عزت الله ذکي

ګاونډي هيوادونه د افغانستان د غميزې پر لاينحل بعد مختلف او مخالف نظرونه لري، پاکستان او هند دواړه غواړي په افغانستان کي د هر ډول مصالحې او ثبات په راتلو کي فعاله ونډه ولري.

هند د پاکستان د نفوذ څخه په افغانستان کي وېره لري، ايران هم نه غواړي د منځنۍ اسيا په دغه ستره سياسي لوبه کي بې برخې پاته شي. چين هم د خپل اقتصادي استحکام په مټ په سيمه کي پراخ نفوذ او پياوړی سياسي موقف لري. افغانستان د روسيې، متحده عربي اماراتو، سوډان، قطر، ترکيې، ايران، پاکستان، چين ….. هيوادونو د ګټو د تصادم نقطه ده.

نړيواله ټولنه او د ناټو ائتلاف د موضوع دوهمه برخه ده. د افغانستان ګاونډيان او سيمه ييز هيوادونه باالخصوص ايران او پاکستان نه يواځي د افغانستان په کورنيو سياسي مسايلو کي پراخه لاسوهنه کوي، بلکې مستقيماً په دغه هيواد کي د نظامونو د بدلون فرمايشات ورکوي.

 که څه هم هند هم خپلې موخې لري، خو د هند د موخې او اهداف نظر پاکستان او ايران ته مشروع برېښي. د پاکستان او ايران پاليسي د زور او قوت له لارې په افغانستان کي خپلې ناروا ګټې تمثيلوي. د پاکستان د پاليسۍ يو مخ دادی چي په افغانستان کي د فډرالي نظام په واسطه ملک الطوايفي خپره کړي، او د متقاسيمو طبقاتو په واسطه افغانستان د تجزيې له حالت سره مخ کړي.

پاکستان  د افغانستان په تجزيه کي سترې ګټې ويني، ايران هم د پاکستان ددې پاليسۍ سره موافق دی، ځکه پر يوه هيواد او ټولنه باندي د حکومت او حاکميت د يرغل شعار هم دا ايجابوي چي که چيري يوه ټولنه په خپل بطن کي تقسيم شي، نو د حاکميت چانس د پرديو لپاره تر ټولو ډير برابريږي.

زموږ ملت د ايران او پاکستان دا ډول طرحې او ميکانيزمونه په کلکه ردوي، ځکه ملت پوهيږي او نور اګاه شوی، چي يو موټې ټولنه، هيواد کلی او کور مو په ګټه دی. پاکستان دي د افغانستان سياست نه تداوي کوي، ځکه چي د پاکستان سره د خپل هيواد د مات ګوډ حالت د شفاء نسخه نشته، نو د افغانستان تداوي به څنګه وکړي.

 ايران هم په همدې ترتيب د خپلو داخلي ستونزو د انسباط له امله تر دوو سږمو دی، خو بيا هم په افغانستان کي مداخله د ايرانيزم افتخار بولي. خبره دا ده چي زموږ سياست د تيرو څو لسيزو راهيسي د پرديو، مغرضو سياسي رنځپوهانو له امله د مرګ پر پوله پروت دی، دا د دوی د نسخو پايله وه چي نن موږ د نړۍ له کاروانه بېل او شاته پاته يو، دا ځل يوې کورنۍ نسخې ته اړتيا ده.

کورنۍ نسخه، کورنۍ اجماع او تفاهم غواړي، موږ خپل امراض تر هر چا ښه تداوي کولائ شو، ځکه موږ د چاپيريال سره بلد يو، موږ تشخيص کولائ شو. او موږ تر هر چا د خپلو وګړو د ورځنيو چارو، بوختياوو، لوړو ژورو او ستونزو په اړه ښه درک لرو.

نو په همدې اساس ګاونډيو هيوادونو په خاص ډول پاکستان ته په کار ده، چي د افغانستان د سولې بهير کي له لاسوهنې لاس واخلي، ترڅو افغانان، ښکېل اړخونه او نړيواله ټولنه د يوې بين الافغاني نسخې په واسطه د افغانستان د غميزې لاينحل بعد نور حل کړي. د پاکستان رول د افغانستان په هره کورنۍ معضله کي مطلق د افغانانو او افغانستان د بربادۍ مفهوم لري.

 پاکستان دي مخکې تر هر څه د يو ښه ګاونډيتوب له مخې پر افغانستان هره ورځ د سلګونو او زرګونو ليري واټن ويشتونکو توغندويي راکټونو حملې ودروي. د پاکستان نيت د افغانستان د ثبات په تړاو منفي دی، دوی وايي يو څه او کوي بل څه يا په بل اوريانټ وينا او عمل يې ځمکه او اسمان توپير سره لري.

پاکستان بايد په دې څو ټکو وپوهيږي چي افغان ملت هيڅکله هم د افغانستان د جغرافيې او وجود د محوې په قيمت سوله نه غواړي، ځکه تجزيه د افغانستان د محوې مفهوم لري، او په دومره لوړه بيه سوله نه يوازي معنا نه لري، بلکې دا به بيا يو موقتي سوله وي نه دايمي.

 پاکستان بايد دا هم درک کړي چي افغان ولس د تيرو څو لسيزو راهيسي د دين، هيواد او ناموس د ساتنې لپاره جګړه کړې او بس. موږ ته نه د هيواد نه د ناموس او نه هم د دين تجزيه د منلو وړ ده، خو په دوی کي دا هر څه تجزيه مني.

همدا راز پاکستان بايد پدې هم ښه وپوهيږي چي افغان ملت نن تر پرون ډير ملي او سياسي شعور پيدا کړی، او په هيڅ صورت به نور د ګاونډيانو په شايعاتو، ګنګوسو او چټياتو تېر نه وځي. پاکستان بايد درک کړي چي هيڅ تېری کوونکی چي مخکې د افغانستان په تاريخ کي د افغانستان د تجزيې او ملک الطوايفۍ په فکر او اډيال راغلی، نه يوازي يې دا آرمان نه دی پوره شوی، بلکې خپله دا هيله يې تر عمل او اجرا مخکې له ځانه سره ګور ته وړې ده.

افغانان د تجزيې او فډراليزم څخه ښه خاطره نه لري، ځکه زموږ د هيواد اوسني شرايط په هيڅ صورت د يوه فډرالي نظام لپاره نه دي عيارنو په همدې اساس اوسنی رياستي نظام د وګړو په خير دی، او ولسونه پدې متفق دي، چي د افغانستان په اوسنيو حالاتو کي تر هر ډول وېش او تجزيې يووالی، اتحاد، اتفاق د افغانانو په ګټه دی او يوازي ملي اتحاد او اتفاق سوله راوستلای شي او د افغانانو او افغانستان بقاء تضمينولای شي.

————————–

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *