تاند- د سوریې او عراق د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره تړلیو ترهګرو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو شمېر قومي مشران وژلي دي.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې خلکو وویل چې د داعش یا اسلامي دولت تروریستانو د دوی یو شمېر قومي مشران ویشتي او وژلي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ملک امین وویل چې د اعشیانو د سیمې لږترلږه درې قومي مشران روژه ګل، شمال خان او مزار حاجي وژلي دي.
د سیمې نورو اوسېدونکو وویل چې داعشي ترهګرو لږترلږه پنخه قومي مشران وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکو هم د داعش له لوري پر قومي مشرانو او عامو خلکو د داعشیانو له لوري ډزې تایید کړي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل د اچین ولسوالۍ په لېري سیمو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ تیت پرک نښتې روانې دي.
مشرقیوال وویل چې د داعش له لوري د وژل شویو قومي مشرانو د شمېر او دغه راز د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په نښتو کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د داعش یا اسلامي دولت وسله واله ډله پکې زیاته فعاله شوې ده.
نن د روسیې په اوفا ښار کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د داعش د خپرېدونکي نفوذ په وړاندې اندېښنه ښکاره کړه.
دغه قومي مشرانو چې داسلامي دولت پرخلاف یی خلک راپاڅولي وو داسلامي دولت قانون دطالبانو په څیر ندی دوی دچا پروا نه کوي سمدستی شرعی حد جاری کوي قاتل ته ترو سزا ورکوي دهغه ولسولی ده په کوم کې چې ددوی لوړپورې مشران شیهدان شویدي
نو دشهیدانو وینی نور ځوانان په جوش راولي خامخا به انتقام اخلی او داپه په طاعوت باندې دیر دروند تمامیږی
عکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-کر طـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوت
مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرده باد
الله دي فضل كوي دابيا بله بدبختي افعانستان ته راغله وجه يي توله د حكومت كمزوري او پرواك جنجال لاملونه دي او په هم خلكو كي قوم پرستي ،سمتي تزاد،او داسي هم زيات وخت داسي پيخي رامنز ته كيژي . ‘