شنه کوتره

سړي غځونې وکړې. سترګې یې کلکې پټې کړې. ستړی و. سپیده چاود دوکان ته تللی و او اوس د لمر مازدیګرنۍ وړانګې پر سیند ښوریدې.

د ساندویچ له سره یې لږ کاغذ واړاوه، خو دستي یې پر چوکۍ کیښود او ژر ژر یې خپل جیبونه وپلټل. پیسې یې راوایستې بیا یې ماتې پیسې په موټ کې وشرنګولې، پر شو، څو کوترې والوتې. چې ویې وکتل درې تورې او یوه شنه کوتره لا ناستې دي، سرونه خوځوي او ده ته ګوري.

یوه وړه مړۍ یې ورواچوله. بیا یې د جیب پر سر پر خپلو پیسو لاس راتیر کړ:

« څومره پیسې لري بیا یې هم معاش رازیات نه کړ»

پر ساندویچ یې خوله ولګوله:

« بهانې ته بیا ګوره، کار وبار ښه نه دی، اووف ګور ته یې زیاتوې»

د ساندویچ یوه لویه برخه یې رابیله کړه او کوترو ته یې ورخطا کړه. یوې شنې کوترې پرې غوټه کړه او په هوا شوه څو تورې کوترې ورپسې شوې. ده د ساندویچ کاغذ په لاس کې وچرموړه او ورو ورو د سیند له غاړې سره د اوبو په لور روان شو.

                                                 پراګ، پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *