په دغه هیواد کې د زړو شمېر مخ په زیاتېدو دی په راتلونکو درو کلونو کې به دا شپږ لکه درې برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *