کابل – مرمرینه ماڼۍ- دچنګاښ ۲۰مه

د افغانستان د کرکټ ملي اتلانو  د تل په څېر، یو ځل بیا د ۲۰۱۶ کال د شل اوریز جام د غوراوي په سيالیو کې خپلې دوه لومړنۍ لوبې وګټلې.

دغه لوبې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بریتانیا په سکاټلینډ کې روانې دي، افغانستان وتوانید چې لومړی هالينډ او ورپسې تېره ورځ د عربي اماراتو ملي لوبډلو ته په لویو توپیرونو ماتې ورکړي.

د اجرائیه رياست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان د افغانستان د دغو بې سارې بریاو په خوښۍ د کرکټ ملي ټیم اتلانو او د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وایي او د لوی خدای(ج) له سپیڅلي دربار څخه غواړي چې زمونږ ملي لوبډله په خپلو ټولو پاتې سياليو کې د دغسې بریاو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۱۶ کال شل اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *