د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي پړاو لومړۍ رسمي لوبه له هالنډ څخه وګټله.
پچه د هالنډ لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري سمیع الله شینواري ۴۴، محمد نبي عیسی خیل ۳۳ او نجیب ځدراڼ ۳۳ منډې جوړې کړې.
د هالنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې۱۳۰ منډې جوړې کړې چې په نتیجه کې یې افغانستان دا لوبه د ۳۲ منډو په توپیر وګټله.
د افغان توپ اچوونکو لخوا شرف الدین اشرف ۳، دولت ځدراڼ ۳، محمد نبي عیسی خیل او حمید حسن د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
شرف الدین اشرف د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان به خپله دوهمه سیالي سبا د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. نن په یوه بله لوبه کې کوربه هیواد سکاټلنډ اماراتو ته ماتې ورکړه.
د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې څوارلس لوبډلې برخه لري. افغانستان د دغو سیالیو په ب ګروپ کې ځای لري چې ورسره د سکاټلنډ، هالنډ، متحده عربي اماراتو، کنیا، عمان او کاناډا لوبډلې یوځای دي.