سوله نیکمرغي ده. سوله د هر چا د عزت لاره ده. سوله د ژوند مالګه او د انسانی کرامت د خوندیتوب یوه اړینه وسیله ده. د نړۍ تر بل هر ملت افغان ملت د سولي تږی او سولې ته لیوال ملت دی. د اسلام مبارک دین کلتور هم سوله یوه نیکمرغه لاره بولي، له کورني نظام نیولې بیا تر لویو سیاستونو او نظامونو لپاره سوله اړینه بولي. له بده مرغه چې زموږ زعامت تر دې دمه په دې برخه کې کوم اړین رول نه و لوبولی، د ملي یووالي حکومت له راتلو سره بهرنی سیاست څرګند، په ملي، سمیه ییزه او نړیواله کچه د افغان حکومت لومړیتونه څرګند او د یوې تلپاتې سولې لپاره اقدام وکړ.
په دې کې شک نشته چې له ۲۰۰۱ز کاله تر اوسه د نړیوالو او افغان حکومت د بې تفاوتۍ له وجهې او د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان دهمکارۍ د نه شتون له سببه سوله عملي ډګر ته نه وه ننوتې. د سولي پر وړاندي خنډونه له ورایه څرګند دي، تر ټولو لومړی خنډ د سولي پر وړاندي د پخواني افغان حکومت سره د سولي په اړه د ځواکمنې ارادې نه شتون و. بل لور، سوله سیمزه، نړیواله او هم په کور دننه د ځینو کړیو له لوري د ځان په زیان بلله شوې او لا هم دا غبرګونونه شتون لري.
د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبنو څخه یو یې د سولې عملي ګام او په پایله کې پایداره سوله ده، د نورو لاسته راوړنو تر څنګ یې دا اړین ګام اخیستی او سولې لپاره پخه اراده لري. د یادولو ده چې، د سولي په برخه کې د ملي یووالي حکومت دبریا ټکی دادی چې د سولې لپاره د عملي اقدام اصلي ادرس یې پیدا کړی. که په رښتنیې توګه پاکستان له افغان حکومت سره د سولي په برخه کې حقیقي همکاري وکړې، نو ډير ژر به شونې وي چې د ملي یووالي حکومت دا هڅې به نور هم رنګ راوړي. که څه هم په دې وروستیو کې ځیني کړۍ په لوی لاس د ملي یووالي حکومت پر ضد پروپاګنډا هڅې جاري ساتلی، او غواړي له دې لارې د ملي یووالي د حکومت لاسته راوړنې پیکه کړي، بیا هم حکومت ورته پوه دی او پر وړاندي یې له مناسب چلنه کار اخلی.
د سولي د عملي ګام د بهیر د لا غښتلتیا دنده یواځې د افغان ولسشمر او افغان حکومت دنده نه ده، بلکي د هیواد هر وګړی په ځانګړې توګه مدني ټولنه، رسنۍ، لیکوال او څېړونکي هم لوی مسئولیت لري چې په دې برخه کې له هر ممکن فرصته ګټه پورته او د سولي ددې عملي ګام د هرکلي تر څنګ ورته د ذهني او فکري بدولون لپاره کار وکړي، او د هغو کړیو پر وړاندي ټينګ دریځ غوره کړې چې غواړي په لوی لاس سوله زیانمنه کړې.
د لیکوال دنده دا نه ده چې یواځې پر خپل حکومت او نظام نیوکې وکړې، بلکي ستره دنده یې دا هم ده چې په مستقیمه او یا هم غیري مستقیمه توګه د ملي ارزښتونو او ملي ګتو لپاره کار وکړي، سوله زموږ د هیواد او خلکو لپاره د ژوند د لومړیتونو څخه د لومړۍ هغې حیثیت لري چې زموږ د هیواد او خلکو پرستیژ هم ورسره تړلی دی.
د ملي یووالي حکومت د سولي د بهیر یو ستر مثبت ټکی دادی چې د سولي لپاره خپله له ارګه کار کېږي، داسي نه ده چې، سوله یواځې د یوې پروژې په توګه پر مخ ځي. که د افغان ملت لپاره رښتینې او تلپاتې سوله غواړو، نو باید له نظام سره د همدې ممکنې لارې مرسته وکړو، همدا نظام زموږ د رایو پر اساس راغلی او بدیل یې هم نه تر سترګو کېږي. سوله د ارګ او ولسمشر لپاره نه ده، د ولسمشر او ارګ هڅه د یوې پایدارې سولي لپاره ددې په موخه ده چې افغانان د یوه سولیز ژوند څخه برخمن کړي چې په خپل ژوند پوه شي او په سوله کې ژوند وکړي.
اوس داسي ښکاري چې په حکومت په ځانګړې توګه له ولسمشر سره د سولې اراده شته او د یو لومړیتوب په توګه یې تر هغه نه پرېږدي چې ورنه اغیزمنه پایله ونه باسي. د ولسمشر و سعودي، چین، او پاکستان ته د سفرونو پر مهال د سولي بهیر او په پار یې عملي اقدام له خپل لومړیتوبونو بللی، او اوس هم که ورسره هر هیواد په افغان سوله کې مرسته کوي، ښایې په خپل بهرني سیاست کې ورته د پام وړ ځای ورکړي. په اسلام اباد کې د سولي د نوي عملي څرګ او اقدام سره سم د ډيرو افغانانو هیلې یو ځل بیا ژوندۍ شوې، دا ځل داسي یو اقدام شوی چې افغان حکومت له یوه قوي دریځه د سولي په خبرو کې برخه لرلې. زه او بل هر افغان د سولي په برخه کې ستر مسئولیت لرو، په هیواد کې د پایداې سولي په تمه.