د کندوز د مدني ټولنې فعالانو د یو مدني حرکت په لړ کې د کندوز د وروستیو ناامنیو پر وړاندې غبرګون وښود.
د کندوز هوټل د حویلۍ دننه یې خیمه ووهله او دوه ورځې او یوه شپه یې په کې تېره کړه، دوی درې غوښتنې درلودلې.
- د کندوز ناامني د ملي وحدت د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله ده!
- تر دې وروسته په ولسي جرګه کې د کندوز استازي ددې ولایت د خلکو استازیتوب نه شي کولی!
- ځوان کندوزي کدرونه دې په لوړو دولتي پوسټونو وګومارل شي.
د مدني فعالانو دغې کړنې د کندوز د ډېرو خلکو پام ځانته راواړاوه؛ چې اکثره یې د دغه مدني فعالانو کړنې ته د شک په سترګه ګوري، د خلکو په ګومان دغه کار د کندوز د والي، امنیې قوماندان او نورو محلي چارواکو په اشاره تر سره شوی؛ ځکه په دې وروستیو کې د کندوز ځینو وکیلانو په کابل کې د محلي چارواکو د بې کفایتۍ پوښتنې راپورته کړي او له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې دغه بې کفایته چارواکي له دندو ګوښه کړي.
خو محلي چارواکو وار دمخه کړ او د څو تنه مدني فعالانو په واسطه یې د ناامنیو ټوله پړه په وکیلانو واچوله، چې ګوندې هغوی په دې څو میاشتو کې د دوی پوښتنې ته نه دي ورغلي. زه په دې باور یم، چې د کندوز له ټولو وکیلانو د کندوزیانو زړونه شنه دي او په راتلونکي کې به کله هم دوی ته رایه ورنه کړي؛ خو د کندوز د امنیت ټینګښت اصلا د وکیل دنده نه ده.
او مدني فعالانو ددې پرځای چې د وکیلانو خلاف شعارونه پورته کړي وو باید د محلي حکومتي چارواکو بې کفایتیو ته یې اشاره کړي وای او له مرکزي حکومت څخه یې د هغوی د سرزنش یا بې طرفه کولو غوښتنه کړي وای.
بله خبره کندوز ته د مرکزي حکومت د پاملرنې او نه پاملرنې ده. چې دا هم د خندا وړ مسئله ده. جمهور رییس اشرف غني واک ته د رسیدو سره سم لومړنی کار د کندوز محلي حکومت ته پاملرنه وه. هغه تر بل هر کار دمخه لومړی د کندوز والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس، د محکمې رییس او ځینې نور چارواکي بدل کړل او پر ځای یې د هغه په ګومان د کار خلک وګومارل شول، چې په لومړيو کې د اشرف غني له دغه اقدامه ټول کندوزیان خوښ وو؛ خو ورو ورو معلومه شوه، چې والي او امنیه قوماندان دواړه په خپلو کې سره غوښه او چاړه دي او کندوز د دوی د بې غوریو او خپل منځي شخړو ښکار شو او وسله وال مخالفان د کندوز ښار تر دروازو راننوتل.
نو زما په نظر مرکزي حکومت تر بل هر ولایت کندوز ته ډېره پاملرنه کړې، ځکه مخکې تر دې چې کابینه وټاکي، کوم بل ولایت ته والي یا امنیه قوماندان وټاکي اول یې د کندوز غم خوړلی.
نور نو دا په موږ او زموږ په ویښو مدني فعالانو پورې تړلې، چې د کندوز د ځوریدلي ولس غم کوي او که د بې کفایته چارواکو په خوله ناڅي!
خو په کار وه، چې ددوی په پروني مدني حرکت کې د محلي چارواکو تر څنګ د نامسوله وسله والو او جنګسالارانو خلاف هم شعارونه لیکل شوي وای، چې ددې ناامنیو یو له مهمو عاملینو دي. همدارنګه باید د طالبانو او نورو هغه وسله والو خلاف یې باید شعارونه پورته کړي وای، چې دا وخت زموږ د خلکو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
زما په فکر دغه حرکت یوازې او یوازې یو نمایشي فرمایشي حرکت و، چې د والي او نورو محلي چارواکو په اشاره پیل شوی و او کله چې یې هغه لیدو ته راغی او د پای ته رسولو غوښتنه یې ترې وکړه پای ته یې ورساوه.
په هېواد کې د ریښتینو مدني ټولنو حرکتونو په تمه