د نړۍ هغه هېواد چې له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې پکې د برېښنا، ګاز او اوبو بېل نه اخیستل کېږي.
زاهدالله ځلاند –
ترکمنستان د نړۍ هغه بختور هېواد دی چې حکومت یې خلکو ته وړیا برېښنا، ګاز او اوبه رسوي او محصول یې ورڅخه نه اخلي.
د ترکمنستان د خلکو د دغې نېکبختۍ بنسټیز لامل په دغه هېواد کې د تېلو او ګازو د ډېرو ذخیرو شته والی دی.
په ترکمنستان کې له ۱۹۹۳ ز کال راهیسې د هېواد د لومړي ولسمشر صفر مراد نیازوف په امر د برېښنا او نورو اړینو شیانو بېل نه اخیستل کېږي.
په ۲۰۰۶ کال کې د ولسمشر نیازوف له مړینې وروسته قربان قُلي بیردي محمدوف د پخواني ولسمشر حکم تر ۲۰۳۰ کال پورې وغځاوه؛ خو په دې وروستیو کلونو کې په دغه قانون کې د بدلون او تغیر راوړلو خبرې کېږي.
ترکمنستان د افغانستان له هرات (تورغونډۍ) بادغیس او فاریاب ولایتونو سره پوله لري او د افغانستان یو تر ټولو بې پرې ګاونډی دی. دغه هیواد څو ځلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅې کړي خو هیڅکله یې د کومې جګړه مارې ډلې ملاتړ نه دی کړی.