مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۴ د چنګاښ ۲۰ مه
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو او فني مهارتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د مشورتي خدمتونو له ۱۱ شرکتونو سره د ښوونیزو خدمتونو او کارموندنې قراردادونه لاسلیک کړل.
د پوهنې وزیر ښاغلي دکتور اسدالله حنیف بلخي له یادو شرکتونو سره د ښوونیزو خدمتونو او کارموندنې د قراردادونو لاسلیک د تخنیکي او مسلکي زده کړو د فارغانو د فني مهارتونو د پیاوړتیا او کارموندنې په برخه کې خورا مهم ګام وباله.
ښاغلي حنیف بلخي وویل: «دغه قراردادونه چې د افغانستان د کاري قوې د پراختیا پروګرام (AWDP) له لارې د امریکا د متحده ایالتونو د پراخیتايي ادارې په مالي ملاتړ عملي کېږي، د ځوانانو د ټولنیز او اقتصادي ژوند د ښه والي په برخه کې مثبت او مهم ګام دی.»
د پوهنې وزیر زیاته کړه، د افغانستان د کاري قوې د پراختیا پروګرام د څلورو کلونو په موده کې پلی کېږي او د دوو بنسټیزو ستونزو د ماهرې مسلکي کارې قوې د کمښت او بیکارۍ د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي.
د افغانستان د کاري قوې د پراخیتا پروګرام، چې ۲۵ سلنه به یې مېرمنې تشکیلوي، په بېلابېلو ولایتونو کې کاري فرصتونه رامنځ ته کوي او نژدې ۲۵ زره افغانانو ته معاشونه اسانتیاوې هم برابروي.
د پوهنې وزیر ښاغلي دکتور حنیف بلخي وویل، دغه پروګرام په څلورو پړاونو کې (د تقاضاو ارزونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره د ښوونیز نصاب برابرول، د لیاقت او استعداد له مخې د زده کوونکو روزل او د کاري فرصتونو اړوند خدمتونو وړاندې کول) عملي کېږي.
د افغانستان د کاري قوې د پراختیا پروګرام د فني مهارتونو او کاري قوې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه د افغانستان په شپږو لویو ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار او کندوز کې فعالیت کوي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست