د هلمند مدني ټولنې مسؤلينو سره له دې چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو تود هرکلی وکړ، ورسره سم يې له ښکېلو خواو وغوښتل چې نور دې له جنګ لاس واخلي او د سولې په يوه ټغر دې راټول شي.

د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ په لومړي ځل د سولې د خبرو اترو خبر ورکول شو.

که څه هم د سولې پروسې اوږد وخت ونيو، ډېری ځل افغان دولت له لوري خبر ورکول شوی چې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو کولو لپاره هوکړې ته رسېدلي، خو په رسمي ډول دا لومړي ځل دی چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې کيږي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد د سولې د خبرو دغه پړاو هېله ورکوونکی وباله او ويې ويل، که په رښتيني ډول د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې وشي او يوې هوکړې ته ورسيږي نو په دې سره به هېواد کې روانې ناخوالې او بدختۍ ختمې شي.

نوموړی وايي، د سولې په روانو خبرو کې بايد منځګړي هېوادونه پاک نيت ولري.

همدرد له دواړو ښکېلو خواو غوښتنه وکړه چې نور دې له جګړې لاس واخلي او د سولې په خبرو کولو دې هېواد کې روان ناورين ختم کړي.

هم مهاله د هلمند مدني ټولنې غړي هم د افغان دولت ياد ګام ستايي او هېله مندي ښيې چې د سولې د خبرو دغه پړاو به بريالی وي.

د پاکستان حکومت ویلي، پلازمېنې اسلام آباد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د غړو او افغان طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د خبرو د لومړي پړاو کوربه توب یې کړی. دا خبرې د چین او امریکا د استازو په حضور کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې دي.

د وسله والو طالبانو او د سولې د عالي شورا له لوري د استول شوي پلاوي ترمنځ پاکستان کې د سولې د خبرو لومړی پړاو ترسره شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *