خبریال: خانزاده تراب – په پکتیکا کې سلګونو خلکو د پاکستان له لوري په برمل ولسوالۍ کې د پوستو د جوړولو او پر افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو د ډزو خلاف لاریون وکړ.
د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا، مدني ټولنو، قومي مشرانو او ځوانانو د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۶ مه د یو پراخ لاریون په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د تجاوز پرضد شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکو مرګ پر پاکستان، د پاکستان له لوري پر افغان خاوره تیری په کلکو ټکو غندو، د وطن د دفاع شهید نجیب الله په شهادت ویاړو، شعارونه ورکول.
د لاریون برخوالو د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال د پکتیکا ولایت د مرکز ښرني له شهیدانو څلور لارې څخه لاریون پیل کړ، د قومانداني تر څلورلارې او بیا یې د شهید نجیب الله تر څلور لارې پوري یې ځانونه ورسول.
د لاریون په پای کې د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا او مدني ټولنو له لوري یو پنځه مادییز پریکړه لیک هم ولوستل شو چې په کې د پکتیکا د خلکو له لوري د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړول او تجاوز پکې په کلکو ټکو غندل شوي ؤ، او له افغان دولت څخه په کې غوښتنه شوې وه چې د یادو تاسیساتو د جوړولو مخه ونیسي.
د پریکړه لیک په دوهمه ماده کې ولوستل شول چې حکومت دي د پاکستان په دومخي سیاست نه غولېږي او په وړاندي یې باید غوڅ دریځ غوره کړي.
همدارنګه په پریکړه لیک کې له حکومت څخه غوښتنه شوې وه چې دولت دي د هیواد د ټولو پولو ساتلو ته خپله توجه زیاته کړي، سرحدي پولیس دې په وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي او شته امکانات دې ورکړي.
یو تن لاریون کوونکي او مدني فعال خورشید امان وویل:« موږ د پکتیکا ټول ولسونه د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې د تاسیساتو جوړول په کلکو ټکو غندو، هیچاته به اجازه ورنکړو چې په دغه پاکه خاوره تجاوز وکړي.»
خورشید امان وویل د پکتیکا ټول ولسونه دې ته اماده دي چې د خپلي خاوري ساتنه په خپله وکړي او د هر دشمن په وړاندي خپلي سینې سپر کړي، او د یو لویشت په اندازه خاوره به چاته ور نکړي، نه به د هیواد په ساتنه کې خپل ځانونه وسپموي.
نوموړي له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خاوري او سرحدونو ساتنه وکړي، که چیرته دوی یې ساتنه نه شي کولای د افغانستان خصوصاَ پکتیکا وال دې ته اماده دي چې د خپلي خاوري ساتنه په خپله وکړي.
یو بل تن مدني فعال محمد الله همتیار هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې تل یې د پاکستان پر وړاندي سستي کړې او د هغوی په دومخې کړنلارو غولیدلی دی، نوموړی وویل چې د پاکستان پر وړاندي دي پر خپل دریځ کې بدلون راولي.
همتیار وویل چې که چیرته افغان دولت په خپل دریځ کې بدلون را نه ولي نو د افغانستان ولسونه تیار دي چې د خپلي خاوري او هیواد ساتنه پخپله وکړي او د هر یرغلګر مخه به ونیسي.
نوموړي له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د یو افغان په صفت باید هر څوک بغیر له کوم توپير څخه د خپل هیواد او خاوري ساتنه وکړي.
د لاریون په پای کې لاریون کوونکي څارنوالۍ ته څیرمه د شهید نجیب الله په نامه نومول شوې څلور لارې کې سره راټول شول، او د پکتیکا د والي امین الله شارق له لوري د ولسمشر له فرمان سره سم یاده څلور لارې د نوموړي په نامه ونومول شوه.
ساتمن نجیب الله هغه افغان سرتېری دی چې په برمل ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو ووژل شو. ده او ملګرو یې پاکستاني پوځیان پرې نښودل چې په برمل ولسوالي کې تاسیسات او پوستې جوړې کړي.
د پکتیکا والي امین الله شارق لاریون کوونکو ته د ساتنمن شهید نجیب الله په نامه د څلور لارې د نومولو پرمهال وویل، چې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو په چا تیری نه دی کړی، خو کله چې څوک د افغانانو په خاوره تیری کوي نو افغان هغه قوم دی چې بیا د خپلې خاورې د دفاع په خاطر تل سرښندونکي قربانۍ ورکوي.
شارق زیاته کړه چې افغان سرحدي سرتیري شهید نجیب الله غلیم ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی،د ګران هېواد افغانستان هر بچی شهید نجیب الله دی او ټول هیوادوال چمتو دي چې د خپلي خاورې ساتنه وکړې.
والي شارق وویل چې په افغان امنیتي ځواکونو ویاړي او ډاډه دی چې د افغانستان له نوامیسو او بشپړ تمامیت څخه به په میړانه دفاع کوي.
د شهید نجیب الله په نوم د یادي څلور لاري نومول د قومي مشرانو ځوانانو مدني ټولنو فعالینو، د ولایتي شورا د غړو له تود هرکلي سره مخ شو او یاده څلور لارې په رسمي ډول د نوموړي په نوم ونومول شوه.
څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ارواښاد شهید نجیب الله ارګوني کورنۍ ته د هېواد پالني د لوړې روحي، میړاني، اخلاص، ریښتینولي او زړورتیا په خاطر د هغه درنې کورنۍ ته د یادګار په توګه د سرحدونو د ښه ساتلو په خاطر عالي دولتي مډال، په پلازمینه کابل کې د یو درې خونیز اپارتمان او په مرکز ښرنه کې د نوموړي شهید په نوم د یوې څلورلاري د نومولو حکم کړی و.
همدارنګه ولسمشر اشرف غني په شکین ولسوالۍ کې میشت ۸ کنډک د منسوبینو د زړورتیا او اتلولۍ د تقدیرولو په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانو د ۶۴ مادي او د ۱۹ فقري د حکم سره سم نوموړي کنډک ته د شجاعت عالي دولتي نښان او دیاد کنډک منسوبینو ته د یوې میاشتي بخششي معاش د ورکړې حکم هم صادر کړ.