تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن روسیې ته ورسېد چې په دغه هیواد کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډه نن او سبا د روسیې په اوفا ښار کې د دې تړون د غړیو او څارونکو هیوادونو په ګډون جوړېږي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر سبا /جمعه/ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د شانګهای د مشرانو د غونډې ترڅنګ جلا خبرې وکړي.
افغانستان له ایران، پاکستان، هند او منګولیا سره یوځای د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکي دی.
ولسمشر غني به د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو څخه وغواړي چې افغانستان ته، چې اوس د دې ټولنې څارونکی دی، بشپړغړیتوب ورکړي.
روسي خبري اژانسونه وايي چې د افغانستان ولسمشر به د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وکړي.
په دې پروژه کې، چې له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته برښنا لېږدول کېږي، ممکن روسي کمپنۍ شریکې شي.
دا به د ۲۰۱۴ له سپټمبر څخه، چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی، له پوتین سره د ده لومړنۍ کتنه وي.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف پرون وویل، د افغانستان او روسیې ولسمشران به د دوو هیوادونو ترمنځ پر سوداګري راکړو ورکړو هم وږغېږي.
اوشاکوف وویل چې روسیه د افغانستان ۱۱۰ میګاواټو ته د سروبي د دوهم برښنا بند د ظرفیت د لوړولو په اړه په خبرو بوخت دي او ممکن موافقې ته ورسېږي.
د شانګهای د مشرانو په غونډه کې به ډېر تمرکز د داعش یا اسلامي دولت پر تهدیدونو وشي.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چینګ ګیوپینګ خبریالانو ته وویل:«د اسلامي دولت د تروریستي ډلې د اغېزو د خپرېدو له کبله، اوس افغانستان له ناڅرګند امنیتي حالت سره مخامخ دی.»
ده زیاته کړه:«د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشران به یقیناً د افغانستان پر مسلې ژورې خبرې وکړي. دوی به په دې هم وږغېږي چې د افغانستان حالاتو ته په څه ډول ځواب ووايي.»
افغانستان د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند، ایران، پاکستان او منګولیا په شان د څارونکي حیثیت لري.
دې ټولنې د بشپړو غړیو په توګه د هند او پاکستان پر منلو سلا کړې ده او دغو هیوادونو ته د غړیتوب ورکولو پروسه روانه ده.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر سلاکار شاکرکارګر ملګري دي.