د پکتیا ولايتي شورا او مدني ټولنو دافغانستان په خاوره کې پاکستاني ملیشو له خوا د امنیتي پوستو د جوړولو پر وړاندې د افغان حکومت خاموشه سیاست وغنده .
محمد شریف شریفي
د پکتیا د ولایتي شورا استازي او مدني فعالان چې د چهارشنبي په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې راټول شوي وو، په دې ورستیو کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو اړوند ځینو سیمو ته د پاکستاني ملیشو راتګ او هلته د هغوی له لورې د امنیتي تاسیساتو جوړول یې وغندل .
دوی ویل چې پاکستاني ملیشې د دې ولایتونو اړوندو ساحو ته راځي، هلته پوستي جوړوي،او د افغان حکومت له وسلوالو مخالیفینو سره د بریدونو په ترسره کولو کې همکاري کوي، خو افغان چارواکي د دوي د دې کړنو په اړه چوپ پاتي دي.
د پکتیا ولایتي شورا ریس سردار خان ملنګ زوی مدعي شوچې ، په تیرو څو اونیو کې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اړونده یوشمېر سیمو ته څو څو ځله پاکستاني ملیشې راغلې دي او له وسله والو مخالیفینو سره يي د افغان ځواکونو په وړاندې جګړو کې یو ځای برخه اخیستي.
ملنګ زوی وایي: (( څو ورځې وړاندې موږ سیمې ته تللي وو، پاکستاني چورلکې زموږ سیمې ته راغلې او له خپلو ملیشو سره مرسته کوي ،له خپل دولت څخه زموږ غوښتنه ده چې پاکستاني ملیشو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. ))
ملنګ زوی د افغان حکومت پر خاموشانه دریِځ نیوکه کوي اود ۲۰۳ تندر قول اردو په مشرتابه یې د پوځي عملیاتو پرمهال له نور ځواکونو سره پر نه همکارۍ تورن کړ. ده وویل د یادې قول اردو مشرتابه د ځینو سیاسي مصلحتونو له مخې په ډېرۍ مواردو کې خپلو ځواکونو ته د متقابل غبرګون د ښودلو اجازه نه ورکوي :(( په سیمه کې د ملي اردو ځواکونه شکایت کوي ، چې دوی ته د قول اردو د قومندان لخوا د غبرګون اجازه نه راکول کیږي ،که دوی ته هدایت ورکړل شي، هر ډول قربانۍ ته تیار دي . ))
بلخوا د ولایتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وایي ،چې پاکستاني ځواکونه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې نږدې دوه کیلومتره د افغانستان خاورې ته راننوتي او هلته د پوستو جوړولو هڅې کوي، قادري زیاتوي :(( پاکستاني ځواکونه غواړي، چې پر موږ تپل شوې ډېورنډ کرښه کې خپل دایمي تاسیسات جوړ کړي او دغه سیمه په خپل نامه ونوموي. ))
مدني فعال احمدشاه احمدزی هم د ولایتي شورا د غړو خبرې تاییدوي او د ملي وحدت دحکومت له چارواکو غوښتنه کوي ،چې په دې برخه کې خپله خاموشي پای ته ورسوي او جدي غبرګون وښیي :(( د ملي وحدت له حکومت څخه زموږ غوښتنه داده ،چې د معقولې سیاسي پالیسۍ په غوره کولو سره دې په افغانستان کې د پاکستان دلاس وهنې مخنیوی وکړي.))
دپکتیا ولایتی شورا او مدني ټولنو استازوپردولت غږوکړچې ژرترژه دې په دې اړه اقدام وکړي،که نه لرې نه ده چې د دې ولایتونو ګڼې سیمې به ولسي ملاتړ له لاسه ورکړي.