خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۴-۲۰

کندهار، افغانستان- د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخي د ګډو امنيتي ځواکونو يو پلاوي کندهار ته سفر کړی او دغلته يې د سيمه ييزو پوليسو وضعيت له نژدې کتلی دی.

ياد پلاوي چي مشري يې جنرال امېرګل کوله، نن تر غرمې مخکي په ولايت مقام کي له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وکتل. پلاوی چي څو ورځي مخکي راغلی او د کندهار يو شمېر ولسواليو ته يې سفر کړی، د سيمه ييزو پوليسو حالت له نژدې کتلی او د محلي پوليسو په وړاندي پرتې ستونزي يې له مرستيال والي سره شريکي کړې.

د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي د کندهار سيمه ييز پوليس د درنو وسلو له کمښت، د موټرسايکلانو د نه ترميم، پر وخت د معاش او اعاشې په برخو کي له ستونزو سره مخ دي، خو هيله يې وښوده چي مرکز د دغه پلاوي د معلوماتو له مخي د سيمه ييزو پوليسو په وړاندي پرتې ستونزي هواري کړي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له پلاوي څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی او د سيمه ييزو پوليسو وضعيت يې له نژدې کتلی دی. ښاغلي شمسي وويل چي د امنيت په تامين کي د سيمه ييزو پوليسو رول نهايت اغېزناک تمام سوی دی او د دوی له برکته دښمن په ولسواليو او کليو کي ځای نه لري.

شمسي زياته کړه د سيمه ييزو پوليسو تر ټولو مهمه ښېګڼه دا ده چي د سيمي اوسېدونکي دي او دښمن ډېر ژر پيدا کولای او پېژندلای سي. خو هيله يې وښوده چي مرکز کابل د محلي پوليسو په وړاندي پرتې ستونزي هواري کړي. نوموړي داراز يادونه وکړه چي وخت پر وخت بايد د سيمه ييزو پوليسو نظارت وسي او که د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کي کوم څوک په وظيفه کي غفلت کوي، بايد څارنوالۍ ته معرفي او له قانوني چلند سره مخ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *