ژباړن: محمد مبین هڅاند –

د انسان په بدن کې ژبه داسې غړی دی چې د انسان صحت ورڅخه معلومېدای شي: ژبه ځینې داسې نښې لري چې کولای شو د هغې په مرسته د خپل صحت په اړه معلومات ترلاسه کړو.

هغه لومړی د ژبې رنګ دی چې د یو صحتمن انسان د ژبې رنګ ګلابي وي.

د دې پسې دوهم د ژبې پاسنۍ د وړو غدو(دانو) رنګ دی چې د دې څخه د هاضمې سېستم معلومېږي چې په کوم حالت کې دی.

درېم د ژبې غاړې (څنګونه) دي چې څرنګه رنګ لري که چېرې د ژبې غاړې سپينې معلومېږي، تاسې یوه اوونۍ مسلسل خپل غاښونه پاک کړئ، امکان دې ولري چې د ژبې رنګ مو ګلابي شي خو که چېرې ګلابې نه شو، بیا ماسته اسعتمال کړئ او که بیا هم ښه نه شو نو امکان دې ولري چې ستاسې د بدن انټي باډي، چې د مرضونو سره مقابله کوي، کمزورې وي: نو په دې حالت کې تاسې یو ډاکټر سره مشوره وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *